کور / تازه خبرونه / حسين احمد: د چين په مرسته د امريكا له شكنجو خلاصېږو

حسين احمد: د چين په مرسته د امريكا له شكنجو خلاصېږو


د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند مشر قاضي حسين احمد وايي چين د جمهور رئيس زرداري سفر له هره اړخه مثبت و، اوس هغه وخت راغلى چي د چين په مرسته د امريكا له شكنجو څخه ډېر ژر ځان خلاص كړو.
په لاهور كي يوه خبري كنفرانس ته د وينا پر مهال قاضي حسين احمد وويل چين له پاكستان سره هر راز اقتصادي او پوځي مرستو ته تيارى ښودلى دئ.
نوموړي د ماليې د وزير شوكت ترين هغه څرګندوني په سختو الفاظو وغندلې چي ويل يې كه چين ورسره مرسته ونكړي دوى به د امريكا څخه قرض واخلي.
قاضي حسين احمد وويل پاكستان اوس هم په يوه ډېر بد اقتصادي مشكل كي واقع دئ، خو كه دوهم وار د امريكا تر پورونو لاندي سي هيواد به يې يو مخ د تباهۍ كندي ته ولوېږي.