کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پوليس د ټولنې خدمتګار او كه د خلكو لوټوونكي

پوليس د ټولنې خدمتګار او كه د خلكو لوټوونكي

دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې په دې وروستيو د هېواد ډېرى سيمې د بې امنيتۍ په اور كې سوزېږي، د كابل دروازو ته د دولت مخالفين رارسېدلي دي. هره ورځ په بېلابېلو نومونو د پنځوسو او سلو افغانانو د مړينې خبر وركول كېږي، داسې ورځ نشته چې په دې كړېدلي هېواد كې څو كورنۍ د غم په ټغر نه وي ناستې، آخېر تر كومه؟ زموږ چارواكي ولې په دې مظلوم او بې وسه ولس باندې زړه سوى نه كوي، ولې د دوى ستونزو ته پام نه كوي؟ تر څو به دا ځورېدلى ولس په يو او بل نوم باندې وژل كېږي. ددې لپاره چې خبره ډېره بلې خواته نه وي رانه تللې، غواړم د اوسني د دوى په اصطلاح ولسواك دولت د پوليسو د نننيو ظلمونو په اړه يو د سترګو ليدلى حال تاسې ښاغلو لوستونكو ته وړاندې كوم، د وردګو ولايت د چك ولسوالي له پلازمېنې كابل څخه (۶۰)شپېته كيلومتره واټن لري، د روان لمريز كال د تلې د مياشتې په (۲۷) اووه ويشتمه د شپې مهال د طالبانو لخوا په ولسوالۍ د راكټونو او نورو وسلو په واسطه بريد وشو دوه درې ساعته داسې جګړه روانه وه، چې د ولسوالۍ په نژدي كليو كې هېڅ ماشوم د الوتكو او وسلو د غږونو له وېرې څخه د شپې تر يوولسو بجو پورې خوب ونكړ، د مرګ ژوبلې په اړه چا څه ونه ويل ځكه چې د دولت مخالفينو د غرونو له  لوړو څوكو څخه مرمۍ اورولې، نو له همدې امله يې د ولسوالۍ كسانو ته كوم ځاني زيان نه و اړولى. د همدې جګړې په سهار د ولسوالۍ له بازار سره د ولسوالۍ لس كسه پوليس، د امنيه قوماندانۍ كسان ولاړ و، خو كاشكې چې د امنيه قومانداني نوم يې نه واى ورباندې اېښى، نوموړو كسانو ته به چې كابل ته لونكي موټر ور رسېدل، ټول به يې د تالاشي لپاره له موټرونو څخه ښكته كول او بيا به يې مبايل او پيسې ترې اخيستې او دوى به يې بېرته په شا استول، يو كس چې غوښتل يې ورته ووايي، چې آخير ولې؟ موږ څه ګناه كړې ده، د همدې خبرې په ويلو سره يې په دوو كسانو د ټوپك تر قنداغونو لاندې ونيو، چې ډېر په بې رحمانه ډول يې وواهه، له هغې وروسته هېچا هم ترې ونه پوښتل چې څه اخلې او څه نه اخلې هر څه به يې چې له خلكو لوټل چا ورته څه نشواى ويلى، له لوټ وروسته يې د ټولو مسافرو موټر بېرته په شا وشړل، هېڅ يو چاته يې كابل ته د تلو اجازه ورنكړه. دوى همدا يوه خبره كوله چې،( همين شما پدرنالت هستيد كه شبانه به ما راكت فير ميكنيد)) په همدې ورځ كابل ته تلونكي ټول موټر د ورځې تر لس نيمو بجو پورې د چك د برېښنا د بند په غاړه ولاړ و، تر هغې چې پوليس بېرته خپلې د امنيت سيمې (د ولسوالۍ ودانۍ) ته لاړل، نو وروسته كابل ته تلونكو وكولاى شول، چې كابل ته حركت وكړي.

د چك ولسوالۍ ته دا امنيه قوماندان او همدا خدمتګار پوليس نوي راغلي، تر دې مخكې د سيمې يو كس د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان و، چې په خپله ټوله دوره كې يې نه څوك ولوټل او نه يې هم څوك بې آبرو كړل، په همدې ډول هغوى كولاى شول چې د ولسوالۍ ډېرو سيمو ته تګ راتګ وكړي، خو اوسني كسان نشي كولاى چې د ولسوالۍ له بازار څخه پرته بلې خوا ته لاړ شي، ولسوالي او امنيه قومانداني يې يوازې د ولسوالۍ تر څو كوټو پورې تړلې ده. د سيمې خلك وايي، چې نوي راغلي پوليس ټول په نشه يي توكو روږدي كسان دي، چې په هېڅ لوبه نه دي بند، هغوى چې څه زړه غواړي كوي يې.

د دا ډول حالاتو په راتلو سره اوس ملكي ولس په دې كې حيران دى چې كومې خواته لاړ شي، طالب شي، دولت شي، او كه له افغانستان څخه ووزي، چې دا چانس هم اوس ډېر لږ دى.

اوس دې خلك او چارواكي په خپله قضاوت وكړي، چې په داسې پوليسو به دوى امنيت وساتي او كه به نور هم د خلكو او دولت تر منځ واټن ډېر كړي، خو زه فكر نه كوم چې په داسې ډول دې خلك له دولت څخه ملاتړ وكړي، يو ولس تر هر څه لومړى امنيت ته اړتيا لري، دا چې پوليس خپله ولس لوټي نو ولس به د خپلې ستونزې په اړه چا ته وژاړي او له چا به ورته وژاړي، چې د كور ساتونكى خپله غل شي نو په چا به باور او اعتبار وكړو.