کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان ملي سراسري جرګې دريځ

د افغانستان ملي سراسري جرګې دريځ

بسم الله الرحمن الرحيم


د افغانستان د دولت او مخالفينو تر منځ د سولې د خبرو په اړه


 په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو، د ناټو ځواکونو له راتګ او د بن له کنفرانس څخه اوه کاله اوړي، په دغو اوو کلو کې له بده مرغه نه افغان دولت او نه هم ناټو او نړيوالې ټولنې وکولی شول په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ په اړه خپلې ژمنې عملي کړي. د اوو کلو په تېرېدو سره امنيت نه يوازې  په افغانستان کې په مراتبو خراب شوی، بلکې ټوله سيمه يې له ژور بحران سره مخ کړې، هره ورځ لروبر په سلګونو افغانان وژل کيږي، اداري فساد او د مخدره توکو توليد او قاچاق د خپل تاريخ بې ساري لوړې کچې ته رسېدلي، بهرني ځواکونه نه يوازې له افغانستان څخه وتلي نه دي، بلکې اوس تر څولسيزو د پاتې کېدو او د لازياتو ځواکونو د استول کېدوخبرې اورېدل کيږي.


په داسې حال کې چې هره ورځ د بې ګناه افغانانو د وژنې له امله د بهرنيو ځواکونو او افغان ولس تر منځ د بې باورۍ واټڼ زياتيږي او ددغو ځواکونو د شتون مشروعيت له جدي پوښتنو سره مخ کيږي، او په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې او افغان دولت تراوسه له بحران څخه د وتولپاره کومه روښانه ستراتيژی نه ده وړاندې کړې؛ د افغانستان ملي سراسري جرګه د ستونزو حل او له بحران څخه د وتو لاره يوازې  د سولې په يوه داسې جامع، هر اړخيز، معقول او عملي مېکانېزم کې ګوري، چې له مخالفينو سره د سولې خبرې يې پيلامه ګڼل کيږي.


په دې وروستيو کې داسې خبرونه اورېدل کيږي، چې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ په سعودي عربستان کې د سولې مذاکرات تر سره شوي دي. که څه هم موږد دې خبر د صحت او څرنګوالي په اړه کره معلومات نه لرو، خو د افغانستان ملي سراسري جرګه په اصولو کې د هرډول خبرو او هڅو، چې هدف يې په افغانستان کې دسولې  او ملي واکمنۍ تامينول وي نه يوازې هرکلی او ملاتړ کوي، بلکې ټينګار کوي چې داډول هڅې بايد ژرتر ژره پيل شي. تر دې ور هاخوا د افغانستان ملي سراسري جرګه، چې د شاوخوا سلو سياسي، ټولنيزو، قومي او مدني سازمانونو او ټولنو استازيتوب کوي، د سولې د هر ډول خبرو لپاره د منځګړتوب تياری اعلانوي.


يوه خبره چې د افغانستان ملي سراسري جرګه پرې ډېرټينګار کوي، دا ده چې د سولې په هرډول طرحه او مېکانېزم کې بايد دافغان ولس ارادې ته جدي پاملرنه وشي او د هغې د تمثيل لپاره لاره اواره شي، ولس د سولې د هڅو او خبرو له څرنګوالي څخه خبر وساتل شي، دستونزې هېڅ لوری له پامه ونه غورځول شي او هغه تېروتنې چې د بن په کنفرانس او تر هغې وړاندې کنفرانسونو کې شوي وې، بيا تکرارنه شي. 


ومن الله توفيق


د افغانستان دملي سراسري جرګې عالي شورا  –  داړيکو شمېره: 0700015699