کور / کتاب / د ملي هينداري بشپړ متن چاپ سو

د ملي هينداري بشپړ متن چاپ سو

د ارواښاد محمدګل نوري ملي هينداره چي ډېر کلونه وړاندي په درو ټوکو کي خپره سوې وه، دا ځل درې واړه ټوکه په يوه ټوک کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په (۴۷۰) مخونو کي د زرو ټوکو په شمېر په ښکلي صحافت چاپ او خپره سوه.

ارواښاد نوري د پښتو فلکلور په باب تر بل هر افغان ليکوال زيات او د قدر وړ کار کړی دئ، د هغه د نورو زياتو کتابونو تر څنګ ملي هينداره په ملي او نړيواله سطحه شهرت لري، د دغه ارزښتمن کتاب چاپونه په هيواد او تر پولي آغاړه پاکستان کي څو څو ځله تر سره سوي، خو د تډسف خبره دا ده چي په هر چاپ کي د چاپوونکي لخوا تغيرات، اضافات او کمبودات پېښ سوي دي، حتی تر دې اندازې چي په ډېرو چاپونو کي بشپړ نکلونه ځني ليري سوي دي، چي يو ښه مثال يې د قلندر جان او ميراجان نکل دئ.

د علامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا د دغه اثر اوسنۍ چاپ سوې بڼه بشپړه او د ټولو تغيراتو، اضافاتو او کمبوداتو څخه پاکه ده، په دې هيله چي د افغاني فلکلور علاقه مندان او راتلونکي څېړونکي کار ځني واخلي د پښتو دغه ارزښتمن اثر د ارواښاد نوري د پنځه دېرشم تلين په ياد درنو مينه والو ته وړاندي کوو.