ښایي امریکا خپل یو یو شی وپلوري
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )
روسیه به بیرته الاسکا رانیسی او کاناډا هم ښایی د لمره ډکه فلوریډا واخلي .
برتانوي امپراتورۍ د دوهمی نړیوالی جګړې په پای کی بیا هم د نړۍ پر څه نا څه څلورمی برخی خپل واک چلاوه . خو جګړې برتانیه مفلسه ( ډیوالی ) کړې وه . بس دغه پیاوړې برتانوۍ امپراتوری بیله ځنډه ونړېده او اکثریت پاتی شونی یې امریکا ته په میراث ورسېدې .
نن دا دﺉ شپږ لسیزی وروسته هماغه امریکا هم ډیوالی کېدو ته نږدې سوې چی علتونه یې دا دي : د پور په روپیو عیاشی ، د تولیداتو بدلول د مالی سنبالښت پواسطه ، ورانونکي بهرني جنګونه ، او هغسی یو حکومت چی سربداله ( ګیچ کونکې ) بې کفایتی او بدترین حماقت یې د خپل بې پروا استعماری تکبر پواسطه نور هم اوج ته رسېدلی دﺉ .
دغه مالی وهم او وارخطایی اوس ټوله نړۍ په غیږ کی نیولې او د وال سټریټ رسوا سقوط دا وښودل چی وګوری د امریکا تور دېب څنګه په خاورو کی پروت دﺉ . د امریکا لخوا د خپل ډوبېدونکي اقتصاد د ژغورنی او ساتنی په غرض په عصبانی ډول د بلیونونو نورو ډالرو چاپول ، د سږ کال یو ټریلیون ډالرو کسر تمویلول او د پورونو یو څه ادایګی ممکن د انفلاسیون ( پیسو پاړسوب ) خطرناک توپان را ایله کړی .
د قدرت نړیوال انډول د مخکی څخه لا اوښتی دﺉ . د بېلګې په توګه ، د پاکستان نوی ولسمشر آصف زرداری کچکول په لاس دغه اوونۍ چین ته ورغی تر څو شپږ بلیونه امریکایی ډالره بیړنی پور ترې وغواړی . پاکستان همدا اوس د مفلس کېدو پر څنډه ولاړ دﺉ ، او ښایی د خپلو پورونو په اداینه کی غفلت وکړی .
خو د پاکستان ساتندوی یعنی امریکا ، چی د دې هېواد سیاست پوهان او پوځ یې د کاله په ۱٬۲ بلیونه ډالره اجاره کړي تر څو د افغانستان د اشغال ننګه وکړی ، نور نو پاکستان ته دومره پیسې نه سی ورکولای . ځکه نو پاکستان چین یعنی هغه هېواد ته مراجعه کوی چی د خارجی اسعارو لپاره ۱۹ بلیونه ډالره نغد ورته پراته دي ، چی د نړۍ غټ ترین مالی قدرت بلل کیږی . داسی ښکاری چی د امریکا په مشرۍ د افغانستان اوسنۍ نیونه د واشنګټن د نوي تش لاسی او خوار دریځ پواسطه متأثره کېدونکې ده .
مفلس یا دیوالي خلک ، کمپنیانی او هېوادونه بله چاره نه لری بېله دې چی د خپلو پورونو د اداینی په خاطر خپل شته او جایداد وپلوری . د امریکا د حکومت ۱٬۵ ټریلیونه ډالره ضمانتونه یوازی د چین او جاپان په لاس کی دي . د هغوی عصبانی مرکزی بانک وال اوس د ډیرو کاغذی روپیو پر ځای اصلی روپۍ غواړی . ځکه نو دا خبري روانی دي چی د امریکا آسیایی پور غوښتونکي د امریکایی حکومت لپاره خپل نغدي ضمانتونه نور نو امریکایی اسهامو او شرکتونو ته ور انتقال کړی . ښایی د عربو د تیلو ټنونه ټنونه پیسې او هم د سنګاپور خپلواکه سرمایه ترې وغوښتل سی .
اروپایی استعمارچیانو په نولسمه پیړۍ کی چین او د منځنی ختیځ او لاتینی امریکې سیمه ییزو واکمنانو ته په زوره پورونه ورکول . خو کله چی به دغو ځایی کسانو خپل دا پورونه نسول ادا کولای ، نو د هیوادو څه سیمی به یې ځنی اخیستې . پدې لړ کی روسیه مجبوره سوه چی خپله الاسکا پر امریکا وپلوری ځکه پور یې نه سو ادا کولای . د چین سواحل هم د برتانویانو ، فرانسویانو ، جرمنیانو ، روسانو ، امریکایانو او جاپانیانو لخوا وتوږل سول . دغو استعماری محرومونکو هلته د هانګ کانګ ، شانګهای ، تسینګ تاو ، تیان جین ، او پورټ آرتر تجارتی « امتیازات » ایجاد کړل .
هو ، نور نو چین ته د بیرته ورکولو وخت راغلی دﺉ . څونه د طعنې او پېغور خبره ده چی چینایی کمونیسټانو په خورا بهتره توګه خپل مالی سیسټم دې حد ته راورساوه ، حال دا چی د وال سټریټ غله پانګوال مفلس دي او په خوله پوری خاوري موښي .
زه واشنګټن ته د هغه د دې سترو پورونو د اداینی په خاطر مشوره ورکوم چی پر فرانسه دې بیرته د لوسیانا د خرڅولو فکر وکړی . کاناډا چی خپل بانکی سیسټم یې لا ټینګ پاته دی ، چی علت یې هغه څه دی چی امریکایانو به « زړه تنګ کونکی او ستومانونکی » باله ، باید د یوې خوږې نغمې په خاطر فلوریډا واخلی ځکه کاناډا د لمر پیتاوي ته سخت ضرورت لری . مکسیکو به هم وغواړی چی ټکزاس ، اریزونا او نیو مکسیکو رانیسی . روسیه به بېله شکه ، بیرته خپله الاسکا او د واشنګټن ایالت رانیسی . چین به هم کلیفورنیا رانیسی او سانفرانسیسکو به « نوی بیجنګ » سی . جاپان به بیا واشنګټن ، اوریګان ، مونتانا ، او د هوایی ټاپو رانیسی . هالینډ به د نیویارک ایالت او جرمنی به هم پنسلوانیا او مینی سوټا رانیسی .
کټ مټ د برتانیې غوندی –
د چین په مالی غیږ کی د پاکستان ځان اچول د داسی شیانو احوال راوړونکی دﺉ چی را روان دي . څو چی امریکا په بیړه او ژر تر ژره خپل اقتصاد ترمیم نه کړی ، نو جهانی قدرت به یې په داسی چټکۍ د مځکی ووهل سی لکه تر جګړې وروسته چی برتانیه وه چی د هغه له امله یې چین ، جاپان ، روسیه اروپایی اتحادیه او هند د نړۍ د نوو سترو ځواکونو په توګه رامنځته کړل . دا کار به دومره د بیري وړ نه وی . ځکه ، لکه لارډ اکټن چی په واقعیت سره ویلی ، دا قدرت دﺉ چی خلک فاسد کوی خو مطلق قدرت بیا خلک مطلقأ فاسد کوی . د بوش تر ادارې لاندی امریکا د یوازیني ستر ځواک په توګه نن د استعماری غرور ، مالی تقلب ، او د منابعو او حرص د شهوت پواسطه باالکل فاسده سوې ده .
ښایی داسی نړۍ به نور نو بهتره وی چی قدرت یې متوازن او ویشلی وی . خو که یو ځل دغه چین چی بې حسابه نغدی روپۍ لری ، تر وخت دمخه د امریکا استعماری موزې په پښو کړی ، بیا به څه کیږی ؟ پای