کور / تازه خبرونه / د کلا سيف الله په يوه ديني مدرسه کي چاودنه وسوه

د کلا سيف الله په يوه ديني مدرسه کي چاودنه وسوه

نن غرمه د سهيلي پښتونخوا په کلاسيف الله سيمه کې د ديني مدرسې په يوه چاودنه کې شپږ تنه زده کوونکي مړۀ او څلور تنه ټپيان شوي


په دې چاودنه کي  د مدرسې شپږ تنه زده کوونکي وژل سوي او څلور تنه ټپيان سوي دي. د هماغې سيمې يو تن ناظم مولوي محمدنعيم وايي:


چاودنه نن غرمه له کوټې ښاره سهېل ختيځ لوري ته کلاسيف الله سيمې ته نيژدې په شل کيلوميټرۍ کې په يوه ديني مدرسه کې سوې ده، چي له امله يې د مدرسې شپږ تنه زده کوونکي وژل سوي او څلور تنه ټپيان سوي دي.


ويل کېږي چي د ټپي سويو کسانو حالت هم د اندېښنې وړ دى. دا چي د دې چاودنې د رامنځته کېدو عوامل به څه وي، په دې اړه بېلابېلې خبرې کېږي، خو دا به تر څېړنې او پلټنو وروسته څرګنده سي. پوليس چارواکی محمدفاروق د لراوبر ډاټ کام خبريال ته وويل : د مدرسې د ناظم په وينا چي تېره شپه دې مدرسه ته يو تن ورغلى و، دوى شک کوي، چي ګواکې په دې چاودنه کې به د هغۀ لاس وي.


د يادونې وړ ده، چي څو مياشتې وړاندې هم د يوۀ موټر د ټکر کېدو له امله د دې سيمې اتلسو تنو ځايي وګړيو خپل ژوند له لاسه ورکړ.