کور / تازه خبرونه / خوست: ايتلافي ځواكونو ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست: ايتلافي ځواكونو ملي اردو ته مرګ ژوبله واړوله

د ايتلاف هوايي ځواكونو په خوست كې د ملي اردو پر سرتېرو بمبارد كړى او له لسو زيات يې  وژلي او ټپيان كړي دي.

په خوست كې د ملي اردو پر سرتېرو د ايتلاف هوايي بريد تېره شپه د دغه ولايت په لويديځ دوه منده ولسوالۍ كې شوى.
د سيمې ولسوال لطف الله ببكرخېل وايي، چې په دې پېښه كې اته سرتيري وژل شوي او د يوه ملكي وګړي په ګډون پېنځه نور ټپيان شوي. د دې ترڅنګ د ملي اردو دوه پايكپ موټرونه هم له مېنځه تللي.


ملي اردو په دې وروستيو كې، په ياده سيمه كې پلټونكي عمليات پيل كړي او تېره شپه داسې مهال، چې دوى د سيمې په يوه امنيتي پوسته كې ولاړ وو، بهرنيو هوايي ځواكونو په نښه او ياده مرګ ژوبله يې ور واړوله.


تر اوسه په دې اړه خپله ايتلافي ځواكونو څه نه دي ويلي.