کور / تازه خبرونه / د کوچنیانو تښتونکې ایرانۍ ښځه ونیول سوه

د کوچنیانو تښتونکې ایرانۍ ښځه ونیول سوه

ټی ایم سي شبکه د بی بی سی او افغان اسلامی آژانس په حواله خبر ورکوی چی یوه ایرانۍ ښځه چی درې کوچنیان یې غلا کړي وو ، په هرات کی ونیول سوه . د پولیسو امنیتی ویندوی عبدالرؤف احمدی افغان اسلامی آژانس ته وویل چی دا ښځه ایرانۍ ده او دوسیه تر ګروېږنو لاندی ده او بشپړ تفصیلات به وروسته خپاره سی . په هرات کی د پیسو لپاره خلک تښتول کیږی خو د کوچنیانو غلا لږ پیښیږی .