د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 20th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې له طالبانو سره اوس د جرګو له لارې د روغې جوړې هڅې کیږي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د فراه د والي په حواله لیکلي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره جرګې ګمارلي دي او نه یوازې د طالبانو د خوندي توب ضمانت کوي بلکه حاضر دي چې هغوې ته دولتي دندې هم ورکړي.

ورځپاڼې د خپل همدې مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې  د لاهې نړیواله محکمه په افغانستان کې شوي جنایتونه څیړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په زندانونو کې د بندیانو روان حالت او له هغوې سره د چارواکو چلند ته په اشارې لیکلي دي چې بندیان انساني چلند ته اړتیا لري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو تبصره کړې خو لیکلي دي چې پدې اړه د نړیوالې ټولنې ژمنې ماتیدونکې دي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د سولې روانې هڅې څیړلي او پدې ترڅ کې د ولسي خوځښت په اړتیا ټینګار کړې دې.

ورځپاڼې په عینې حال کې په یو بل مطلب کې دا پوښتنه کړ چې ولې ځینې کړۍ د پخلاینې په وړاندې خنډونه جوړوي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې پیل شوې دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې روانو امنیتي پیښو ته په اشارې  لیکلي دي چې امنیت په افغانستان کې تر ټولو ستزه ستونزه ده.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې د لغمان ولایت په ګړوچ سیمه کې بهرنیو ځواکونو یو ځلې بیا په لسګونو کورونه بمبار کړیدي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسلې ته ځانګړې کړې چې له طالبانو سره د جوړ جاړي په اړه د ولس مشر کرزي د خوش بینیو سره سره طالبان اوس هم سرونه غوڅوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او هغه يې په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د نا هم غږۍ ځیږنده بللې ده.

په ورځپاڼه کې د څرخي پله په زندان کې د بندیانو روان اعتصاب ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې ددوې حالت څیړل کیږي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو او تفاهم عملي امکانات څیړلي دي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په مزارشریف کې د یو سوداګر او د هغه د ملګري د وژلو خبر ورکړې او لیکلي دي چې دې  خپلې فابریکې ته څیرمه وژل شوې دې.

په ورځپاڼه کې د هغې ایراني میرمنې په اړه هم یو مطلب خپور شوې چې په هرات کې د ماشومانو د تښتولو په تور نیول شوې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو تبصرې کړې دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د یو بس د مسافرینو د وژلو پیښه راغستې او لیکلي دي چې قساوت سرحد لري.

خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ښوونځیو د سوزولو مسله راغستې او دا يې د هیواد د ښمنانو کار بللې دې.


د  راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په حواله لیکلي دي چې د امریکا په ستراتیژۍ کې هیڅ ډول ځانګړې بدلون نه رامنځ ته کیږي.

په ورځپاڼه کې د برطانیې د بهرنیو چارو د وزیر دا وینا هم راغستل شوې چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو ماموریت ناممکنه ندې.

په ورځپاڼه کې د امریکا مالي بحران هم څیړل شوې او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د یو استاد په حواله لیکل شوي چې افغانستان به له دې بحرانه خوندي پاتې شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا هم په افغان کابینه کې راوستل شوړیو بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې د مهرو د بدلولو پر ځاې باید اوسنې بنبست پاې ته ورسولې شي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نشه يې توکو د قاچاق او په هغې کې د جګ پوړو دولتي چارواکو د رول په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د زغم مسله څیړلې او لیکلي دي چې دا کلتور باید په افغانانو کې رایج شي.

Copyright Larawbar 2007-2024