کور / تازه خبرونه / سپنتا په تښتول سوي سفير پسي اسلام آباد ته ځي

سپنتا په تښتول سوي سفير پسي اسلام آباد ته ځي


ټاكل سوې ده چي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين سپنتا د اكتوبر پر ۲۲ – مه اسلام آباد ته سفر وكړي.
د نوموړي د سفر موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي لټون په ګوته سوى دئ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين په پېښور كي خبريالانو ته د ښاغلي فراهي د موندلو په باب د پاكستاني حكومت له هڅو څخه خوښي څرګنده كړه، خو ورسره يې دا هم وويل چي تر اوسه د هغه د لټون په باب كوم پرمختګ نه دئ سوئ.
دا په داسي حال كي ده چي د پېښور د پوليسو مشر ملك نويد تېره اونۍ په يوه خبري كنفرانس كي د ښاغلي فراهي د تښتوونكو په اړه د مهمو معلوماتو د ترلاسه كولو خبر وركړ.
بلي خواته پاكستان مېشتي افغانان د افغانستان او پاكستان پر حكومتونو باندي تور لګوي چي د نوموړي له خوشي كېدو سره علاقه نه لري او څنګه چي ښايي دغه موضوع يې جدي نه ده نيولې، د افغانستان د ولسي جرګې ځينو غړو خو د نوموړي د تښتوني ګوته نېغه پاكستان ته ونيول او زياته يې كړه چي د پاكستان استخباراتي شبكه آى ايس آى د افغان سفير عبدالخالق فراهي په تښتونه كي لاس لري.
حاجي عبدالخالق فراهي څه باندي يوه مياشت دمخه د پېښور په حيات آباد سيمه كي تر وسله وال بريد وروسته نامعلومو كسانو وتښتاوه، چي تر اوسه يې چا د تښتوني مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستئ.
تښتوونكو لومړى د ښاغلي فراهي پر موټر وسله وال بريد وكړ، چي ډرايور يې پكښي مړ او يو بل كس ورسره زخمي كړ.
ښاغلى فراهي چي تر دې دمخه په پېښور كي افغان كونسل و، يو فعال ډيپلومات ګڼل كېدئ او پاكستان مېشتي افغانان ټول ځني خوښ او نوموړى يې په خپله هره خوښۍ او غم كي شريك ګاڼه.