کور / تازه خبرونه / جنرال : په افغانستان کی مو سیاسی اراده متزلزله ده

جنرال : په افغانستان کی مو سیاسی اراده متزلزله ده

رویټر خبر ورکوي چی د ناټو امریکایی قوماندان جنرال کراډک په دوشنبه وویل چی د ناټو هېوادونه د افغانستان لپاره په خپل سیاسی تعهد کی متزلزله سوي دي . ده وویل چی د طالبانو پر ضد زموږ عملیات سست او بې ربطه سوي دي . ده وویل چی زه بیرېږم مبادا دغه عملیات بې مایې ( مفلس ) نه سی . ده زیاته کړه چی د سیاسی مقصد همدا زړه نازړه توب او تزلزل دی چی د عملیاتو د پرمختګ مخه نیسی او دا کار په ۲۱مه پیړۍ کی د همدې اتحاد ( ناټو ) تړاو تر سوال لاندی راولی . جنرال کراډک د برتانوی قوماندان مارک کارلټن سمیت د هغه نظر ملاتړ وکړ چی څه موده وړاندی یې ویلی وو چی موږ د طالبانو څخه دا جنګ په زوره نه سو ګټلای او باید خبری اتری را مخته کړو . څیړونکي وایی چی ناټو همدا اوس اوس ۱۲۰۰۰ پوځیانو ته عاجله اړتیا لری خو دا چی غړي یې نه ورکوی نو اوس یو یو قوماندن واقعیت منی او خبرو اترو ته ترجیح ورکوی .