يواځي سپنتا نه، بلكي متكي يي هم مخالف دئ

د لراوبر اداره | اکتوبر 22nd, 2008


له طالبانوسره سوله دچاپه ګته ده ، اوايران يي ولي مخالف كوي ؟


په افغانستان كي دامريكي ترمشري لاندي نړيوال ائتلاف له خوا له نظامي مداخلي څه باندي اوه كلونه تيرسوي خولاتراوسه ددغه هيوادخلګ ډاډمن امنيت نلري اوتربل هرمهال اوس زيات له ناامنيوترپوزي سوي .


دافغانستان دپنځه ديرش كلني جګړي لاملونه كه كورني وي يابهرني، دلويديځ اوختيځ دټكرپايله وي اويادافغانستان په ګاونډكي دناځوانوهيوادونوشتون ، خودجګړي قربانيان عام وګړي خواربوښكي افغانانان دي.

كه څه هم چي په افغانستان كي هرحركت كه جګړئيزوي ياسولئيز، دافغاني واكمنوله خواوي يادبهرنيانوله لوري ، دافغانانودخيرښيګڼي په نيت نه وي بلكي آره موخه يي دباندنيوګټوخوندي كول وي ، خوخواروافغانانوورته ځكه دتمي سترګي نيولي وي چي ګوندي ورته ګټمن پريوزي .


له كله څخه چي آبزرور (Observer) بريتانوي خپروني په ګډون يوشميررسنيودسعودي عربستان په مكه مكرمه كي دسعودي پاچاپه منځګړيتوب دطالبانواوافغان حكومت ترمنځ دناستي خبروركړي دافغانانوپه زړونوكي نوي هيلي راټوكيدلي اودي ته په تمه دي چي ګوندي دسولي هڅي لاپسي ګړندۍ سي .


په مكه مكرمه كي سوي خبري اتري كه څه هم طالبانواوحكومت په ښكاره ردكړي اوڅرګنده پايله يي هم نه درلوده خوډيروپه كوردننه اوبهر، افغان دښمنه كسانويي غندنه وكړه اوپه بيلابيلوپلمويي دغه ډول دسولي هڅه ناسمه وبلل.

په داسي حا ل كي ولسمشرحامدكرزي په ډاګه له طالبانوسره دهرډول خبرواتروهركلى كړي اودتيركوجني اختردلمانځه پرمهال يي په زغرده وويل جي دسعودي له پاچايي غوښتي چي منځګړيتوب وكړي خو، دافغانستان دباندنيوچارووزيرداكټررنګين دادفرسپنتا په كابل كي هغه سيمنارته چي د”صلح و حل منازعه در تفکر اسلامی”په نوم جوړسوي وپه خپلوخبروكي له طالبانوسره دخبرواتروله اوسني بهيرسره كلك مخالفت وكړاودايي دده په خبره دځينوهيوادنوهڅه وبلل چي ګوياافغانستان پلوري .


سپنتاچي ترډيره يي دخپلي دغي ادعالپاره مقنع دليل نه درلودوويل چي اوسمهال دحكومت سياسي موضع كمزوري دي اوطالبانوله يوه قوي سياسي موضع څخه دسولي دخبروبهيرته ننوزي .

دډاكټرسپنتاترڅنګ يوشميرنوروبهرپرستوسياستوالوپه حكومت كي دطالبانوله ګډون اوددوي دونډي دكمزوري كيدوله ويري بيلابيلي پلمي جوړي كړي اوله طالبانوسره يي دسولي دبهيرمخالفت وكړ.

ديك شنبي په ورځ دپاكستان ډيلي تايمزورځپاڼي خبروركړچي دايران دبهرنيوچارووزيرمنوچهرمتكي دلويديځ له خواله افغان طالبانوسره دخبرواتروڅخه كلكه ناراضي ښوولي اوويلي چي دشمالي اتلانتيك ټلواله (ناټو) اودامريكاپه مشري ائتلاف په افغانستان كي ماتي خوړلي .


داپه داسي حا ل كي دي چي ډيري كتونكي ايران ديوه تروريستي تونل په توګه پيژني اوپه دي باوردي چي دايران له لاري القاعده جنګيالي افغانستان اودپاكستان شمال ختيځ وزيرستان ته ننوزي .

څه موده مخكي افغان ځواكونودري تنه مشكوك جنګيالي چي يويي دتركيي تبعه واودوه نوردمنځي ختيځ وه ونيول چي وروسته تحقيقاتووښوول چي نوموړي كسان دايران له خواافغانستان ته ننوتلي ول .


تردي وړاندي هم څوواره حكومت په هرات اولويديځه سيمه كي له طالبانوڅخه دداسي وسلو دموندلوخبروكړي چي په ايران كي جوړي  سوي.


دايران دي شعارته په پام سره چي (ددښمن دښمن زموږ دوست دي) ايران په افغانستان كي دامريكااولويديځ پرضددجنګيدونكوطالبانوسره خواخوږي لري اوپه دي وخت كي ايران ته دامهمه نه ده چي طالبان سنيان دي اودوي شعيه ګان اوياطالبان له عربوسره نيژدي وهابي نظريه لري ، بلكي ايران غواړي په افغانستان كي جنګ ادامه پيداكړي اوامريكامصروفه وساتي . 


يوبل څه چي ايران يي دي ته اړيستي دطالبانوسره له سولي مخالفت وكړي دادي چي داوارداهڅه دسعودي حكومت له خواسوي اوايران نه غواړي چي دڅه وخت غلي پاته كيدوورسته يوځل بياسعودي په دي سيمه كي تاثيروكړي . 


په اصل كي دايران سياست دوي بڼي لري : له يوه لوري ايران ادعاكوي چي دكرزي له حكومته ملاتړكوي خوله بل لوري بياترخپل نفوذلاندي جنګيالي افغانستان ته استوي اوغواړي په دغه هيوادكي ناامني پراخه كړي .

ايران دتاريخ په اوږدوكي هميشه په افغانستان كي دخپل ګټودخوندي كولولپاره مداخله كړي ،په ځانګړي توګه هغه مهال چي دشمالي ټلوالي اوطالبانوترمنځ جنګ روان وايران دشمالي ټلوالي ترڅنګ واودتيمسارناصري په مشري يي دسپاه پاسداران اولشكرقدس جنګيالي ځاي پرځاي كړي و.


خوچي هرڅه وي عادي افغانان چي له يوه پلوه يي فقرځوروي اوله بل لوري يي پراخي ناامنۍ اوجګړي عادي ژوندژوندله ګواښ سره مخ كړي ، وسولي ته زياته اړتيالري اوهمدادسولي هيله وه چي هغوي دامريكاترمشري لاندي نړيوالي ټولني ته دنوي حكومت په جوړولوكي لاس وركړ.


له دي سره سره چي افغانستان ته مليارډونه ډالره مرستي راغلي اولګول سوي خودافغانانوپه ژوندكي نه يوازي داچي ښه والي نه دي راغلي بلكي لابدبخته سوي .


رسمي ارقام ښيي چي همدااوس دوه څلويښت په سلوكي افغانان په محض فقركي قرارلري اوشاوخواشل مليونه افغانان اوس په بي وزلي كي ژوندكوي.

په داسي حال كي چي په ۲۰۰۷كال كي افغانستان دنړي د۱۷۸بي وزله هيوادونوپه كتاركي پنځم ځاي درلود ، دملګروملتونوپه وينااوس يي څلورم مقام خپل كړي چي له دي نه ورځ تربلي دافغانانودژوندخرابيدل څرګنديږي .

كه څه هم چي دبي وزلي ډيرنورلاملونه هم سته خوپه افغانستان دننه يي لوي لامل خراب امنيت اوپراخي جنګ جګړي دي چي دانكشافي پروژودپلي كيدو، صناعت ، تجارت اوان ذراعت دپراختيامخه يي ډب كړي .


دشنبي په ورځ دكندهارپه ميوندولسوالي كي دطالب وسلوالوله خواد۲۷تنويرغمل سويومسافرودټوټه ټوټه سويومړودموندل كيدوخبروركړل سوچي طالبانويي وژنه ومنل اودخپل دي كاردمشروعيت په پلمه يي وژل سوي كسان دملي اردوسرتيري وبلل.

دوي ورسته څرګنده سول چي وژل سوي كسان عادي ولسي وګړي ول چي ديوي ګولي ډوډۍ دپيداكولولپاره يي غوښتل په قاچاقي ډول ايران ته ولاړسي چي عرب طالبانويي دژوندهيلي پري كړي اودنس مړيدوپه ارمان يي پري پري جسدونه اخرت ورواستول .

اوس تاسوفكروكړئ چي سوله دعادي ولس اړتياده اوكه دواك پرګډۍ ناستو، قوم پلورونكو، نژادي سوداګرواوبهرني پرستوسياستوالو؟

Copyright Larawbar 2007-2024