کور / تازه خبرونه / كولن پاول په باراك اوباما پسي روان سو

كولن پاول په باراك اوباما پسي روان سو


د امريكا د بهرنيو چارو پخواني وزير كولن پاول د ديموكراتانو له كانديد باراك اوباما څخه ملاتړ وكړ.
پخواني وزير كولن پاول وويل جان مككين او اوباما دواړه پياوړي سياستوال دي، خو زما انتخاب باراك اوباما دئ.
د نوموړي په وينا باراك اوباما به وكړاى سي چي د امريكا په مخ پر ځوړه روان اقتصاد كي ساه پو كړي او دغه هيواد د ملا ماتوونكو اقتصادي تاوانونو څخه وژغوري.