د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه
د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه اوونیزه غونډه د تلې په اووه ویشتمه د استقلال لېسې په تالار کې جوړه شوه.
دغه غونډه چې ګڼو ښځو پکې ګډون کړی وو شاعرې او لیکوالې طوبا ندا د ښاغلي استاد محمد صدیق پسرلي په دغو بیتونو پیل کړه چې وایي:
درست حواس مې له خوښۍ نغمه نغمه وي
چې د حسن تصور د زړه مېلمه وي
چې خیال ته مې راځي خوشالي راوړي
د جهان زیبایي ټولې پرې همه وي
بیا د غونډې مشر مېلمه شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان او له جرمنې نه راغلې شاعرې رحیمې پښتونځار ته ښه راغلاست وویل شو .
د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه غونډه چې د الجزیره نړیوال ټلویزیون لخوا ثبتېدله ، په سر کې لینا شریفي د تېرې غونډې رپوټ ولوست ، د رپوټ له لوستو وروسته بیاهم لینا شریفي د تېرې غونډې د پرېکړې په اساس د غونډې ګډونوالو ته د غزل په تعریف او جوړښت خبرې وکړې، د غوڼدې مشر مېلمه پیر محمد کاروان د غزل په اړه وړاندې شوي معلومات تایید کړل زیاته یې کړه چې پخوا به غزل تر ډېره په عشقي موضوعاتو لیکل کېده خو اوس اوس شاعران په هره موضوع غزل لیکي.
ښاغلي کاروان زیاته کړه: یو وخت یې لوستي وو چې غزل په عربي کې د هوسۍ هغې لومړۍ کریږې ته وایي چې د ښکار کېدو پروخت یې له خولې وزي.
ښاغلي کاروان وویل چې غزل په اصل کې عربي شعري قالب دی ، په سر کې غزل خپلواک شعري قالب نه وو، اوږدې قصیدې به لیکل کېدې چې په لومړۍ برخه کې به یې عاشقانه صحنې انځورېدې، د طبیعیت ښکلاوې به ستایل کېدې او د چا ستاینې به پکې کېدې چې د قصیدې همدې برخې ته به یې تغزل ویل ، ورو ورو د قصیدې همدا برخه بېله شوه او د غزل د مستقل قالب په نوم ونومول شوه.
بیا د غونډې ګډون والو د غزل په اړه د لا نورو معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد له ښاغلي کاروان نه خپلې پوښتنې مطرح کړې چې درانده مېلمه په ورین تندي ځواب کړې.
د غونډې په دوهمه برخه کې د بهیر په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې. د دې برخې په سر کې راضیې نعیمې د ساهرې شریف په استازیتوب د بهیر د رسمي کېدو د کارونو په اړه وویل چې عدلیې وزارت د مېرمن بهیر د کړنلارې د سپارلو غوښتنه کړې چې ورسره د بهیر د رسمي کېدو کارونه بشپړېږي.
د غه راز په تېره اوونۍ کې دل افروز ځیرک، طوبا ندا او لینا شریفي ته دنده ورسپارل شوې وه چې د عکاسۍ د ترننګ پروګرام ته به په ترتیب له ګویته انستیتوت، د فرانسې له فرهنګي مرکز او د افغانستان له قلم ټولنې سره د هغوی د مرستو د راجذبولو په موخه خبرې کوي، درې واړو د خپلو خبرو رپوټ وړاندې کړ ، ویې ویل چې هغوی ورته په راتلونکي کې د همکارۍ وعده ورکړې خو دم ګړی مرستې نشي کولای.
خو وروسته له یو لړ خبرو د بهیر غړې دې پایلې ته ورسېدل چې دوی کولای شي په خپلو امکاناتو هم دغه پروګرام پیل کړي نو وپتیل شوه چې بهیر به د لړم په اتلسمه چې د نومبر له اتمې سره سمه ده د عکاسۍ ترننګ پروګرام پیل کړي.
پدې غونډه کې هم وب سایټ ته د مطالبو په استولو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې هغه لیکنې، شعرونه او کیسې چې په غونډه کې لوستل کیږي باید په همغه اوونۍ کې وب سایټ ته هم واستول شي.
بیا ښاغلي سحر په کندهار او بلخ کې د یو شمېر ښځو د هڅو یادونه وکړه چې غواړي په یاد شوي ولایت کې د مېرمن بهیر څانګه پرانیزي دغه راز په میدان وردګ کې هم د بهیر د څانګې د پرانستل کېدو پر امکاناتو خبرې وشوې، مېرمن راضیې نعیمې وویل چې دا به په وردګو کې د څانګې د جوړولو په اړه له یو شمیر ښځو سره خبرې وکړي.
تر دې موضوعاتو وروسته په وردګو کې د ګودر مجلې د چلونکې روښنا وردګ د کیسو د چاپ شوي کتاب«نښه» په اړه خبرې وشوې او دا ښه وګڼل شوه چې مېرمن بهیر د اغلې روښنا وردګ د کتاب د مخکتنې غونډه جوړه کړي خو د دغې غونډې د جوړولو د وخت په اړه به وروسته پرېکړه وشي.
دغه راز د امریکا غږ اشنا ټلویزیون او د بي بي سي راډیو د پیلوزې خپرونې په غوښتنه چې غواړي د بهیر یوه غونډه ثبت او د بهیر له ځینو غړو سره مرکې وکړي خبرې وشوې او د بهیر د غړو په سلا د هغوی دغه غوښتنه ومنل شوه.
خدایزده کوم کجیر دغه کوتره ځورولې ده
چایې د غزل په شان ښکلا ورنه لوټلې ده
دا خو نګه ترنګ نګه نغمه نګه سندره وه
څه ورباندې شوي چې نن بیا داغلې غلې ده
د مشاعرې برخه په یادو شویو بیتونو پیل شوه او په سرکې یې فرشتې امرخیل ته وار ورکړ شو. فرشتې امرخیل ( ما ته د نن زمانې مه وایه څه) په نامه
ښکلی ازاد شعر په ښکلې دکلیمې ولوست.
بیا تورپیکې خپل دوه غزلونه ولوستل چې هر بیت یې د اورېدونکو لخوا وستایل شو. مشاعره د طوبا ندا، زرغونې رحمتي، نظیفې نیازۍ، سپوږمۍ نوري، رحیمې پښنونځار او جمال ناصر په غزلونو وغځول شوه.
د مشاعرې په پای کې ښاغلي کاروان د لوستل شویو شعرونو په اړه وویل چې شعر د صداقت او صمیمیت غږ دی ، ستاسو په شعرونو کې مې دغه غږ وموند.
وروسته ښاغلي کاروان د جنګ او ماشومتوب په نامه د خپل شعر په لوستو د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر نولسمه غونډه پای ته ورسوله.