کور / راپور / پروېز كامبخش په ۲۰ كاله بند محكوم سو

پروېز كامبخش په ۲۰ كاله بند محكوم سو

د كفر په تور زندان ته لوېدلئ ژورناليست پروېز كامبخش په ۲۰ كاله بند محكوم سو.
نوموړى تېر كال د بلخ ولايت مرافعه محكمې وروسته له هغه په مرګ محكوم كړ چي د يوې اسلام ضد ليكني په تور زندان ته واچول سو.
پروېز كامبخش چي د بلخ ولايت د ژورناليزم د پوهنځي د دريم كال محصل و، پوليسو په دې تور چي د سپېڅلي قرآن پر ايتونو يې يوه انتقادي ليكنه كړې ونيوئ، چي وروسته په مرګ محكوم سو.
پروېز كامبخش او كورنۍ يې پر ده باندي لګېدلي تورونه رودل او ويل يې چي دى د يوې سياسي توطيې ښكار دئ.
پروېز كامخبش دا منله چي پوليسو يوه اسلام ضد ليكنه ورسره نيولې، خو ويل يې چي ورسره نيول سوې ليكنه د يوه اېراني ليكوال وه او ده له انټرنيټ څخه كاپي كړې او غوښتل يې تر لوستلو وروسته يې نورو ملګرو ته هم ورسوي.
د كامبخش په ملاتړ د ژورناليستانو اتحاديو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو كمېسون او نورو ادارو پرېكړه ليكونه صادر كړل چي د نوموړي د مرګ سزا بيرته واخلي.
 پر حكومت باندي تر ډېرو نيوكو وروسته نوموړى د مزار شريف له زندان څخه د كابل پلچرخي زندان ته انتقال سو، چي د اسلام ضد جرم پر اساس په ۲۰ كاله بند محكوم سو.