کور / سياسي / [دبهرني نظامیانوسره نه سوکولائ …دموکراسی رامنځته کړو]

[دبهرني نظامیانوسره نه سوکولائ …دموکراسی رامنځته کړو]

دامریکا دملی امنیت پخوانی مشاور وایي :
دبهرني نظامیانوسره نه سوکولائ چې په افغانستان کې دموکراسی رامنځته کړو!

دامریکا دملی امنیت  پخوانی مشاور د دویچه ولی دتلویویزونی  شبکی سره په یوی مصاحبی کې  ګوت څندنه وکړاو وی ویل چې  داووکالنوپه تیریدوسره  چې دافغانستان هیواد دلویدیز هیوادونوتر واک  لاندی دی  لویدیز هیوادونه   نه باید چې دپخوانی شوروی په شان  په دی جنګ ځپلی هیواد کې  دتیروتنوپه تکرار سره راګیر سی  .

“زبيگنيو برژينسكي” ددویچه ولی  خبری شبکی  دلاری  څخه ولویدیز هیوادونوته یې ګوت څندنه وکړاو وی ویل لویدیز زیار باسی چې په افغانستان کې ددموکراسی په رامنځته کولوکې دلوړه څخه وکښته ته دغه کړنه ترسره کړی  ،ددی کړنی څخه دی مخ نیوی وکړی تر څوپه دی جنګ ځپلی   هیواد کې دروسیی په شان دتیروتنی اود ماتی سره  مخا مخ نه سی . برژينسكي، دیوپولنډ ی ډيپلومات زوی  دی  او  د(۱۹۲۸) میلادی کال دمارچ دمیاشتی پر(۲۸) اته وشیتمه نیټه باندی په وارسا کې  زیږیدلی دی  ،(۱۹۵۰)په  لسیزه کې  په پخوانی شوروی اتحاد کې  د لویدیز پيژندونکی کارپوهانوله ډلی نه پيژندل کیدل او په (۱۹۶۰) میلادی کال کې   د”جان اف كندي”،دجمهوری ریاست په وخت کې دختیځی اروپا دهیوادونوپه  چاروکې دمشاورپه توګه یې دندی ترسره کول چې په هغه وخت کې  دامریکادجمهوری ریاست دټول ټاکنی بریالی نوماندی سو .همدارنګه د(۱۹۷۷تر ۱۹۸۱) میلادی کال څخه د”جيمي كارتر”، دامریکا دپخوانی جمهور رئیس دجمهوری ریاست په وخت کې دملی امنیت دمشاورپه توګه یې دندی ترسره کړی دی  .

 برژينسكي  اوس مهال په واشینګتن کې دنړیوالوکړنودمطالعاتو دمرکز ښوونکی دی  او دامریکا د(۲۰۰۸) کال دجمهوری ریاست دټول ټاکنی واوسنی دیموکرات  نوماندی بارک وباما ته  مشوری ورکوی  اودهغه مشاور دی .

برژينسكي دیوی پوښتنی  په ځواب کې په دی هکله وویل چې لویدیز  په افغانستان کې دائتلافی ځواکونودپاته کیدو،یادوتواویا لږوالی  . کومه کړنه ځانته وټاکی ، ده وویل : «زه  داهسی سوچ نه کوم  چې ددوي څخه هیڅوک داهسی یودقیق اوصحیح  ځواب به ورکړی ، دافغانستان څخه  وتل دوړاندی نه لیدل کیږی چې ډېره ګډوډی به رامنځته سی  ،اوهمدارنګه  دځواکونوډېریدل هم داوسنی مشکلاتواوپرابلمونو دحل لاره نه ده اوپه اوسنی وضعیت اوحالت کې پاته کیدل  هم  دقبول وړ به هم نه وی  ځکه  ډېر داهسی  څرګندیږی  چې وضعیت اوحالت  ورځ تر ورځه خرابیږی  .»

 دغه امریکایی سیاست پوه  په دی هکله یې وویل  :«لویدیز نباید چې دپخوانی شوروی اتحاد تیروتنی  تکرار کړی . شوروی اتحاد ددی  تصور پربنسټ  چې ډېر شمیر افغان مارکسیست پوهان  وکولای سی  ددوي سره مرسته وکړی اوترڅودیوی کمونستی سپوږمیکی په شان ددغه بهرنی ځواکونو دپاره  رامنځته شی ،نوافغانستان یې تر خپل ښکیلاک لاندی راوست  .

په همدی ډول  په امریکاکې دسپټامبرد(۱۱) یوولسمی نیټی دیرغلونوپه وړاندی په مبارزه کې ،داهسی ویل کیدل چې  ددغه یرغل  اصلی قومانده دافغانستان څخه دالقاعدی دټرورسټی شبکی لخواترسره سوی دی ،نوامریکا دطالبانودمنځه وړلودپاره یوازی ودری سوه (۳۰۰) تنه سربازانوته  اړتیا درلودل  ځکه چې افغانان دطالبانودواکداری څخه دخلاصون   دپاره  وبهرنی  ملاتړ ته یې  هرکلی ویل .»


برژينسكي په دی هکله زیاتوی :«موږدا اوس دتیروتنودلاډېریدودخطر سره مخا مخ یواو دپانګی اچونی په بدل کې دښه نیت په ښودلوسره دافغانستان څخه پرژروتلوزیارباسو نه داچې ددی هیواد څخه یومدرن هیواد جوړکړواوددغومقاصدودپاره دبهرنی ځواکونووشتون ته مخه کوواوفکر نه کوم  چې دغه ډول کړنه اودحل لاره دی عاقلانه وي .»

زبيگنيو برژينسكي په دی اړه یې وویل : « دشوروی ا تحاد جمهوریتونه دافغانستان  دښکیلاک نه  وروسته زیار یې ویست ترڅوافغانی ټولنه  دمنځه یوسی اوخپل  هغه جوړ کړی  پلان اوموخې هلته واکداره کړی  ،له دی کبله نه داچې هغه پراخه تاوانونه  چې شوروی  دافغانستان په ښکیلاک کې یې رامنځته کړی دی هغه ونه وینو اوراڅرګندیې نکړو چې دهغه له کبله په میلیونونوافغانان  دخپل هیواد څخه  مهاجرتری تم او  آواره سول  اوپه سل ګونه تنه نوریې  په خپل کورونوکښې ووژل سول  .           

برژينسكي وویل زما په هاند  که په افغانستان کې ډېرتره دنظامی لاری  اوپرجګړیزوکړنو  اومیتودټینګار وکړو، نو کیدلی سی  چې دافغانانوځواکمن مقاومت   ډېرسی .

دغه رونداوپروسه ددوي دمقاومت په وړاندی  دشوروی  دښکیلاک سره دمقایسی وړ نه دی  .»

همدارنګه ده وویل :«دبهرنی نظامی ځواکونوڅخه په کار اخیستنی سره نه سوکولای چې  یودموکراتیک اومدرن  دولت  په افغانستان کې جوړ کړو.دغه مسئله  قومی اومذهبی احساسات یې  په ټينګه سره  په دی هیوادکې  دبهرنی مداخلی په وړاندی راپاره ولی  اوددی له امله هم دمخالفین  مقاومت رامنځته سوی دی  .ممکن دبهرنیونظامی ځواکونوډېریدل  دلنډمهال وخت دپاره اړین وه وسی ،اما اصلی ټینګارباید پرسیاسی نامتمرکزه مرستو باندی دمختلف ډلوسره اوپه ټولیز ډول  دطالبانوسره تعبیریدلی سی ، دغسی کړنی دی رامنځته اوترسره دی سی  .»

امریکا داوسنی اردوسره نه سی کولای چې ویوبل جګړی ته  ورګډ سی !


یوی امریکایی ورځپاڼی ولیکل : امریکا ولوی اردوته اړتیا لری  اوددا اوسنی اردوسره نه سی کولای  چې  یوه بله جګړه رامنځته کړی  .


د «كريستين ساينس‌مانيتور»ورځپاڼی ولیکل  دامریکا وسلوال ځواکونه دتیرواووکالو جګړو

  درالږه ولو دپاره زیاتیږی  اما که  داهسی وی چې امریکا په یو تل پاتی بله جګړی کښې ورګډ سی  نوویولوی اردوته اړتیا لري   .

دكريستين ساينس‌مانيتورددی لیکل سوی راپور پربنسټ دداهسی یولوی اردودجوړیدو  اودرامنځته کیدو په صورت کې ممکنه ده  چې دامریکا خلک دهغه په منلوسره هم ږغ وي او وی منی اودهغه ټول لګښت پرخپله غاړه واخلي خصوصآ وروسته دعراق دپنځه کلنی منفوری جګړی څخه .

دامریکا ددفاع وزیر رابرټ ګیتس په داهسی حال کې په څرګنده اوښکاره توګه دځواکونودشمیر دډېریدو نه چې تردا اوسه مطرحه سویدی ملاتړ یې نه دی کړی مګر ویلی یې دی چې امریکا دنوروډېروجګړو دپاره  باید دښورښیانوپه وړاندی په مبارزه کې دجګړی کولوپه خاطر اماده اوجوړسی  او دده دغه وینا ددی ښکاروندی دی چې دی غواړي یولوی اردواوسترځواک ولري .         

دامریکا داردوپه حواله یوشمیر څیړونکی  ودی اړتیا ته ډاډمن دی چې دامریکا ددفاع په وزارت پوری تړلی ،ددندی دترسره کولوپه حال کې دم ګړی (۵۴۰) پنځه سوه څلویښت  زره تنه سربازان خپل نظامی دندی ترسره کوی اواټکل کیدی سی چې تر (۲۰۱۱) میلادی کال پوری دغه شمیر و(۵۷۴۰۰۰) تنوته ورسیږی   اوهمدارنګه دامریکایی سمندری ټوپک لرونکو سربازانوشمیر په دوکالنو کښې و(۲۰۲)زره تنوته ورسیږی او اوس مهال دامریکایی ټولوځواکونوشمیر چې په هغه کې ریزرف اوذخیره ځواکونوهم ګډون لري سره دګارد دځواکونواوددندی په حال کې ځواکونو ټوله  شمیر (۲/۲) میلیونه تنه دي .

«جان نگل»، چې دښورښونوپه وړاندی کارپوه او داردو یومتقاعد اوپرکورناست افسر دی ،ده وویل چې په راتلونکی کالنوکې ددفاع دوزارت دځواکونوشمیر دی باید  و(۷۵۰۰۰۰)  اوه سوه پنځوس زره تنوته ورسیږی اودا په داهسی حال کې دی چې دامریکا سمندری توپک لرونکوځواکونو هم غوښتی دی  او وړاندیز یې کړی  چې   ددوي ځواکونه دی هم زیات سی  .

اوپه عین حال کې په افغانستان کې دامریکا دځواکونوعمومی قوماندان هم په همدی ډول ودی هیوادته  دنوروځواکونو درالیږلووړاندیز اوغوښتنه یې کړی ده . اما   واشینګتن ترهغه وخت پوری چې ددوي ځواکونه  دعراق څخه نه وی وتلی  وافغانستان ته دنوروځواکونواو سربازانو دلیږدلو اودزیاتولو  وس  اوتوان  نه لري  .  /




پورتنی  مطالب دانټرنیټ دفارسی سرچینودلاندی ادرسونوڅخه اخیستل سویدئ : 

–  دفارس نیوزڅخه
–  دجام جم څخه