کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ټاكنو د نوم ليكنې لپاره پراخو هڅو ته اړتيا ده

د ټاكنو د نوم ليكنې لپاره پراخو هڅو ته اړتيا ده

اوس مهال چې د ۱۳۸۸ كال د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې كوم بهير روان دى، دا بهير ډېر سست مخته ځي او كه چېرې پراخې هڅې ورته ونشي نو ډېر هېوادوال بۀ د رايو له وركولو څخه پاته شي!

دغه اندېښنه  د افغانستان په جنوب او جنوب-لويديځه سيمه  كې ډېره ده، ځكه دغلته له يوې خوا د امنيت ستونزه ده او له بلې خوا ډېرى  وګړي  نالوستي دي.

د ټاكنو د نوم ليكنې مسوولينو او چارواكيو ته يو څو وړانديزونه به بې ګټې نه وي:

له ټولو نه لومړى بايد د امنيت غمه وخوړل شي. په هغو سيمو كې چې خلك د يوې او يابلې ډلې له لاسه نومونه نشي ليكلى او كارتونه نشي اخستى! هلته دې له ځائي سپين ږيرو، ديني عالمانو او مشرانو څخه مرسته وغوښتل شي.

دهېواد په ځينو سيمو كې مېرمنې د سيمې د كلتوري محدديتونو له مخې د نوم ليكنې ځايونو ته نشي تلى. دا محدوديتونه دا افغانستان په پښتون مېشته  سيمه كې ډېر دي. ددې لپاره بايد مخور خپل خلك وهڅوي چې د دود او دستور  په چوكاټ كې  دنننه خپل نومونه وليكي. همداشان د نوم ليكنې مسوولين بايد ددغو خلكو لپاره له سيمې څخه مېرمنې ( كه نيمه لوستې هم وي) وګوماري، چې په كورونو كې دنننه يې نومونه وليكي.

لكه څرنګه چې د نوم ليكنې لړۍ په ځينو ولايتونو كې پيل شوې او په ځينو كې لا نده پيل . دا لړۍ بايد په ټولو ولايتونو كې يو شان پيل شي. ترڅو  په وخت باندې خلكو ته د رايو كارتونه توزېع شي. او په دې پلمه چې ګواكې په ځينو ولايتونو كې امنيت نشته څوك له نوم ليكنې څخه پاته نشي! كه چېرې په بې امنه ولايتونو او سيمو كې نوم ليكنه ونشي نو راتلونكې ټاكنې به بې له تشريفاتي كاره بله هيڅ مانا ونلري!

همداشان د نوم ليكنې بهير ته د زمينې مساعدولو لپاره بايد نړيواله ټولنه، د ولسي او مشرانو جرګو غړي، د ولسواليو شوراګانې، مخور، دينې عالمان(په تېره) په پښتون مېشته سيمه كې پوره برخه واخلي او دغه  لړۍ ګړندۍ او مؤثره كړي.