کور / تازه خبرونه / طالبان: نور به د ورځي هم د مبايل خدمات بند وي

طالبان: نور به د ورځي هم د مبايل خدمات بند وي


په غزني د دغه ولايت طالب جنګياليو د مبايل تليفون ټولو شبكو ته خبر وركړى چي سر له نن څخه دي د ورځي له خوا هم مخابراتي خدمات ودروي.
طالب جنګياليو د تېر دوبي په سر كي مخابراتي كمپنيو ته يوازي د ماځيګر له پنځو څخه بيا د سهار تر اوو بجو د خپلو انتنونو د بندولو امر كړى و، چي له امله يې په صحراوو كي مېشت عام وګړي له زياتو مشكلاتو سره مخ دي.
طالبانو د پورتني امر د صادرلو لامل د دوى د مخ پر ډېرېدونكو تلفاتو مخنيوى په ګوته كړ، چي وايي بهرني او افغان ځواكونه د عملياتو پر مهال له مبايل تليفونو څخه استفاده كوي.
د طالبانووياند ذبيح الله مجاهد نن رويټرز آژانس ته وويل چي د غزني په ولايت كي د دوى د سرتېرو ژوند په خطر كي دئ او د ورځي له خوا دي هم د تليفون انتنونه بند كړي.
 مجاهد وويل چي تليفونوي كمپنيو ته يې امر كړى چي د لسو ورځو دپاره دي خپل ټول خدمات ودروي او ښايي دغه موده نوره هم تمديد سي.
په افغانستان كي د مبايل پنځه كمپنۍ عملاً په مخابراتي خدماتو لګيا دي چي درې يې بهرنۍ دئ او له ۲۰۰۱ كال راهيسي په ميليونونو افغانان د دغو شبكو له مخابراتي خدماتو څخه برخمن دي.
د افغانانو په اند كه چيري طالبان پر خپل پورتني دريځ ټينګار وكړي او د مبايل خدمات ودروي د دولت او بهرنيانو به نسبت به يې ډېر زيان عام ولس ته ورسېږي، د دوى په اند بهرنيان او دولتي ځواكونه د سټلايټ او مخابرو له لارو هم خپل عمليات ترسره كولاى سي، خو عام افغانان به يو ځل بيا د نويمو كلونو په څېر بهر ته د يوه تليفون په خاطر پاكستان ته سفر كوي.