کور / تازه خبرونه / د برتانيا نوی دفاع وزير ناڅاپه هلمند ته راغئ

د برتانيا نوی دفاع وزير ناڅاپه هلمند ته راغئ

نن دهلمند ولايت مركز لښكرګاه ته دبرتانياهيواد ددفانيوى وزير جان هاټن په يوناڅاپى سفرراغى اودهلمنددوالى محمدګلاب منګل سره يي دده دكارپه دفتركى وليدل چى  نوموړويوبل دپنځلسودقيقولپاره تنحا كښينستل .

دليدوكتوراوروسته دوالى دكارپه دفتركى يومطبعاتى كانفراس جوړكړ ل سوپه دغه كانفرانس كى لومړى دهلمندوالى خبريالانوته خبري وكړى .

نوموړى وويل چى زه دبرتانيا دهيوادهغو سرتيروڅخه خوښ يم چى په هلمندولايت كى دتروريزم پر ضدجنګيږى نوموړى وويل چى دبرتانيا نوي وزير ژمنه وكړه چى دوى به هغه وادى سرته رسوى كوم چى ددوى هيواد دافغانستان دهيواد خصوصآهلمندسره كړى.

وروسته دبرتانيي دهيوادددفاع وزير جان هاټن خبريالانوته وويل .

زه راغلى يم چى دهلمندوالى ته ډاډوركړم چى موږستاسى سره دتروريزم مخدره موادوفسادوروكولواودپوليسو په روزنه كى په پوره ډول همكاري وكړو نوموړى وويل چى.زه اودهلمندوالى يوځاي سره كښينستلواوپرهغه كارونوچى يوځاي يي سرته رسو خبري وكړى .

دخبريالانودغى پوښتنى ته چى ګواكى دبرتانياسرتيري دهلمندولايت پريږدى او كوم بل ولايت ته ځى وويل .

موږ هلمند نه پريږدو داخبري حقيقت نه لري دايوازى ګنګوسه ده دايوازى په افغانستان كى دتروريزم پرضد مبارزه نه ده روانه بلكى دامشكل نړيوال دى اوموږډيرجيدى يوچى دغه مشكل له مينځه يوسواودافغانستان ددولت په همكاري سره يوځاي دغه مشكل رفع كړواودښمن له مينځه يوسو. 

ديادونى وړده چى دامهال په هلمندولايت كى دناټوپه چوكاټ كى دبرتانيادهيواداووه زره دري سوه سرتيري ميشت دى.