کور / تازه خبرونه / په څرخي پله کې ١٧٠ کسانو خولې وگنډلې

په څرخي پله کې ١٧٠ کسانو خولې وگنډلې

د څرخي پله زندانيان ادعا کوي چې د زندان د چارواکو دناوړه چلند له کبله يې د اعتصاب په ٥ ورځي نژدې دوه سوه زندانيانو خپلې خولې وگنډلې .

دغه زندانيانو له رسنيو سره خپلې ستونزې  شريکې کړي او ويې ويل چې د زندان چارواکو ته يې خپلې خولې ور ښولي . دغه تر ډيره دافغان حکومت مخالف کسان دي چې له تيرو څو کلنو را هيسې زندان ته اچول شوي . دافغانستان د ولسي جرگې يوه کميسيون د عدلې وزارت او د زندانونو د چاروکو څخه په دې اړه تو ضيحات وغوښتل او په ډاگه يې کړه  چې دافغانستان  په زندانونو کې  له بنديانو سره ناوړه چلند کيږي .

خو د زندان چارواکي وايي چې  څو تنه زندانيانو چې بلواگر يې بولي دغه بلوا  او اعتصاب پيل کړى او نور ورته مجبوره وي .

دافغانستان په دغه مر کزي زندان کې تردې وړاندې هم بنديانوو له ناوړه چلند څخه سر ټکولى او څو ځله خبره ان وسله وال تاوتريخوالي ته رسيدلې .

بنديان ادعا کوي چې له دغه زندانه يو شمير کسان د ملي امنيت د تحقيق زندان ته وړل کيږي چې د ولسي جرگې لخوا دغه رياست يا اداره هم لغوه اعلان شوه . په دغو زندانونو کې تر ډيره  هغه پښتانه بنديان دي چې د القاعدي او طالب په نوم نيول کيږي او د ملي امنيت ادارې ته راوړل کيږي .