کور / شعر / غــــــــزل

غــــــــزل

 


امام وله قيام راغورځيدلی په جومات کې


سجدې په وينوسرې وې بم چاودلی په جومات کې


مات غشی دپولادو،دقاري په حنجره کې


قرآن وپاڼې پاڼې سوځيدلی په جومات کې


تختې دمکتبونو وې تختې دتابوتونو


اذان دمؤذن وژړيدلی په جومات کې


سېلۍ وه دسرې اوسپنې ناڅاپه را الوتې


ګل ګل ددعا لاس ؤ رېژيدلی په جومات کې


او پلاريې مات رحيل لکه خپل زوی غېږکې نيولی


لښتی داوښکو وينو بهيدلی په جومات کې


الف ديوې پرې ژبې پر سر په وينو سورؤ


د ميم توری په زړه ؤ لګيدلی په جومات کې


زوال يې خدايه کبر کړې په روی دملايېکو


شيطان له خرمستۍ ؤ ګډيدلی په جومات کې