کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د بروکینګز د تحقیقاتي مرکز دا سپارښتنه راغستې چې امریکا او اروپا دې په افغانستان کې خپله ستراتیژي بدله کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي لخوا ورپیژندل شویو وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور راې په پروسې تبصره کړې او لیکلي دي چې  دې جرګې په کابینه کې راوستل شوې بدلون تایید کړ.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې د سولې او پخلاینې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې خو لیکلي دي چې ددې بهیر په وړاندې هم له تعصب نه کار اخستل کیږي.


د هیواد دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې بنسټ پال او ترهګر د ځان وژونکو حملو لپاره تنکي ځوانان کاروي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د زندانونو او بندیانو ستونزې څیړلي او هغو ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ورخپاڼې پدې مسلې هم ټینګار کړې دې چې په هیواد کې د سولې د بهیر پیاوړتیا د افغانانو په ګټه ده.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په هرات کې شتو امنیتي ستونزو ته په اشارې د ځینو کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې په هرات کې ایراني اجنټان فعاله دي او تل د ایران په غوښتنه حالت خرابوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا دې ټکې ته اشاره کړې چې ایران لویدیځ ته له طالبانو سره د خبرو په اړه خبردارې ورکړې.

په ورځپاڼه کې د عامه افغانانو د وژلو په اړه هم تبصره شوې او پوښتنه شوې چې دا لړۍ به تر کومه روانه وي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي دي چې له دولت سره د خبرو او القاعدې سره د اړیکو د غوڅولو لپاره طالبانو خپل شرطونه اعلان کړل.

ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل او د هغوې پر ځاې د اسلامي هیوادونو د ځواکونو ځاې پر ځاې کیدل او د اساسي قانون بدلون د طالبانو اساسي شرطونه دي.

په ورخپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې په بادغیس ولایت له مخالفینو سره د خبرو لپاره جرګه جوړه شوې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د متحدې ملي شورا دا غوښتنه راغستې چې سیاسي ګوندونه باید د انتخاباتو په کمیسون کې برخه ولري.
 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم د کابینې دریو وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور راې د ورکولو په بهیر تبصره کړې او لیکلي دي چې ضرار احمد مقبل پدې پروسه کې ګډون و نکړ.

ورخپاڼې د اسداله سروروي د محاکمې په اړه هم په یو مطلب کې لیکلي دي چې دا محاکمه د خبریالانو او د قربانیو د کورنیو د انتظار برخلاف ترسره شوه.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې طالبان د ښوونځیو په سوزولو سره د خپلو پاکستاني بادارانو غوښتنې پر ځاې کوي.


د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د کابینې وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور په راې تبصره کړې او لیکلي دي چې د ستونزو سره سره ولس په مثبت لور روان دې.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د میدان وردګو د نرخ او جلریز ولسوالیو خلکو د دولتي ځواکونو تود هرکلې وکړ.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د سړي تښتونې او وژنې څو پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې هیڅ څوک په امان کې ندې.

دې ورځپاڼې هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره د ایران د مخالفت مسله راغستې او لیکلي دي چې ایران له طالبانو سره د خبرو په اړه خبردارې ورکړې.

دې ورخپاڼې هم د کابینې وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور په راې تبصره کړې او هغه يې د انتظار خلاف کار بللې دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د کابینې وزیرانو ته د باور د راې د ورکولو بهیر څیړلې خو لیکلي دي چې ولسي جرګې باید د خلکو غوښتنه منعکس کړې واې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد د لویو لارو د امنیت مسله راغستې او پدې ترڅ کې يې د حاکمیت شتون تر پوښتنې لاندې راوستلې دې.