کور / تازه خبرونه / د ناټو اكمالاتي موټران وتښتول سول

د ناټو اكمالاتي موټران وتښتول سول


د پښتونخوا ايالت څخه باګرام ته تلونكي د ناټو اكمالاتي موټران وتښتول سول.
د پېښور پوليس وايي پېښه د خيربرايجنسۍ د جمرود په سيمه كي رامنځته سوې ده.
د پوليسو په وينا تښتوونكو له روان كتار څخه دوه موټر پر يوه نامعلوم لوري بېولي او چلوونكي يې خوشي كړي دي.
د جمرود په سيمه كي څو ځله دې ته ورته پېښي رامنځته سوي، چي تېر كال پكښي كابل ته د پاكستان سفير طارق عزيزالدين او د اپرېل په مياشت كي د امريكايي پوځيانو د درو څرخكو الوتكو ماشينان هم وتښتول سول.