جاسوس
ملا تاج محمد ته وخت معلوم و خو بيا يې هم د خپل عادت له مخې په ښي لاس تړلي ساعت ته وکاته. د وخت او نېټې په معلومولو کې هغه د هيڅ مشکل سره مخ نه شو، ځکه چې په ښي لاس باندې ساعت هغه د تېرو دولسو کالو راهيسې تړلو او اوس ورسره بېخي عادت شوى و. وخت د ماځيگر څلور بجې، او نېټه د دوه زره اوم کال د جنورۍ اولسمه. ورسره يې په غېر ارادي توگه د ساعت شاوخوا ته په لاس باندې سُور رنگه ويښتو ته هم پام شو چې د سپينېدو په لور يې سفر پېل کړى و. د ويښتو دې رنگ ورته د بوډا کېدو احساس ورکړ. خو چې څنگ ته پروت ټوپک ته يې وکاته نو ځان ورته بېرته ځلمى ښکاره شو. د ځان سره يې وويل “که د مټو ويښته مې سپين شول نو څه، د ټوپک په چلولو کې خو مې مټې هماغسې مضبوطې دي لکه چې شل دېرش کاله پخوا وې.” او په حلالولو کې؟ دې سره زندي گل د هغه د سترگو مخې ته شو. ذهن ته د زندي گل د راتلو سره ورباندې د بوډا کېدو احساس بيا زورور شو. کوم لاسونه چې د ټوپک په چلولو کله نه وو رپېدلي هغه د زندي گل د حلالولو په وخت داسې رپېدل لکه گوزڼ چې وهلي وي. يو ځل يې بيا ساعت وکوت. څو دقيقې د پاسه درې ساعته شوي وو چې د زندي گل په مرۍ يې چاړه راښکلې وه. دومره زر نو څنگه هېرېدى شو؟ د خپلو مزغو په اړه لږ اندېښمن شو. پخوا خو يې شل شل او دېرش دېرش کسان په يو ځاى وژلي وو او په نيم ساعت کې يې بيا هېر کړي هم وو، خو زندي گل د هرې دقيقې په تېرېدو سره د هغه په سوچ او فکر پنجې ښخولې.
“مړى به يې چا اوچت کړى وي که نه؟” د ځان نه يې پوښتنه وکړه. خو بيا فکر ورغى چې يو کار لا پاتې دى. مخکې د دې نه چې خلک د زندي گل مړى اوچت کړي، بايد خلکو ته معلومه شي چې هغه څوک و. زر يې څنگ ته د پرتو څلورو موبايلونو نه هغه يو راواخيستو چې ځانگړى ډول سيم کارت پکې لگېدلى و او د سيارې د نگرانۍ مخنيوى يې کولاى شو. په دې موبايل يې يو لمبر وواهه او چې زنگ لاړ نو غوږ ته يې ونيو. په درېم زنگ هغې خوا نه د “هيلو” غږ راغى.
“السلام، محمود ايوبي خبرې کوم… د مجاهدينو وياند يم، يو خبر مې درته ويلو” ملا تاج محمد خپل ځان هم معرفي کړ او د تليفون هدف يې هم وښوده.
“يو مېنټ حاجي صېب يو مېنټ” د تليفون بلې غاړې ته تن لږه شېبه غلى شو او بيا يې وويل “ښه حاجي صېب اوس وايه.”
“څو ورځې وړاندې مجاهدينو د صليبيانو يو جاسوس نيولى و. زندي گل نوم يې دى. نن مو هغه حلال کړ چې نور جاسوسان ترې عبرت واخلي.”
د تليفون بلې خوا ته تن داسې ښکارېده چې دا خبرې ليکي. چې هر څه يې وليکل نو بيا يې وويل: “حاجي صېب ښه شوه چې تليفون دې وکړ. ما د اخبار لپاره ستاسو د تحريک په باره کې يو څه خاص شيان ليکل. که د خپل ځان په باره کې راته لږ څه معلومات راکړئ نو پکې وبه يې ليکم.”
ملا تاج محمد خوشحاله شو چې په ښه موقعه يې تليفون کړى دى؛ نو د ځان په باره کې يې معلومات ورکول شروع کړل: “زما نوم محمود ايوبي دى. دا مې اصلي نوم ندى خو ته ښه پوهېږې چې مونږ د يو لوي قوت سره جنگېږو او نومونه بدلوو رابدلوو. دا نوم مې په دې غوره کړى چې د محمود غزنوي او صلاح الدين ايوبي تاريخ راژوندى شي. ما په افغانستان کې د روسانو خلاف جهاد کې فعاله برخه اخيستې ده. بيا مې ډېرې مدرسې جوړې کړې دي او ټول عمر مې د اسلامي شريعت د نفاذ لپاره کار کړى دى. په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت راغى نو هم زه پکې وم. اوس د صليبيانو په خلاف جنگېږم او د مرگ تر وخته پورې مې همدا لاره ده. ما په خپل ټول عمر کې په لسگونو د اسلام دښمنان دوزخ ته رسولي دي. او اوس هم ډېر مجاهدين او فدايان لرم. او تا ته مې مخکې هم ويلي او اوس يې بيا وايم چې په اخبار کې دا ځانمرگى او انتحاري ټکى مه ليکه فدايي يا استشهادي ليکه” دې وروستۍ خبرې سره يې خپله لهجه هم لږه سخته کړه لکه دړکه چې ورکوي.
د ټليفون بلې خوا ته تن دا ټولې خبرې وليکلې، مننه يې وکړه او دواړو يو بل ته په مخه ښه وويل. ملا تاج محمد چې خبرې ختمې کړې نو موبايل تليفون يې بند کړ، خو سمدستي يې ورسره په کوټه کې گېرچاپېر هم وکاته. داسې ورته محسوس شوه لکه چېغه چې يې اورېدلې وي. د زندي گل چيغه! شېبه وروسته پوه شو چې چيغه نه بلکې د موبايل د بندېدو اواز يې اورېدلى دى. ځان ورته ډېر عجيبه ښکاره شو. دا دومره وارخطايي ولې؟ هغه د زندي گل په باره کې سوچ شروع کړو. ټول منظرونه يې بيا يو په يو سترگو ته شول.
زندي گل په يوه حکومتي اداره کې کار کاوه او خپلو ملگرو ته به يې تل د جنگ جگړو خلاف خبرې کولې. د هغه پلار او نيکه يوه اوږده دښمني لرله چې دواړو خواوو ته پکې ډېر خلک مړه شوي وو. هغه په يو داسې کټ کې زېږېدلى و چې دواړو سرونو ته يې ټوپکې پرتې وې. هغه ته خپل پلار د جنگ سبق ورکړى و او په دې هيله يې لويي کړى و چې د خپلو دښمنانو د سرونو لپاره به تُوره جوړېږي. خو هغه چې کله ځلمى شو نو د دښمنۍ او جنگ جگړو نه يې سروپ انکار وکړ. هغه په يوه او بله بهانه د دښمنۍ د لانجو نه ځان بهر وساته او تر يو څه حده زده کړې يې وکړې. او د پلار د وژل کېدو نه وروسته يې داسې وگڼله چې دښمني ختمه شوه. خو دښمنانو يې داسې نه وه گڼلې. هغوى په دې عقيده وو چې دښمني نه ختمېږي او غوښتل يې چې زندي گل په کومه اسانه لاره له مخې ليرې کړي. او په اوسنيو حالاتو کې ورته اسانه لاره دا ښکاره شوه چې د جاسوسانو په تول کې يې وولي. بس د ملا تاج محمد سره يې تماس ونيو او يوه اندازه پېسې يې ورکړې. ملا تاج محمد د ځان سره وويل چې دا خو د هم خرما او هم ثواب والا خبره ده: “هم پېسې لاس ته راغلې او هم به يو حکومتي کارکوونکى ختم شي.”
څو ورځې وروسته يې زندي گل ونيولو او بندي يې کړ. ملا تاج محمد چې د لومړي ځل لپاره هغه ته ورغى نو زندي گل چيغې کړې او په خداى او په ټولو پېغمبرانو او اسماني کتابونو يې ورته قسمونه وخوړل چې جاسوس نه دى. هغه ورته د خپلې مور او بچو د بدحالۍ قسمونه هم وخوړل او وې ويل چې هيڅکله يې کوم امريکايي سره نه خبرې کړې دي او نه يې ليدلى دى. خو ملا تاج محمد ورته وويل چې د حکومت لپاره جاسوسي کول هم داسې دي لکه د امريکايانو لپاره ځکه چې دا حکومت هم د امريکايانو په خوښه جوړ شوى دى. زندي گل ورته بيا قسمونه وخوړل چې د حکومت لپاره يې هم هيڅ جاسوسي نه ده کړې صرف او صرف خپلو بچو له يې ډوډۍ گټلې او د خلکو لپاره يې خېريه کارونه کړي دي. ملا تاج محمد خپلو ملگرو ته مخ واړاوه او ورته وې ويل “په خپل جرم يې اعتراف وکړ ښه! دوى د عيسويت خورولو ته خېريه کارونه وايي.” او لاړو.
او نن يې په مرۍ ورته چاړه راښکله!
ملا تاج محمد سترگې پټې کړې، خو هغه منظر يې د سترگو نه پټ نه شو، بلکې نور هم روښانه شو. د زندي گل چيغې، فرياد، زبېرگي، او بيا د ځان د بچ کولو لپاره پښې او لاسونه وهل. د دې هر څه فلم هم جوړېده. کله چې يې ورله د قربانۍ د څاروي په څېر پښې او لاسونه وتړل او پړمخې يې راگزار کړ نو دومره زور يې شروع کړ چې پنځو کسانو نه شو ټينگولاى. ملا تاج محمد تېره کړې چاړه راوويسته، کليمه يې پرې تېره کړه او د الله اکبر د نارې سره يې د زندي گل په ورمېږ کلکه راښکله. موجودو ټولو کسانو چې مخونه يې کلک تړلي وو او ټوپکې يې اوږو ته زنگېدلې د کېمرې په لور لاسونه جيگ کړل او د الله اکبر الله اکبر او الجهاد الجهاد غږ يې پورته کړ. يواځې د کېمرې والا دې ته پام و چې د ملا تاج محمد لاسونه رپېږي. هغه چې د زندي گل د ورمېږ په غوڅولو بريالى نه شو نو بيا يې چاړه مرۍ ته ورتاو کړه او د وينو دارې شوې. لږه شېبه وروسته د زندي گل د پښو او لاسونو نه ساه ووتله خو د ملا تاج محمد لاسونه لا هم رپېدل. هغه چاړه هماغلته گوزار کړه او د خپل باوري ملگري عبدالصبور سره کور ته راستون شو. او اوس په کوټه کې يواځې ناست و. يو ځل بيا يې داسې محسوس کړه لکه لاسونه چې يې رپېږي. بيا يې تندى تود تود شو. په تندي چې يې لاسونه کېښودل نو خوَلې پرې راروانې وې. ژمى او دا خوَلې؟ فکر يې وکړ چې د زندي گل د سوچ نه په څه طريقه پام بدل کړي. فلم؟ بالکل، يواځينۍ لاره د فلم کتل دي. عبدالصبور ته يې اواز وکړ او ورته وې ويل “ځه کنه ياره څه سي ډي مي ډي ولگوه چې پام مو بدل شي”.
عبدالصبور د اته ويشتو يا نهه ويشتو کالو ځلمى و. ملا تاج محمد د تېر څه د پاسه يو کال نه پېژندلاى و خو د هغه ذهانت، خودداري او جهاد سره شوق هغه څه وو چې د ملا تاج محمد په زړه کې ورسره مينه پېدا شوه او خپل رازونه يې ورسره شريکول شروع کړل. يو راز پکې د فلم کتلو هم و. کله چې به څه خاص کار نه و نو دواړو به په شريکه فلمونه کتل. عبدالصبور د فلمونو شوقي نه و، بلکې ځينې ځينې وخت کې به يې د فلم نه سترگې پټې کړې خو د دې لپاره به ناست و چې د ملا تاج محمد سره نزدې وي. هغه څو څو ځل په زړه کې اراده کړې وه چې ملا تاج محمد نه به د فلمونو کتلو د دې شوق په باره کې پوښتنه کوي خو بيا به يې اراده بدله کړه چې هسې نه د ملا تاج محمد زړه ترې بد شي او اړيکې يې خرابې شي. نن هم هغه دروازه بنده کړه او يوه نوې سي ډي يې ولگوله. او د ملا تاج محمد د پښو طرف ته لاس تر زنې کېناست.
په سي ډي کې فلم نه بلکې ټولې سندرې وې چې د مختلفو پښتو ډرامو نه راغونډې کړاى شوې وې. عبدالصبور د ريموټ په واسطه اولنۍ سندره ولگوله او سترگې يې پټې کړې. سندرې سره ډانس کوونکې انجلۍ نوې او زړه راښکونکې وه خو د ملا تاج محمد په سترگو داسې لگېده لکه د لاسو او پښو نه تړلى زندي گل چې ټوپونه وهي. د سندرې اواز د هغه په غوږونو د زندي گل چيغې لگېدې. يوه دقيقه به لا نه وه تېره چې لاسونه يې بيا په رپېدو شول. په رپېدونکو لاسونو يې د عبدالصبور نه ريموټ راواخيست او سي ډي يې بنده کړه. عبدالصبور همدا ښه موقعه وگڼله، د ملا تاج محمد په لور يې مخ کړ او غلي غلي يې وويل:
“امير صېب! د ډېر وخت نه مې په مزغو کې يو سوال تاوېږي راتاوېږي که اجازه وي چې وې کړم.”
که بل وخت وى نو هغه به ورته ويلي وو چې پوښتنو او سوالونو کولو سره د سړي عقيده خرابېږي. د هغه په نظر کې يو ښه مسلمان او ښه مجاهد هغه و چې څه ورته امير وايي نو هغه په پټو سترگو مني او سوالونه نه کوي. خو دا وخت ملا تاج محمد د زندي گل نه په څه خبره پام بدلول غوښتل نو عبدالصبور ته موسکى شو او اجازه يې ورکړه چې پوښتنه وکړي.
“امير صېب! دا فلمونه او سندرې خو په اسلام کې حرام دي. ما د طالبانو په حکومت کې کار کړى دى. مونږ هلته په ډېرو خلکو باندې په دې وجه زندانونه تېر کړي او وهل مو ورکړي چې يا به يې د راډيو سندرې اورېدې، يا به عکسونه ورسره وو، او يا به يې د سر ويښته غېر اسلامي وو. اوس چې مونږ دلته په خپله دا فحش فلمونه او ډانسونه گورو نو ما ته ځان گمراه ښکاري…”
ملا تاج محمد د زندي گل د حلالولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په ډق ډق وخندل او عبدالصبور ته يې وويل “ما ته خو ته ډېر هوښيار سړى معلومېدې. گوره، هغه چې تاسو د سندرو په اورېدلو وهل او په زندانونو کې مو بندول، هغه څوک وو؟ هغه عام خلک وو. او مونږ څوک يو؟ مونږ خو عام خلک نه يو. مونږ خو د الله په لار کې سرونه قربانوو. د سر ورکولو نه لويه قرباني په دنيا نشته. نو دا واړه واړه گناهونه زمونږ لپاره څه مانا نلري. پوئي شوې که نه!”
عبدالصبور دواړه لاسونه په خپل ټوپک ايښي وو او سترگې يې وازې نيولې وې. ملا تاج محمد لږه شېبه د هغه سترگو ته کاته چې گوندې د “هو” يا “نه” ځواب به ورکړي خو داسې ورته معلومه شوه چې نه دى پوئي شوى. نو بل دليل يې ورته وړاندې کړ:
“گوره، په دې باره کې ډېر دليلونه شته. خو زه به په ډېر تفصيل کې نه ځم. يو لنډ مثال به درکړم. مونږ چې په افغانستان کې د روسانو خلاف جهاد کاوه هغه وخت ته چېرته وې؟”
“زه په مدرسه کې وم، سبق مې ويلو” عبدالصبور ځواب ورکړ.
“خو ما جهاد کاوه. لس کاله مې د روسانو خلاف په سنگر کې تېر کړي دي. مونږ به سندرې هم اورېدې او ډېر مجاهدين داسې وو چې لمونځ يې هم نه کاوه. بلکې لمونځ يې زده هم نه و. خو هغه د تبليغ وخت نه و د جهاد وخت و. هلته سر قربانول وو. هلته مونږ دې ته هم نه کاته چې وسلې او پېسې او خوراکونه د کوم ځاى نه راځي. ټول د امريکا نه راتلل. امريکنۍ ښځې به سنگرونو ته راتللې او راسره اوسېدلې به. هلته به مونږ هر څه کول. هلته مونږ ته خلکو د امريکا جاسوسان او ايجنټان او غلامان ويل. بالکل، مونږ دا هر څه کول، خو زمونږ مقصد جهاد و او د امريکا چې هر مقصد و، و به، د هغې سره زمونږ څه کار نه و. د دې هر څه اجازه علماو ورکړې وه. اوس پوئي شوې که نه؟”
د عبدالصبور سترگې هماغسې وازې وې. د هغه په مزغو کې د سوچونو يو توپان جوړ شو. هغه ټول عمر دا سبق ياد کړى و چې گناه که غټه وي او که وړه خو گناه ده او ځان ترې ساتل پکار دي. هغه چې په کومه گناه په زرگونو خلک وهلي او بنديان کړي وو د هغې نه څو کرته غټې گناه له دې سړي د جواز دليلونه کاته. هغه څلور نيم ساعته مخکې يو داسې ځوان په حلالېدو ليدلى و چې تر اخري سلگۍ پورې يې د جاسوسۍ د تور نه انکار کاوه او په هر مقدس کتاب قسم خوړلو ته تيار و. هغه بيا هم حلال شو. دا سړى چې په خپله اعتراف کوي چې لس کاله د امريکايانو غلام او جاسوس و اوس هم ژوندى گرځي. د تضاداتو دې توپان د عبدالصبور په سر کې يو درز وکړ او په ټول وجود کې يې د اور لمبې بلې شوې. او بيا يو دم په حرکت کې راغى. مخکې د دې نه چې شونډې يې د “هو” يا “نه” ځواب ته ورشي، گوتې يې د ټوپک ماشې ته ورغلې او د سترگو په رپ کې يې د ټوپک ټولې گولۍ د ملا تاج محمد سينې ته ښکته کړې.
د ډزو په اورېدو د ملا تاج محمد د کور گېر چاپېر په پهره ولاړ کسان اول وارخطا شول چې گنې چا حمله کړې ده. خو چې د ډزو طرف معلوم شو نو ټولو د خپلو خپلو ټوپکو په ماشو گوتې کېښودې او د هغې کوټې په لور يې منډه کړه چې ملا تاج محمد او عبدالصبور پکې ناست وو. لا دروازې ته نه وو رسېدلي چې عبدالصبور د کوټې نه راووت او ټوپک يې د راروانو کسانو په طرف ونيو. زړه کې يې په چا باندې د ډز کولو اراده نلرله خو کوښښ يې کاوه چې په دې طريقه ځان وباسي. مخامخ کسان چې په وضعه پوه شول نو ټولو پرې په يو ځاى ټوپکې راخلاصې کړې او عبدالصبور د دروازې په مخ کې راپرېوت. وسله وال کسان د هغه د وژلو نه وروسته کوټې ته ننوتل او د ملا تاج محمد په مړي راټول شول. دې پورې د ملا تاج محمد د کور خلک او خپل خپلوان هم رارسېدلي وو. ټولو د يو بل نه تپوسونه کول چې څه چل شوى دى. لږ ساعت وروسته د ملا تاج محمد يو ورور يوه پښه د مړ عبدالصبور په سينه ايښې وه او چا ته يې په موبايل ويل “صليبيانو زمونږ په ليکه کې يو جاسوس راننويستلى و. مولوي صېب يې شهيد کړ. احتياط کوئ ستاسو په صفونو کې به هم داسې جاسوسان ننوتي وي.”