د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

" />  

د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

" />  

د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

" />  

د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

" />   د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ /

 

د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

 

د اکتوبر ۲۳ د شامحمود هوتکي لخوا د صفوي دولت ختمېدلو ورځ

لیکوال:کاندیدای اکادمیسین سیستانی


ژباړونکی : رحمت آریا


تاریخی درسونه د اصفهان د فتحې څخه


دهوتکی شاه محمود په مټ سره


 


(۱۷۲۲ز داکتوبر۲۳ نیټه ، په ایران کی د صفویانو ختمیدل اوقدرت هوتکی شاه محمود ته رسیدل ورخ ده) 


شاه محمود (۱۷۱۶- ۱۷۲۵ز) د میرویس خان هوتک زوی یو پیاوړی ځوان او زړور جنگیالی وو خو هغه د پلار ژورلید، تجربه او تدبیر نه درلود ځکه چې د واکمنۍ د پلاز د کښینستلو پر مهال ۱۸ کلن وو او د پلار دغو ځانگړتیاوو ته د رسیدنې لپاره یې ډیر وخت ته اړتیا درلودله ،خو په خواشینې چې د درندې پازوالۍ یا مسوؤلیت پیټي او لږې تجربې د هغه ژوند ورلنډ کړ، ان دا چې لا له دیرش کالو یې نورهم ورلنډ کړ.


شاه محمود افغان د ایران په اړه خپل لومړني مالومات او د صفوي د دولت د چارواکو په منځ کې د کورنیو شخړو اود سیالېو د اخ و ډب په اړه خبرې د خپل پلار له خولې ان کله چې پلار یې خپل سر د مړینې پربالښت ایښی وو، اوریدلی او له همدې امله یې په خپل سرکې د ایران تر زړه پورې د پرمختگ هیله را غوړولې وه. هغه په دې پوهېدلی وو چې هر زړور سړی که وغواړي  پرایران د یوه پرېکنده او له بریا ډک برید له لارې کولای شي ایران ونیسي. له دې امله هغه د ۱۷۲۱ز کال په اکتوبرمیاشت  کې د یوه لښکر په سر مشرۍ د سیستان پر لورداصفهان د نسکوریدوپه تمه  له کندهاره ووت اواصفهان  ته مخه کړه. د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې افغان سرتیري د اصفهان ه ۲۰ کیلومترۍ ته نیږدې ، گلناباد ته ورسیدل. د مارچ د مېاشتې پر ۸ نېټې د گلناباد په سیمه کې د افغاني لښکر پرصفوي لښکر خپله برلاسي راڅرگنده اوصفوی لشکرته ماته ورکړه. د همدغې مېاشتې پر۱۶ او۱۷ د سلطان حسین د خوښې وړ پرتمینه ماڼۍ فرح آباد چې له اصفهانه دباندې او ښارته نیږدې  وه د افغانانو گوتو ته ورغله.


شاه محمود د فرح آباد ماڼۍ پراصفهان د خپل راتلونکي یرغل د تم کېدنې د ځای ځایگي په توگه غوره کړه او د مارچ د مېاشتې پر شلمې نېټې افغانانو پر ښار برېد وکړ. خو دغه برېد بریالی نه وو د حمل( فروردین) د مېاشتې په درېمې ددوشنبې په ورځ بیا برېد وشو خو افغان سرتیري په شا وتمبول شول. د۱۷۲۲زکال د جون دمیاشتی په اوایلوکی  شاه محمود یر یکړه وکړه چی اصفهان باید محاصره او کلابند سی.


د ایرانی پوه ډاکټرشفأ په وینا ،« د کلابندۍ په ټوله موده کې سلطان حسین شاه او د هغه سلاکارانو هڅه وکړه چې د نذر،زاریو اوڅلويښتیو ” چله نشیني” اود سکاسکو “بلاگانو” د شړلو اود گڼ شمیر ناروغیو د مخنیوۍ لپاره د غټو او کوشنیو دعاگانود ویلو له لارې چې د حدیثونو په کتابونو کې راوړل شوي ول او د صاحب الزمان د روضې د دعا د ویلو له لارې او یا د کوډو او د پیریانود پاچا زعفرد راغوښتلوله لارې دعاکوله چې د پیریانوله لښکرسره دې د جگړې ډگر ته راشي، یا د ملاباشي د کراماتو له لارې یې افغان مشرانو ته د ځوړند او معلقه اجل د ورلیږلو له لارې غوښتل د اصفهان له کلابندۍ څخه رټل شوي کفار لاس پر سر کړي، خو په اصفهان کې ” په اصفهان کې د ورځینو پیښو پېښلېک / روزنامه وقایع اصفهان” تر سرلېک لاندې د هالند د ختیز هند د کمپنۍ د مامورانو گزارش وایي : ” سره له دغو ټولو تدبیرونو ټولې چارې په ټپه ولاړې وې، ښار د غــَلو دانو له داسې یوې سوکړې ” قحطۍ” سره مخامخ شو چې د یوه من غنمو بیه ۲۰ زره درهمو ته ورسېدله او ورسته له هغې چې یوه دانه غنم ، وریجه او وربشه پاتي نه شوه نو وگړو د خرو، سپیو او موږکانو او بیا د انسانانو د غوښو خوړلو ته مخه کړه» (۱)


په پای کې له شپږ مېاشتو کلابندۍ ، لوږې، د عفوني نارغیو، مړېنې او سوکړې “قحطۍ” وروسته پاچا سلطان حسین اړ شو چې د واکمنۍ له گدۍ راکوز او په خپله د دښمن لښکر ته ورشي او د خپلې پاچاهۍ او ژوند برخلېک د محمود د ځواک په گامونو کښیږدې.


د انگریز د ختیز هند د شرکت د استازي په وینا «د ایران پرتمین پاچا د اکتوبر  د مېاشتې په ۲۳ په ۱۲ بجو د پاچاهۍ له هرډول لویـنې ، برم او پرتم پرته د پاچاهۍ له ماڼۍ را ووت او پر اس سپور شو. هغه کټ مټ یوه بې وزلې خوارځواکي سوالگرته ورته جامې په ځان کې درلودلې، د هغه د اَردَلیو “ملازمانو” له تندیو دومره د اندیښنو او غم لړلي ناورین باران را وریده چې گڼې د اعلیحضرت د مړي د ښخولو رسمي لمانځنې ته روان دي » (۲)


انگریزی مورخ لکهارت، له صفوی پاچا سلطان حسین سره د شاه محمود د چال چلند په اړه د یو چا له خولې چې پیښه یې په سترگو لېدلې یعنی ژوزف آپي سالیمیان ارمني د فرانسې د کونسل سفیر چې د صفوي پاچا د تسلیمیدلو په ورځ یې د غلزايي محمود دربار ته لاره موندلې وه لیکي:” محمود د تالار په گوټ کې ناست او په زَروبي “زربفت” بالښت یې ډه ډه لگولې وه. پاچا ته لارښوونه وشوه چې د تالاربل گوټ ته ولاړ شي، او ودرېږي. پاچا سلطان حسین له ستاینو اود تحیاتونوله ویلو وروسته وویل: « زویه! له دې چې دا د لوی پیاوړي څښتن پتیینه ده چې زه دې نوره پاچاهي ونه کړم او دهغه د پریکړې پربنسټ ته به د ایران د واکمنۍ په گدۍ پورته شی نو زه د زړه له کومې خپله پاچاهي تا ته در پریږدم او له څښتنه ستا بریا غوړام.»پاچا له دغو لنډو خبرو وروسته د پاچاهۍ ټـوپل “جیغه” له خپلې لنگۍ راپورته کړ او د سپارلو لپاره یې امان الله ته ورکړ خو د پاچا پام شو چې محمود له دغه کاره خوابدی شو نو ټـوپل یې بیرته له امان الله واخیست او په خپله د محمود څنگ ته ورغی (محمود هماغسې په خپل ځای کې ناست وو) او ټوپل یې د محمود پرسر کښیښود او بیا یې د هغه د بریا غوښتنه وکړه، بې واکه شوی پاچا بیرته خپل ځای ته ولاړ و پرځمکه کښیناست. وروسته چای او قهوه راوړل شوه. په دغه شیبه کې محمود پر سلطان حسین خپل زړه سواندی څرگند کړ او هغه ته یې وویل: « ته غم مه کوه ، انساني بخت او لوړستوریتوب بې ثباته وي. کله چې لوی څښتن وپتییي یوه ته پاچاهي وربخښي خو کله چې وغواړي هغه له یوه لاسه بل لاس او له یوه توکم څخه بل توکم ورلیږدوي. خو زه ژمنه کوم چې تاته به د پلار په سترگو وگورم او پرته ستا له سلا اوخوښې به هېڅ کار ته لاس ور نه وړم.» (۳).


جاج اخیستنه : شرح بیشتراین رویداد تاریخی را می توان در زبان پشتو در مقاله « دهوتکی شاه محمودپاڅون اود صفوی دولت ړنگیدل » در سایت بینوا وبه زبان فارسی درارشیف مقالاتم در افغان- جرمن آنلاین مطالعه کرد، واما درس های که میتوان از این فتوحات در ایران گرفت به شرح زیر اند:


د دی تاریخی پیښ مفصل جریان په پښتوژبه کولای سی چی په بینوا ویب سایت کی د ” افغان شاه محمود پاڅون او د ایران د صفوي دولت پرځېدنه” په مقاله کی ، او په فارسی ژبه دافغان- جرمن آنلاین زما دمقالو په آرشیف کی ولولی.


د هېواد د تاریخ ددغې سیاسی پیښو له لوستلو ورسته دا لاندنی درسونه ځېنی زده کولای سو چې :


۱. افغانان جنگیالي او په خپلواکۍ مین وخلگ دي، که بهرنیان د هغوی پر ټاټوبي برېد وکړي نو د تیري ویر او ټپ تر یوې لنډې مودې پورې زغمي خو نه شي کولای تر آخره پورې د بهرنیو یرغلگرو پیټی پراوږو یوسي. په پای کې په پښو دریږي اوله یرغلگرو څخه د ټولو لوټماریو، بې احترامیو او سپکاوي غچ اخلي.


۲. د صفوي د پاچاهۍ پروړاندې د محمود له پاڅون څخه بله درس چې باید واخلو دا ده چې که څه هم شاه محمود د ایران په شان د یوه لوی هېواد د پاچاهۍ لپاره لا ډیر ځوان وو او د (کندهار له دوه در ې کلنې ادارې څخه پرته) یې د واکمنۍ پخه تجربه نه درلوده خو خپل ولس ته یې په زباد ورسوله چې که د افغانستان غرنی ځوانان وغواړي نو کولای شي د استبداد په وړاندې د خپل سرۍ ضد پاڅون راوپاروي او کولای شي پردښمن د بشپړې بریا تر وروستۍ پولې پورې ورسوي.  


۳. د یادولو وړ بل ټکی دا دی چې گڼې تأریخ په خپله د افغان شاه محمود پر اوږو درنده دنده ایښې وه چې د صفوي د خونړي ، خپل سري او ځانخوښي رژیم د واکمنۍ لېکه وردړې وړې کړي چې د شیعه د مذهب په رسمي کولو یې د نورو مذهبونو له لارویانو او گروهنوالو سره کلکه دښمني را پارولې وه او داسې یوه واکمني د تأریخ کندې ته دتل لپاره واچوي چې زموږ د هېواد د سلگونو زرو بې گناه هېوادوالو وینه یې یوازې د غیر شیعه مذهب په پلمې توی کړې وه. شاه محمود ددغه کارپه کولو د صفوي د لړۍ د ویني بهوونکو ، بېوړو ” بې کفایتو” پاچایانو خونړۍ منگولې د میلونو زیارگالو افغان او ایراني وگړو له گریوانونو څخه د تل لپاره را غوڅې کړې . د پاچاهې داسې خونړۍ لړۍ چې ۲۲۰ کلنه واکمني یې له سره تر پایه په وینو تویولو، بیرحمیو، ورور وژنو، پایلات “فساد” ، ځان ښوونې، ټگۍ او برگۍ او ځانخوښۍ تیره شوه. داسې یو رژیم چې ژوندی وریتول ، کبابول، د سرو او خوټېدولو اوبو په لوښو کې د انسانانو اچول، د نسونو سوری کول، په تبرگي دوه نیمول، د ژوندي سړي پوستول او د دښمن د خامو غوښو خوړل، ټوټې ټوټې کول او انسانانو عیبي کول یې له سترنوښتونو څخه ول. داسې یو رژیم چې پاچاهانو یې د مرشدۍ او مذهبي خدایپالنې د ټټر په وهلو او د وینې تویولود تـــُندې په لمبو کې ان پر خپلو ورورونو، مېرمنو، کوشنیانو او ان خپلو میندو زړه نه سوَځاوه. د صفویه د لړۍ په راپرځولو کې د ایران ولس په ځانگړې توگه په ایران کې مېشت لږکي ددغو ټولو بیرحمیو، ځان مننو، ټگیو او برگیو او د مذهبي ، سیاسي او فرهنگی بنسټپالنې د ویني بهوونکي ناورین په پام کې لرو سره باید د افغان محمود پاڅون یې نیکمرغه گڼلای وي ځکه چې د صفوي ددولت له مذهبي زبیښاک څخه خلاصون د ایران د ولس له وسه وتلی کار وو.  


۴. موږ نه وایو چې د اصفهان سوبمنو افغانانو په کندهار، هرات او طبسین کې د صفوي چارواکو او واکمنو د کړنوپه پرتله ښه کارونه کړي دي خو کروسینسکي دداسې یوه سړي په توگه چې اکربکر یې د سر په سترگو لېدلی وایي :” د ایران د پاچاهۍ پر گډۍ له کښینستلو وروسته د محمود لومړنی انساني کار د اصفهان قحطۍ وهلو او ځپلو وگړو ته د خوراکي توکو رسول ول. د خپلې پاچاهۍ په لومړیو مېاشتو کې یې د ښه چال چلند په راخپلولو واکمني وکړه او ایرانیان یې هک پک کړ ل. محمود دومره پوه او هوښیار وو چې د ایران د پیچلې پاچاهۍ د ادارې په پرمخ بیولو کې د افغانانو په بې تجربه گۍ پوه شو. له دې امله یې پخواني وزیران او لوړ پوړي چارواکي بیرته په خپلو دندو وگومارل او د هر یوه تر څنگ یې یو افغان وټاکه. افغانانو د ایرانیانو کارونه په هر گام کې څارل چې د بډې اخیستلو او پایلات “فساد” مخه ونیسي اوپایله دا شوه چې په تیره نېمه پیړۍ کې دغسې حکومتي چارو ساری نه درلود. شاه محمود هغه کسان چې د پخواني راپرځول شوي پاچا په وړاندې یې له درغلنې ، دوه مخۍ او خیانت څخه کار اخیستای وو او د افغانانو په گټه یې جاسوسي کړې وه یا اعدام او یا زنداني کړل. هغه په برالا ویل هغو کسانو چې خپل دولت او پاچا ته خیانت کړی وي له هغو نه شو کولای د ښېگڼو هېله ولرو او که وخت ورڅخه وغواړي همدې ورته ده ته به هم خېانت وکړي. (۴)


څرگنده ده چې سوبمنو افغان لښکریانو د صفوي چارواکو ناتار او نا روایي چې د شیعه د روحانیت په لارښوونې د کندهار د نیواک پر وخت د کندهار پر وگړ وشوې نه وې هیرې کړې او د همدغسې یوې خونړۍ پخوانې په تیرولو ښکار خبره ده چې د غچ د اور لمبې د سوبمنو او بریالیو لښکریانو په زړونو کې ژوندۍ وې او دا په خپله ددې لامل شوې چې د اصفهان د سوبې په اړه د هېلو غوتۍ مړاوې شي او د سوبمنو د کړنو په غبرگون کې د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو کرکه لا زیاته کړې او هغوی یې اړکړل چې مقاومت ته لاس واچوي او پایله یې د سوبمنو افغانانو ماته وه. نه باید هیره کړو چې د ایران پر وگړو د افغانانو په را پارولو کې د ایران د سنيانو تبلیغات بې اغیزې نه ول ځکه چې د حجاز سنیانو د شاه محمود پلار حاجي میرویس خان (نېکه) ته فتوا ورکړې وه چې که « یو مسلمان یو جنگیالی مسحیي ووژني، یو ثواب یې گټلی دی خو که څوک یو ایرانی (شیعه) ووژنې نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې اویا ځله تر هغه ډیر دی» (۵)


د همدغې شرعي فتوا پربنسټ سوبمنو لښکرو که څوک وژلې، لوټ کړې او د وگړو شتمني ېی ولجه کړې ددې مانا ښندي چې له مذهبي لارښوونو سره سم یې چلند کړی او همدې ته کټ مټ قزلباشو سرتیرو هم د شاه اسماعیل مرشد او د شیعه د روحانیت د فتوا پربنست: ” د یوه سني وژنه د پینځو کافرو جنگیالیو له اجر څخه پینځه ځله زیاته ده. له سني سره نکاح روا نه ده. وېنه تویونه یې روا او د شتمني لوټونه یې حلاله ده او دا ددوی دیني دنده ده چې د امیندوارو میندو نسونه ور سوري کړي او نارینه کوشنیان یې په نیزې یا شلگرې ور سوري سوري کړي.د سنیانو اخیستنه او پلورنه روا ده ځکه چې سنیان له اسلامي حریت څخه وتلي دي …” (۶) د سنیانو نسونه یې ور سوري کړل یا یې په تبر دوه نیمایي کړل، په خوټېدلو سرو اوبو کې یې واچول او یا یې ژوندي له پوسته کړل …او …… اوس نو اجازه راکړﺉ چې د ددغو فتواگانو په کوم ځای کې اسلامي عدالت او نیاو او د خدایي انصاف او ورمنډ لېدل کیږي؟ کوم سالم عقل او سپیڅلې وجدان به دا ومني چې د یوه مسلمان وژنه د بل مسلمان په لاس، په شلگرې د ماشوم وژنه او یا د مور له نسه د ماشوم را ایستنه یو اسلامي او شرعي امر دی او ددغو کارونو کوونکي به د ثواب گټونکي او جنت ته تلونکي وي؟


د اسلامي مذهبونو تأریخونو ته یوه ځغلنده کتنه څرگندوي چې د مذهبونو او ډلو له پیدایښت سره جوخت د هرې ډلې او مذهب مذهبي مشرانو یوازې او یوازې خپل لاررویان رښتوني مسلمانان بللي او بله ډله یې زندیق او کافره بللې. او کله چې پر بله ډله برلاسې شوې د لاندې شوې مخالفې ډلې په حق کې یې هېڅ ډول ناتار، شډلتیا او ظلم نه دې سپمولی چې د داسې غیرانساني کړنو په کولوسره سره یې بیا هم د شرعیت پگړۍ پر سر تړلې او بل لوری یې د سختې سزا وړ بللی دی. له دې امله ددغسې بیلتونپالنو، ونیو بهونو پوخ لامل په خپله د اسلامي ډلو مشران دي چې خپلو لارویانو ته د ورورۍ، انسان پالنې او د دوه اړخیزه درناوي د ورښوونې پرځای او یا لږ تر لږه ورته ووایي چې : د هغو کسانو په منځ کې چې پیغمبر یې یو ، کتاب یې یودی هېڅ توپیر نسته او باید یو بل ته د زړه له کومې درناوی ولري، هغوی دې ته را پاروي چې د بلې ډلې گروهنه ور و غندي شک پرې وکړي او له دې لارې یې ددښمنۍ اور ته لمنه ووهله او د خپلو موخو په لوموکې یې ساده او سپیڅلي کسان راښکېل او خپلې گټې او چړچې یې ترلاسه کړي دي. ان تر نن پورې هغه څه چې د گروهنیزې بیلوالې او ددښمنۍ د اور پر مخ لار غوړي تویوي په اسلامي هېوادونو کې مخــَوَراغیزمن روحانیت دی چې د خپلو گټو لپاره یې له دین څخه له پیرودونکوډک بازار جوړ کړی او له همدې لارې ورته په درغلنې د ثواب د گټې د وړیا جنت د لاسوندي د ورکړې له لارې پیرودونکي د غیرانساني او ترهگریزو کړنو کولو ته هڅول کیږي او په گڼ شمیر اسلامي ډلو کې د کرکې د زړیو د شیندلو له لارې نه پریږدي چې وگړي د انسانانو په څیر دعقل او پوهې تر رڼا لاندې د یو بل ترڅنگ ژوند وکړي. او خپله ټوله وسه د خپلو هم نوعو د بسیاینې او هوساینې په لاره کې په کار واچوي او د هغو له گټوڅخه برخمن شي. په لویدیځه نړۍ کې هرڅوک چې په هرې گروهنې ، دین او یا مذهب وي، د یو بل تر څنگ ژوند کوي او هېڅ چا ته دا اجازه نه ورکوي چې دد یني اختلاف، گروهنې، جنسیت، د ټبر او ملیت لپاره دې ورته په سپکه سترگه وکتل شي او یا دې سپکاوی وشي.


این همه جنگ وجدل حاصل کوته نظری است


چون نظر باز کنی، کعبه وبت خان یکی است!


ژباړه: دغه جگړه او شخړه دناپوهۍ او لنډپارۍ یبره’حاصل’ ده


چې ښې سترگې وغړوﺉ، نو کبعه او بتکده دواړه یو دي 


ایراني پوه ډاکټرشـِفا د دین او مذهب په اړه پراخه پلټنه کړې او هغه پرته له توپیرپالنې او لنډگروهنې وایي چې : شیعه گروهنه د خپل د بنسټ له پیدایښته له سني گروهنې سره چې د اسلامي خلافت او ادارې حکومتي گروهنه وه دښمني درلودله، خو دغه دښمني لومړیو درو خلیفه گانو ته دډیرو سپک ویلو تر کچې راټېټه شوې وه. سنیانو هېڅکله خپل څلورم خلیفه (علي بن ابی طالب) ته سپکاوی نه دی کړی او ان د علي د کورنۍ نورو غړو ته سره له دې چې د هغوی امامت ته یې غاړه نه کښېښودله، سپکاوی نه دی کړی خوپه ایران کې د صفویه د لړۍ په رامنځ ته کېدلو ځانته یې د عمروژونکو او عمر سوځوونکو نومونه راخپل کړل او د ډیرو نورو سپکو او سپرو په ویلو یې چې ” عمر اجازه ورنکړه هغه کسان چې دین او پيغمبر یې یو دی د وروڼو په شان د یو بل تر څنگ ژوند وکړي” دغه اور ته لمن ووهله. صفوي پاچایانو د خپلو سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره ددین یوې دغسې بیلتونپالې هټۍ ته اړتیا درلودله [ او له همدې امله یې شیعه گروهنه یوه رسمي او حکومتي گروهنه اعلان کړه او بیا یې په سنیانو کې په تورو او غاړو پریکونو، د نسونو د څیرلو او غیر انساني ځورونو له لارې پلې کړه. شاه اسماعیل په دوه شپو او ورځو کې په تبریز کې شل زره سنیان یوازې په دې گناه چې د اسلام درو خلفاوو ته سپک نه ول ویلی په تبر دوه نیمه کړل]. د هغه په کړس کې په عثماني ترکېه کې نقیبانو او د هغوی “قاضی القضات” د شیعه گانو په اړه له ساده گي او لیونتوبه ډکه فتوا ورکړه چې دسنیانو په اړه د اصفهان د معظمعو مجتهدانو له فتوا څخه یې کمی نه درلودله او دهمدغې فتوا له امله په ترکېه کې څلویښت زره شیعه گان د شیعه توب په جرم ووژل شول. نوموړی پوه زیاتوي : د ” اصول کافي” له لېکنې او خپریدا را په دېخوا تر نن د شیعه د احادیثو او روایاتو په کتابونو کې د سنیانیواو د هغوی د گروهني او مقدساتو پرضد په زرگونو لوی او کوشني سپکاوي راوړل شوی دي. د سلطان حسین صفوي د پاچاهۍ په دور کې شیخ الاسلام ملا محمد باقرمجلسي د سنیانو پرضد د جگړو پارونو اتل چې خپلې ټولې هڅې یې د ایران د سنیانوپه ځورونونیغې کړې وې د سنیانو د سپکولو او غندلو په موخه یې یوازې په خپل سره له ځانه له زرو زیات حدیثونه را وایستل. څرگنده ده چې دغو دښمنیو غبرگون را پاراوه او د عثماني ترکیې سني روحانیت د شیعه ملایانو او شیخانو په حق کې د لا کرغیړنو فتواگانو په ورکړې کې له شیعه روحانیت څخه کمي نه درلودله. (۷)


د اسرارنامې لېکوال نومیالی پوه فریدالدین عطار په اسرارنامه کې وایي:  


ز نـادانى دلى پرزرق و پـرمکر            گـرفتار على ماندى و بوبکر


همه عمر اندرين محنت نشستى             ندانم تا خدا را کى پرستى ؟


ژباړه:  له ډیرې ناپوهۍ له پرتم او درغلنی ډک زړه د علي او بوبکر په ډالونو کې راښکیل شول


ټول ژوند یې په همدې خوارې کې تیر کړ نه پوهیږم چې ته به کله خدای پالنه کوی 


۵. د گروهنیزو مذهبي جگړو یوه ځانگړتیا چې پکې گروهنیز او دیني مشران ټاکونکې ونډه لري په خواشینۍ دا ده چې د ولجې “غنیمت” تر نامه لاندې خپل جنگیالي د ماتې خوړلو وگړو د شتمنې لوټولو او وژلو ته هڅوي. او په پرتله ییز توگه ویلای شو چې : هغه ناتار او شډلتیا چې د ایران وگړو د افغان پاڅونوالو له لاسه ولېد ښایي د صفوي قزلباشو له هغه ناتاراو شډلتیا څخه په کمه نه وي کله چې د افغانستان د یو شمیر برخو د نیولو په وخت کې تر نیواک لاندې افغانانو د هغوی له لاسه ولېدل. شک نسته چې د افغان پاڅونوالو د پوهې کچه یوازې د ایران د ټبرنیزو او گروهنیزو مذهبي لږکیو په کچه وه چې د ټولو پوهه یوازې له دیني تنگ الواکۍ یا تعصب څخه د غچ اخیستنې د اور د کړۍ گرد چاپیره راتاوېدله او د هغوی د کړنو لارښود لېکه هم دوی ته ورکړل شوې دینې فتوا گانې وې. دویم دا چې د مذهبي گروهنو تر اغیزو لاندې هره هغه کړنه چې دوی د شیعه وگړو په حق کې تر سره کوله هغه یې یوه روا او مشروعه کړنه بلله ځکه چې په هغه وخت کې نه ملگري ملتونه ول او نه د بشري حقونو د ټولنو څرک لگېده او نه د نن ورځې په شان د رسنیو لکه بي بي سي او نورو پرمختگ نه لېدل کېده خو د شلمې پیړۍ په پای کې چې بشري پرمختگ او تمدن د ودې لوړو څوکو ته ورسید او د تکنالوژۍ په نړۍ کې یې بې ساري پرمختگونه ترلاسه کړل او په ټولنیزو رسنیو کې، اړیکو، د انځوریزو، خپرنیزو او غږیزو رسنیو بې ساري پرمختگ لکه ( مجلې ، کتابونه، ورځپاڼې، راډیو، ټلویزیون ، تیفلون، گرځند ټیلفونونه، سپوږمکیو (سټلایت)، کپمیوټر، فکس او بشپړې مېډیا او نورو) ټولو نړۍ یوه کوشني کلي ته ورته کوشنۍ کړې بیا هم جهادي مشرانو چې هر یو یې ځان پوهاند، د الهیاتو پوه، شیخ ، پیر او مرشد د دین عالم گڼي ولې د خپل هېواد او هېوادوالو په ځانگړې توگه د کابل د ښاریانو په وړاندې یې په ناتار لاس پورې کړ؟ دومره او داسې جنایاتونه وشول چې بېلگه یې په هېڅ تأریخي کتاب او د جنایي داستان په هېڅ یوه کتاب کې نه موندل کیږي او له اوریدلو یې لا تراوسه د سړي پرځان ویښته رانیغ شي. همدغه افغان جهاديان نه ول چې په ۱۹۹۲زکال کې یې د کابل له نیولو وروسته د خپلو تنظیمي مشرانو په لارښوونو د ښځو تي پریک کړل او په بیرلونو کې یې را انبار کړل؟ آیا هغو کسانو چې د کابل د بې وزلو او بې دفاعو وگړو په تندیو کې یې شپږ انچه میخونه ټک وهل ځانونه جهادیان نه بلل؟


آیا هغو کسانو چې انسانان د خښتوپخولو په اور بټیو کې ژوندي وسځول او ښځې یې پرصلیبونو میخ کړې او سړي یې ژوندي د قصابانو له چنگکونو راځوړند کړل، همدغه مجاهدین نه ول؟ مگر همدغه مجاهدین نه ول چې د خلکو پر لوڼو او ناموس یې تیری وکړ. د ولس شتمنې یې لوټ کړه اوپر ولسي شتمنۍ یې زړه ونه سوځاوه، کارخانې او تولیدې فابریکې یې وسوځولې او له بنسټه یې را ونړولې او د کابل ښار یې د تورو خاورو د ورانیو په نندارتون بدل کړ وان درندې وسلې لکه شوبلې او زغره وال ټانکونه یې د ښاري سرویسونو په گډون د سړې اوسپنې په بیه پاکستان ته یو وړې او هلته یې خرڅې کړې. جهادي مشران چې هر یو یې د ولس د وژنو له وینو او د هیواد د لوټ او ورانۍ په بدل کې د بهر په بانکونو کې په سل هاوو میلیونه ډالره را زیرمه کړي او د ولس او هیواد په حق کې له ټول دغه ناتار او شډلتیا سره سره ولې نه شرمیږي او د ویناوو په وخت کې ځانونه د هېواد د ژغورنې اتلان بولې؟ !


د شلمې پیړۍ په پای کې هغه ناتار او کړېدنې او سرې میچنې چې دغو گڼ شمیر مشرانو په خپل ولس را تاو کړې شک نسته چې افغان پاڅونوالو د اصفهان په وگړو ونه کړې ځکه اروپایي څارونکو به هرو مرو ضبط او ثبت کړې وې. یو ځل بیا دغې پایلې ته رسیږو چې مذهبي مخکښان د ورانونکو مذهبي جگړوپه راپارولو کې مرکزي ونډه لري او د ټولو هغو وینو تویولو پازوالي په غاړه لري چې د شرعي فتوا گانو د خپرولو له لارې یې سپیڅلي لارویان د مذهبي ډلو په وړاندې را پاروالې او وینې یې بهولي دي.  


۶. دپام وړوروستنۍ ټکی دا چې: افغان زوزات (نسل) باید پام وساتي چې د میرویس خان ځای ناستي ددې پرځای چې خپله ولسي او ملي خپلواکي په خپله خاوره کې پیاوړې او را ټینگه کړې وای یوازې د ځوانۍ د شور او زوږ او مذهبي احساساتو او دپښتونولۍ د ننگ تر سیوري لاندې پرته له دې چې یوه په ځیر ټاکل شوې محاسبه یې کړې وي اوپرته له دې چې د یوه تأریخي هېواد لکه ایران د اداره کولو لپاره یې افغاني وړتیا او ظرفیت ښه اشنلي اوڅیړلې وي ویې غوښتل د افغاني واکمنۍ لمنه د صفوي ایران په خاوره کې وغځوي حال دا چې د یوه هېواد د پلازمینې او څو ولایتونو نیول یوه خبره او د ایران په شان د یوه لوی هېواد اداره کول بله خبره ده او په داسې اکر بکر کې چې کارپوهه او کارازمویل شوي کارپوهان په نست ول ددغسې یوه هېواد اداره کول د یو شمیر افغاني توریالیواو بې باکو جنگیالیو لپاره ډیر دروند کار وو. له همدې امله ټولو هغو افغانانو چې د ایران د نېواک لپاره یې ملا تړلې وه له هغې ورځې چې له کندهار راووتل د ژوند تر پایه یې یوه ورځ آرامه ونه لېدله او په پای کې (شل زره بریدگرځواک چې څه ناڅه دیرش زره د کورنیو غړي یې چې د شاه محمود په امر له کندهاره اصفهان ته کډه شوي ول) د ایران د ولس له لاسه په ځانگړې توگه د نادر افشار له پلوه ټول ووژل شول. او په پای کې د ۱۷۳۸زکال نادر افشا د کندهار د هوتکي دولت لېکې را دړې وړې کړې او د غلزیو هوتکو د کورنۍ مشران یې له کندهاره مازندران، بخارا، بلخ او د هېواد نورو لیریو سیمو ته وشړل. د میرویس خان له وخته نیولې بیا د افغانستان د یوه خپلواک دولت ترجوړېدلو (۱۷۴۷زکال) پورې دیرش کاله ونیول چې د ستراحمدشاه ابدالي په شان پیاوړی سیاسي او پوځي شخصیت رامنځ ته شي او هغه وکولای شول د افغاني کارپوهو مشرانو په سلا او مشوره د افغان د واکمنۍ لمنه دیوې پیاوړې اډانې په غیږ کې راجوړه او دا دی تر نن پورې یې دوام موندلی دی. پای 


اخځ لېکونه:


۱- ډاکټر شفا، پس از هزار وچهارصد سال، ټوک ٢، پ ، ٧٦٠


٢- لکهارت، انقراض سلسله صفویه، مخونه ١٩٨-١٩٩


۳- لکهارت، پاڼې٢٠٠-٢٠١، تاريخ سياح مسيحي، پاڼې ٤٩- ٥٠


۴- سقوط اصفهان ، د کروسينسکى په وینا، پ ٨٠،


۵- تاريخ سياح مسيحى، پ٦٣، لکهارت، پ٢٢١


۶- پس از هزار و چهارصدسال، پ ٧٢٦


۷- داکتر شفا،توضيح المسايل ، پ٢٥٩-٢٦٠