کور / شعر / روا روا

روا روا

 ډاکټر فيض الله ثاقب


بس هرڅه روا روا شول دلته نشته ناروا
نه انعام او نه سزا شته دغه کار شو د دنيا 


هرې خوا خلک ړانده دي د ښو بدو تميز نشته
هر څوک خپله ګټه ګوري پروا نکوي د چا 


په هر لور معافي معافي ده چا حساب چاسره وکړ
که دوکه اوکه فرېب ده که دروغ دي که رښتيا 


که څوک ژاړي که څوک خاندې د يو بل سره کار نشته
هر سړي سره خپل غم ده د بل نلري پروا 


انسانيت او که وحشت ده چې دا نن سبا چلېږي
نه د چا په ښادۍ ښاد شته نه د چا په غم ژړا 


جهالت ده جهالت نه څه اصول او نه قانون شته
چې مالدار او زورور شوې نو سيي دې ده دعوا 


هر يو غل تر خپلې وسې ظلم زور بې انصافي ده
که مزدور او که بادار ده که امي ده ملا 


بس استاد مو جهالت شو بې علمي بې سوادي شوه
ف – ث وايي قيامت څه کړې بس راغلی لا پخوا