کور / تازه خبرونه / د جمیل کرزي موټر پنځه کسه مړه کړل

د جمیل کرزي موټر پنځه کسه مړه کړل

د کابل ( ۸ صبح ) ورځپاڼه خبر ورکوی چی د پارلمان د غړي جمیل کرزي موټر د شنبې په ماخستن د کابل د سیلو پر سړک د یو ټکسی موټر سره ټکر وکړ او د هغه پنځه سپرلي یې ځای پر ځای مړه کړل او ډرایور زخمی دی . عینی شاهدانو وویل چی پخپله جمیل کرزي د ترافیکو سره جنجال وکړ او پر هغوی یې تفنګچه را ویسته او تهدید یې کړل او د ده یو باډی ګارډ خو یو ترافیک ته لت هم ورکړ . ترافیکان وروسته له ډاره وتښتېدل . جمیل کرزی چی د حامد کرزي د کورنۍ غړی او پارلمانی نماینده دی ، وروسته وویل چی دا یوه عادی ترافیکی پېښه وه او دومره باید غټه نه سی .