ازموينه
نن دی بيا ډګر تيار د ازموينې
تماشې ته دې ولاړه ده نړۍ
دا په تا ستا د فطرت دي لورونې
ميړه نه خوري د پیغور منت مړۍ
ای پښتونه ځان بيدار کړه نړۍ ګوره
نن دوران د انټرنيټ او کمپيوټر دی
اولادونه دې هوښيار کړه نړې ګوره
ستا اولاد له خپله ځانه بې خبر دی
خپل غفلت خپله اظهار کړه نړۍ ګوره
چا په دوه ګوتو پټ کړی در نه لمر دی
درته ګوري دښمن لار له منځه وړنې
ټولو پیريښې ده په تا باندې څړۍ
ستا د کور په ورانولو يې ځان جوړ کړو
بې خبره تا پخپله وران کړو کور
خپل ژوندون ستا په وژلو شيطان جوړ کړو
ته خبر نه شوې پخپل طاقت او زور
په هنر يې ستا پلورلو ميدان جوړ کړو
ته يې بوخت کړې په وژولو د خپل ورور
هر ګوزار ستا د تاريخ نابودونی
تا تاو کړې ده په ځان زړه شړۍ
ستا د لوی احمد وطن تقسيم تقسيم شو
دښمنانو پکې وکښلې پټاری
د ميرويس لمسيانو وکړې هسې چارې
د ملا لباس کې ستا دښمن مقيم شو
ځکه ته دښمن ته خوار او ذليل ښکارې
ستا غلام د زمانو کړې لاسوهنې
درته اچوي د خپل نيکه کړۍ
روح او تن په ژوندانه کله بيليږي
که بيليږی روح له تنه سړی مړ شي
آزادي له پښتنو اخيستل کيږي
که پښتون د بل غلام شي ښه چې مړ شي
د آسمان ستوري په ځمکه نه کوزيږي
که کوزيږی په قیامت به په مخ په ځوړ شي
ژوندون نه دی بې پښتو د قبلونې
ستا د هيلو د کاروان بنده بيړۍ
که د پلار نيکه په څیر ژوندون دې خوښ وي
قرباني د ځان پيشه کړه آزاد اوسه
که آزاد د شير په څير ژوندون دي خوښ وي
د خوشال توره تيره کړه آزاد اوسه
که د بلخ او بخدي تير ژوندون دې خوښ وي
د یووالي تلوسه کړه آزاد اوسه
په تا پور دښوونځيو جوړونې
د پلرو به دې راپورته شي پګړۍ
پلار نيکونه دې له مخې سربازان وو
له دښمن ځنې يې نه کولو څنګ
هر ميدان به يې ګاټه پالونان وو
په ظالم به يې کولو غوڅ غورځنګ
واړه ستا د کمال پوهې په ارمان وو
کوم چې ستا مخې ته دي لکه ګړنګ
په تدبير د ګړنګو د سمونې
نوبه هله دا وړۍ شي ستا شړۍ
غرض دادی چې قلم کاغذ ته لاس کړه
علم پوهه کړه حاصله که پښتون يې
شپه او ورځ په ځان یوه په ډیر اخلاص کړه
د همت ښکاره کړه نښه که پښتون يې
د دښمن څيره ښکاره کړه له سپين لباس کړه
دې ميدان کې ځان ښکاره کړه که پښتون يې
بيا به شي ستا دبدبه د خوښوونې
خدمتګار له به بيا خوند ورګړي مړۍ