کور / طنز / د پاور رایه

د پاور رایه

یو تن چې څیري څیري کالي يې اغوستي وه؛ چپلکې په پښو په ځړېدلي غوږونو پر یو میز لکه پرکال شاګرد په یوه پښه  ولاړ وو
 شور ماشور وو خولې او لاسونه ښوریدل یوه نارې کړل :
داخاین کمونسیت  دی وګورئ اوږده ځړیدلې  بریتونه لري!
د غونډې  منشی ژر آینکې پر پزه سپرې کړي  هغه ته  يې په ځیر وکتل خو هغه بریتونه نه لرله هغه نارې کړل:
 هغه خو بریتونه نه لري!
هغه په بې پروایي ځواب ورکړ : خرېیلي يې دي.
بل ویل:  دا منافق  توپکی  دی د خبرو په سر کې يې بسم الله وویل
منشي  وویل :  هغه خوارکي کله خبرې وکړې!
بل ویل: دا زه پېژنم دا سور خلکی دی دده دوې مصایبې مې د پښتو په  بي بي سي کې اوریدلي دي
منشی ورته  وویل: هغه پښتو زده نه ده .
بل ویل: هغه جاسوس  یو تکنوکرات دي
یو لاس پورته کړ او له هغه څخه یې وپوښتل: دا بیا کوم ګوند  دی؟
هغه ورته وویل : بیسواده ! دا کراته  والاو   ته وایي
منشی وویل : نه دی دخدای دپاره نه دی  له  چپلکې  یې مالومیږي نه دی!ولی اپلاتي وایاست!
بل ویل:  په خدای هغه یو هیواد پلورونکی  پرچمي  دی
منشی ویل : له څه وایې؟
 هغه  ویل :  سر نکټايي يې تړلې ده !.
منشي بیا ژر خپلې اینکی پر پزه سپرې او هغه ته يې په ځیر ځیر وکتل او نارې کړل:
هغه بیخی  نکټايې  نه لري هغه په کالو کې دی!
یو په  بې پروایي نارې کړل  : موږ ختا باسي موږ نور نه ختاوځو!
یو لاس پورته کړه: آیا هغه لیکلوستی دی؟
منشی وویل: هغه د دولسم ټولګۍ اسناد لري
یویل  نارې کړل :  والا  دهغه ا سناد  جعلي دی  هغه یې د
دکراچي په جمعه کلات  کې  د اخوندزاده په دوکان جور کړی دي
بل ویل :هغه طالب  یا القاعده دی.
منشی: له څه وایي؟
 له ږیرې  يې مالومیږ ي.
منشی وویل : خو هغه  ږیره نه لري.
 هغه په بې پروایي وویل: خرېیلې یې ده وی
 یوه ناری کړل : هغه  د قانوني ورور دی
 منشی :له څه وايي  ؟
هغه چې راغی ما ولید  په  یوه  پښه  نګوښيدی
د تالار له شور ماشور څخه دا اوریده کیده  دا نه منو دا خاین دی
منشی  وویل : نور د خبرو او نظرونو  وخت  بس اوس د پاور د رایې وخت دی
څو وکیلان لا سره بوخت وه یو ویل: دا چې په یوه پښه ولاړ دی ماته   د« کي جي بي  »ګوډاګی ښکاری هغه بل ویل یا هغه سترګې نه رپوي  او نه اوری دا سي ایسي چې د«   سي آی اې» ګوډاګی وی اودواړو  په ږیر و  لاس تیر کړ اویو بل ته یې  ویل  : آه! که راڅخه وزیر شو
 چې د رایو سندوک وشمیرل شو  هغه د پاور ټولي رایې وړي وې.