کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : چارواکو اداري غونډه او د شهیدانو فاتحه يو ځای …

میدان وردګ : چارواکو اداري غونډه او د شهیدانو فاتحه يو ځای …

دمیدان وردګ ولایت چارواکو د لومړی ځل لپاره خپله اداري غونډه د ټولو ریسانو په ګډون ددې ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې وکړه او دشهیدانو فاتحه یې واخیسته .

دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت ټولو اړونده ادارو ریسانو او امنیتی ادارو منسوبینو  دمیدان غزني پرلویه  لار پرتو پوستو ،سړو خونو،چک سرک، اونخې سرک دجوړیدلوکار څخه  یې له نزدې څخه لیدنه وکړه  دچارو مسولینو ته یې د لویو لارو د ډاډمن امنیت دساتلو او په چارو کې د لازیاتو پرمختګونو په اړه لازمې سپارښتنې وکړي او همدارنګه د قوماندان تورګل او مدیر معراج الدین چې څه موده وړاندې د هېواد دښمنانو له لورې په شهادت رسیدلې وو ددوۍ پلرنیو کلیو سیداباد او بادامو ته د ولایت ټول چارواکي ورغلل او د دوۍ فاتحه یې واخیسته او شهیدانو کورنیو سره ښاغلی محمد حلیم فدایی د نغدو پیسو مرسته وکړه او د لوی خدای ج څخه یې دوۍ ته دمغفرت غوښتنه وکړه

دیادونې وړ ده ښاغلى فدايي د سیداباد ولسوالۍ د ټول ټاکنود نوم لیکنې بهیرڅخه چې تراوسه ۲۵۰۰ کسانو  کارتونه ترلاسه كړې دي له نژدې څخه  لیدنه وکړه  او هغوۍ ته يې لازمې لارښونې وكړئ.