غزل
رانه هیره نه یی اوس مــــی هم یادیږي
دم په دم ګوره ستـــــــــرګو ته ودريږي
ليوني شومه ستامينه کښي قـــــــسم چي
اوس زړګي مي تانه غير کله صبريږي
ما خوستالپاره خوږ ژونــــدون تباه کړو
ستا لیدو پسی می زړه دومــره دردیږی
خیردی راشه چی له مانــــــه مرور یی
ګوره ژوند کله له تانه غيرتـــــــيريږي
ما خوستالپاره ځــــان په دارزوړند کړو
لږلږزړه مي نورپه تابانـــــدي پوهيږي
دادستان دي دومـــــــــره اوږد دي قديره
دادميني داستانونه نه ختــــــــــــــميږي
غزل
نن مي سترګي ځکه ژاړي يار مي نشته
بي له ياره مي ژوندون ډيرراته ګران دي
لکه ګل ريـــــــــــژیږم ياره ده ډيره غمه
هريوغم راته په سرلــــــــــــکه اسمان دي
ماته چاويل چي مـــــــــــــين شه ليوني يم
بي له ياره مـــــي اوس زړه ډيرناتوان دي
ځان به خــــــتم کړم خو يارپرښودي نشم
خو پدي غمـــګين يم هروختي هجران دي
اي رقيبه بـــس دي څومره مي کړي تيري
ستا په ماباندي پيرزو هروخت طوفان دي
زه غمــــجن قدير په زړه باندي سوري يم
يوغــــــــــزل يومي داغم يو مي جانان دي