کور / تازه خبرونه / امریکایی بې پېلوټه طیارې ۷ کسان ووژل

امریکایی بې پېلوټه طیارې ۷ کسان ووژل

رویټر او بی بی سی د میرانشاه څخه خبر ورکوی چی امریکایی بې پیلوټه الوتکو د شمالی وزیرستان د ډنډه دریاخېل پر سراج العلوم مدرسه باندی توغندي وویشتل چی اووه کسان یې ووژل او شپږ نور یی زحمیان کړل . دا مدرسه د قوماندان جلال الدین حقانی مربوط وه . عینی شاهدانو وویل چی مقتولین ټول ملکی کسان وو ، او تر حملې ډېر ژر وروسته طالبان د شاوخوا څخه په موټرو کی میرانشاه ته راغلل . د قوماندان حقانی څه ناڅه ۲۳ خپلوان په سپټمبر کی د کټ مټ حملې پواسطه همدلته وژل سوي وو . قوماندان حقانی اوس مریض دی او جنګی چاری یې ټوله زوی سرج الدین حقانی مخته بیایی .