کور / تازه خبرونه / ملاعبدالسلام ضعیف وايي د خور وژنه یې یو تصادفي کار وو.

ملاعبدالسلام ضعیف وايي د خور وژنه یې یو تصادفي کار وو.

ملا عبدالسلام ضعیف نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د هغه د خور وژنه یو تصادفي کار وو کوم پلان شوی او عمدي نه وو، په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وویل چې دی هغه خپاره شوي رپورټونه ردوي چې ګواکې د هغه خور تېره ورځ د غزني په ولایت کې وسلوالو طالبانو له موټره ښکته کړی او هغه یې بیا وژلې ده.
ملا عبدالسلام ضعیف وویل چې د هغه خور او د کورنۍ ځېنې غړي یې تېره ورځ له کابل نه کندهار ته په لار وو چې د عسکر کوټ په سېمه کې یې د سپرلۍ موټر وسلوالو ودراوه د هغه ځوی او وراره یې له موټره ښکته کړل، ولې خور یې لا په موټر کې وه موټر له وسلوالو وتښتېد او وسلوالو پر موټر ډزی وکړې چې له امله یې خور ووژل شوه، ملا عبدالسلام ضعیف زیاته کړه چې دی په دقیقه توګه نه پوهېږي چې دا کار چا کړی، ضعیف وویل چې دی له هېڅ لوري او له هېڅ چا سره کومه شخړه نه لري.
ملا عبدالسلام ضعیف ددی پېښې په اړه وویل چې له وړاندی نه وه پلان شوې، خو د سپرلۍ موټر چې د لویې لاری بس وو سوځول شوی دی.
ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې سفیر وو، هغه د طالبانو د نظام له ړنګېدو سره سم پاکستاني استخباراتو ونېاوه او امریکايي ځواکونو ته یې وسپاره چې تر ډېره موده په باګرام او ګوانټنامو کې زنداني وو هغه وړم کال له ګوانټنامو زندان نه ازاد کړل شو.