کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوردګو مشران:[حکومت دي دآرمان ملي مدير محاکمه کړي]

دوردګو مشران:[حکومت دي دآرمان ملي مدير محاکمه کړي]

نن په کابل کې دوردګو مشرانو اوسپين ږيرو دملي آرمان په ورځپاڼه کې دکرزي کودتاکرد ترعنوان لاندې دليکل شوې مقالې په غبرګون غونډه جوړه کړه اوله دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې دارمان ملي ورځپاڼې چلونکى محاکمه اوورځپاڼه يې بنده کړي .

 دغه قومي مشرانو په دې مقاله کې ليکل شوي مطالب دوردګو قوم ته سپکاوي نه بلکې په افغانستان کې ميشتو ټولو ټبرونوته سپکاوي اوداساسي قانون په وړاندې يې عمل باله .

دوردګو مشرانو دکابل شاهان په هوټل کې کې نن دتلې په ٢٨مه خبرې غونډه جوړه کړې وه چې ديوپريکړه ليک په خپرولو سره يې  له دولت غوښتنه وکړه چې ددغه ورځپانې مسول مدير ترعدلي اوقضايي تعقيب لاندې راولي

دپريکړه ليک پشپړ متن .

 د كايناتو د هستوونكي څښتن په سپېڅلي نامه

د وردګو د غيرتي ولس په استازيتوب د قوم د مشرانو علماواو روښانفكرانو اعلاميه

لوى او متعال خداى په خپل سپېڅلي كلام كې فرمايي:

ژباړه ((تاسو مې قبيلې قبيلې ګرځولي ياست تر څو سره وپېژنئ، په تاسو كې غوره هغه څوك دى چې پرهېزګار وي))

زموږ ګران هېواد افغانستان د ستر پالونكي رب د همدې ارشاد په مصداق د بېلابېلو وروڼو قومونو شريك كور دى چې په دې كې د پښتني ټبر اړوند يو قوم وردګ دي، د وردګو غيرتي قوم د تاريخ په اوږدو كې د ګران هېواد د خپلواكۍ په ساتنه، دفاع، سمسورتيا او آبادۍ كې ډېره روښانه ونډه درلودلې ده، غازي محمد جان خان او د جهاد ستر مفتي مولوي عبدالغفور آخوند زاده او نور نوميالي غازيان يې چې ټول هېواد پرې وياړي ښې نمونې دي.

 تر ټولو روښانه مثال يې د پخواني شوروي د لاسپوڅي رژيم د توطيو شنډول وو چې د وخت حكومت د وردګو قوم ته د هزاره وروڼو پر خلاف د جګړې لپاره په زرګونو ميله وسله وركړه خو د وردګو ميړني ولس هم د خپل هېواد په اړه خپل تاريخي رسالت ادا كړ، د ملي وحدت او ورورولۍ د ساتنې يو تاريخي مثال يې وړاندې كړ او د ورور هزاره قوم پر خلاف د جګړې پر ځاى يې د هېواد د ملي او ديني نواميسو د دفاع مورچل ونيو، په واقعي معنا د وردګو د غيرتي ولس همدغه پاڅون د افغان ولس د جهاد او برحقې مبارزې لپاره يو نوى پړاو ثابت شو.

 دغه ولس وياړي چې د برميال جهاد په بهير كې په وردګو كې نه د نور هېواد مجاهدينو ته كمين ونيول شو او نه هغوى ته كوم حق العبور جوړ شو، بلكې د جهاد په دوران كې چې پېښور ته د ټول هېواد د مجاهدينو لار په وردګو كې جوړه وه په افغاني او اسلامي مينه او احساس يې د هغوى مېلمستيا كوله.

 د ولس د دفاع، د ملي وحدت د ساتنې او پياوړتيا او د هېواد د آبادۍ او سمسورتيا په لار كې د دې مېړني ولس كارنامې د افغان ولس د برميال تاريخ زرين بابونه دي چې دلته يې يادونه ناشونې ده، په لنډو ټكيو كې په زغرده ويلاى شو چې دغه قوم د هېواد په تاريخ كې د شرف، آبرو، عزت او وقار ژوند كړى او همدغسې يې د ټول هېواد د نورو وروڼو قومونو عزت او درنښت ساتلى دى، د وردګو قوم پر دې وياړي چې د سياسي نظامونو د بدلون په بهير كې هېڅكله د ملي وحدت پر خلاف نه دى لوبېدلى.

متاسفانه په دې وروستيو كې چې زموږ په هېواد كې د بهرنيو بېلابېلو لوريو توطيو زور اخيستى، يو شمېر داخلي مزدورې كړۍ د خپلو پرديو بادارانو په اشاره په هېواد كې د ملي يو والي پر خلاف هڅې كوي او د وروڼو قومونو تر منځ د كركو او دښمنيو را پيداكولو ته لمن وهي، د همدې ناوليو هڅو په لړ كې د ملي آرمان ورځپاڼې د تېرې (دوشنبې د تلې مياشتې ۲۲ مې) په ګڼه كې د (كرزى كودتا كرد) تر سرليك لاندې د (عصر دولتشاهي) نومي ليكوال چې ښايي مستعار نوم وي يوه ليكنه خپره شوې چې نه يوازې څو درنو شخصيتونو ته بلكې د وردګو درانه او غيرتي قوم ته پكې سپكاوى شوى دى، دغه ليكنه د بيان د آزادۍ او د آزادو رسنيو له اصولو څخه ستره سرغړونه او سؤ استفاده ده.

 د ليكوال سپكې موخې او ناولي اهداف د هغه له يوې جملې څخه ښې ښكاري چې (وطن هېواد او ملي يو والي) هم ورته ارزښت نه لري.

 د وردګو قوم د نوموړې ورځپاڼې د دې ناروا ليكنې غندنه كوي.

 كه څه هم ليكوال د ارمان ملي چلوونكي او د دوى تر شا ولاړې حلقې غواړې چې پر همدغسې پاروونكيو ليكنو نور هم ځوابي غبرګون ته راوبولي، تر څو هېواد بې ثباته او په لويو لانجو كې راښكېل شي، خو موږ پوهېږو چې دا نه يوازې د وردګو د قوم بلكې د هېواد د ټولو وروڼو قومونو پر خلاف شريكه توطيه ده چې په ګډه يې بايد مخنيوى وشي، موږ د افغانانو په توګه د وردګو د قوم په استازيتوب د ملي ارمان د پاروونكې ليكنې په اړه له دولت او چارواكيو څخه په كلكه غواړو چې:

 د ملي ارمان مسوول مدير او د نوموړې ليكنې ليكوال بايد د رسنيو د تخطي د څېړنې كميسيون او عدلي او قانوني مراجعو ته احضار كړاى شي، قانوني چلن ورسره وشي، همدغسې هغوى بايد د وردګو له قوم څخه رسما معذرت وغواړي، د وردګو ولس د خپل قوم او مشرانو سپكاوى نشي زغملاى او دغه مساله به د هېواد په عدلي او قانوني مراجعو كې تعقيبوي.

دغسې مغرضانه خپرونې چې زموږ د ګران هېواد د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي او له اساسي قانون سره په مخالفت كې دي بايد مصادره او وتړل شي.

د وردګو غيرتي ولس پر ملي وحدت او واحد ملت باوري دى، د قوميت پر ځاى يې افغانيت شعار دى، د هر قوم سپكاوى د ټول ملت سپكاوى بولي، خپل او د افغان ولس د بل هر قوم مخالفين د هېواد او ملت شريك دښمنان بولي او د دې شريكو دښمنانو پر خلاف ګډه مبارزه د هر افغان دنده ګڼي.

د وردګو درانه ولس د ګران هېواد د بقا او سرلوړۍ لپاره تل ملي ګټې پر قومي هغو لوړې او خدمت پر بغاوت غوره بللى، خو خپل ارزښتونه يې پاللي او پالي يې او د هېواد پر برخليك به هېچا ته د معاملې اجازه ورنكړي.

له نړيوالې ټولنې او افغان دولت څخه په كلكه غواړو چې نور د هغو مرموزو، مغرضو او تورو لاسونو په لنډولو كې جدي اقدام وكړي چې زموږ په ګران هېواد كې د ژبې، سمت، قوم او نورو تعصبونو په راپارولو بوخت دي. همدغسې د هېواد له ټولو درنو وروڼو قومونو څخه غواړو چې له موږ سره په دې برحقه داعيه كې ملګرتيا وكړي تر څو په ګډه د لوى خداى په مرسته د ملي يو والي او ګران هېواد افغانستان د دښمنانو شومې توطيې شنډې كړو.

په درناوي

د وردګو د ولس په استازيتوب قومي مشران، علما او روښانفكران