کور / تازه خبرونه / ایران غرب ته د طالبانو سره د خبرو اخطار ورکړ

ایران غرب ته د طالبانو سره د خبرو اخطار ورکړ

د پاکستان ډیلې ټایمز او بی بی سی خبر ورکړ چی د ایران خارجه وزیر منوچهر متکی نن د لویدیځ لخوا د طالبانو سره د خبرو اترو په ارتباط پر هغوی سخت انتقاد وکړ . ده وویل چی ناټو اصلأ په افغانستان کی ستراتیژیکی ماتی خوړلې ده نو ځکه طالبانو ته د خبرو مراجعه کوی . ده ناټو ته خبرداری ورکړ چی : که هر څوک باد وکری نو توپان به وریبی . ده زیاته کړه چی بنسټ پالنه داسی شی نه دی چی له منځه نه سی وړل کېدای . خو څېړونکي وایی چی ایران سخت وارخطا دی چی مبادا طالبان بیا را مخته نه سی . پر افغانستان د امریکا د حملې څخه تر ټولو ایران ښه ستراتیژیکی ګټه وکړه او په آزاد لاس خپلی ښکاره او پټی مداخلی پکښی کوی .