کور / تازه خبرونه / په لښكرګاه كښي دملي اردو پرسرتيرو ځان وژونكى بريد

په لښكرګاه كښي دملي اردو پرسرتيرو ځان وژونكى بريد

دغه ځان وژونكى بريد نن ديولسوبجوپرشاوخوا دلښكرګاه دكارته لګان په سيمه كى دملى اردوپرولاړ موټر ترسره سوى چى دچارواكوپه وينا په دغه بريد كى يوازى دملى پوليسويوسرتيري ستى ژوبل سو .

په هلمندولايت كى ددوه سوه پنځم اتل قل اردوددريمى پلى ليواقوماندان جنرال محى دالدين غوري وويل چى په سيمه كى ددوي ځواكونه دامنيت په موخه ولاړوه چى پري ځان وژنكى بريدترسره سونوموړى وويل چى ځان وژونكى پلى روان وه چى دملى اردودموټر سره يي ځان وجنګاوه نوموړى زياته كړه چى په دغه ځان وژونكى بريد كى دپوليسويوسرتيري ژوبل سوچارواكووويل چى په دغه بريد كى ديوى شخصى كورولااودملى اردودموټر ښيښى ماتى سوى .

دبريد پړه وسلوالوطالبانوپه خپله غاړه اخيستى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيژنى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى په دغه ځان وژونكى بريد كى دملى اردوپنځويشت تنه سرتيري ووژل سوه نوموړى وويل چى ځان وژونكى نقيب الله نوميده دهلمند دموسى كلاولسوالۍ اوسيدونكى وه .

اوديوبل خبرله مخى تيره شپه ددولسوبجوپرشاوخوا پرمركزلښكرګاه دوسلوالوطالبانوله لوري دمځكى څخه مځكى ته دوى توغندى راغورځيدلى چى دچارواكوپه وينا يوتن داحتصالاتو مخابريتى انتن چوكى داريي وژلى .

خوپه سيمه كى بيا عينى شاهدانووويل چى ښاى دغه بريد يي دلښكرګاه پر پى ار ټى ترسره كړى وى چى دپى ار ټى څخه سر اودانتن پرخونه ولګى ده .

ديادونى وړده چى دهلمندولايت چارواكى وايي چى تيره ورځ يي دعينك په سيمه كى دعملياتوپه ترځ كى وسلوالوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اوښتى چارواكى وايي چى دجګړى په ډګر كى دشپږووسلوالوطالبانوجسدونه پاته دى نوموړووويل چى په دغه جګړه كى دوه تنه يي دوسلوسره يوځاى ژوندى نيولى چارواكى وايي په دغه جګړه كى يودملى اردواويودسرحدي پوليسوسرتيري ژوبل سوه .