د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 22nd, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې د روسیې د سفیر دا وینا راغستې چې امریکا دې ژر تر ژره په افغانستان کې امنیتي چارې ملي اردو ته وسپاري.

ورځپاڼې د یو عیني شاهد په حواله لیکلي دي هغه کسان چې د کابل کندهار په لویه لاره وژل شوي ټول د کار د موندلو لپاره ایران ته روان وو.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په شتو ستونزو تبصره کړې او د هغو د حل لپاره يې ځینې وړاندیزونه کړیدي.


د انیس دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سړي تښتونې په ستونزې تبصره کړې او پدې برخه کې يې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ورخپاڼه کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د پروسې او د هغې د پلې کولو لپاره د افغانانو په لیوالتیا هم بحث شوې دې.

ورځپاڼې د هرات د څارنوال په حواله دا هم لیکلي دي چې دوې د مجرمینو د نیولو او قانون ته د هغوې د سپارلو په هڅه کې دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ویلي دي چې امکان لري چې افغانستان راتلونکې کال د نړۍ د بیوزلو هیوادونو د لسټ په سر کې شامل شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هغو هڅو ته هم کتنه کړې چې د هیواد په شمال کې د ځینو قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوستم او اکبر باې د پخلاینې لپاره روانې دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې ایرانیان او روسان په افغانستان کې د سولې له روان بهیر نه ولې په ویره کې دي.

ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت له ګډوډیو سره مخ دې.

په ورخپاڼه کې د افغانستان د تیرو اوو کلونو جنګ ته هم کتنه شوې او د جرمني د یوې ورځپاڼې په نقل لیکل شوي چې دا جنګ بې ثمره وو.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د کامبخش په اړه د کابل د استناف د محکمې حکم ته ځانګړې کړې او هغه يې غیر عادلانه بللې دې.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د فعالیت په اړه د ناټو د یو جګ پوړي قومندان څرګندونو ته ځانګړې کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې له طالبانو سره په جنګ کې سیاسي اراده کمزورې شوې ده.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امن د جرګې لپاره افغاني پلاوې اسلام اباد ته تللې دې.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې افغانستان د زړه سواندې او نوښتګرو ولسوالانو د ټاکلو اړتیا لري.

خو اصلاح بیا بیا د کابینې نویو وزیرانو ته د ولسي جرګې لخوا د باور د راې په ورکولو تبصره کړې او لیکلي دي چې وکیلانو د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې په وکیلانو دا انتقاد کړې دې چې وې نشواې کول چې د ورپیژندل شویو وزیرانو په وړاندې په متحده توګه اقدام وکړي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان او عراق کې د بوش ستراتیژي به د امریکا له انتخاباتو وروسته هم حکومت وکړي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور او فعالیتونو په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.

Copyright Larawbar 2007-2024