په کندز کی دوه جرمن پوځیان ووژل سول
رویټر او بی بی سی خبر ورکوي چی یو طالب جنګیالي ځان د کندز د چاردرې په ولسوالی کی د جرمن پوځیانو د کاروان سره وواهه او دوه جرمن پوځیان یې ووژل . پدې پېښه کی پنځه ماشومان هم وژل سوي دي . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چی موږ ۱۲ جرمن پوځیان ووژل او د حمله کونکي نوم یې اسلام الدین او د همدې چار درې اوسېدونکی وباله . جرمنی په افغانستان کی ۳۳۰۰ پوځیان لری او دېرش کسه تلفات یې زغملی دي . طالبانو پرون په کابل کی هم د یوې انجو برتانوۍ کارمنده پدې تور وژلې وه چی هغې د عیسویت تبلیغ کاوه . ویل کیږی چی طالبانو اوس د افغانستان لویدیځ ، شمال او پخپله کابل ته نفوذ کړی دی .