کور / تازه خبرونه / ملي ارمان پر ناملي دريځ څارنوالۍ ته معرفي شوه

ملي ارمان پر ناملي دريځ څارنوالۍ ته معرفي شوه

په کابل کې د ملي ارمان ورځپاڼه يو شمير وزيرانو او قومونو ته د سپکاوي په تور څارنوالي ته ور وپېژندل شوه. دغې ورځپاڼې په خپله يوه ليکنه کې د پښتنو د وردگ قبيلې سپک کړى.
د کورنيو چارو نوى نومول شوى وزير يې خادېست او د ماليې وزير يې لوى فاشيست بللى. د ولسمشر کرزي کړنلارې يې استبدادي بللي او دغه حکومت يې مزدور گڼلى.
دغې ورځپاڼې په يو شمير افغان  قومونو د وسله وال پاڅون غږ کړى. او ويلي يې دي چې گواکې کرزى غواړي تاجکان وځپي. په کابينه کې د وروستيو بدلونونو په بهانه دغه ليکلې شوې مقاله وايي چې کرزي د تاجکو پر وړاندې کودتا کړې او دغه چاره يې له انصافه ليرې کار بللى.
د ارمان ورځپانې وايي ددې لېکنې پړه د ليکوال پر غاړه ده، خو د رسنيو د څار كمېسون دا د مطبوعاتو له قانون څخه سرغړونه بولي او وايي ملي ارمان بايد د خپل ملي مسئوليت له مخي دا ليكنه شخصيتونو ته د سپكاوي او ملي ګټو ته د تاوان په خاطر نه واى خپره كړې . پر ملي ارمان باندي نيوكي كوونكي وايي دا چاره داسي مانا لري چې  که کوم تلويزيون لوڅ فلم خپور کړي او ووايي چې پړه يې د تلويزيون پر چلوونكو نه بلکې د فلم پر جوړونکو ده.
 تردې ور اخوا حميد مبارزبيا د ملي ارمان ورځپاڼي څخه دفاع کوي او د رسنيو د څار کميسيون ته د پړې گوته نيسي چې څارنوالى ته يې دغه دوسيه بايد نه واى سپارلې.