۲۱-۱۰-۲۰۰۸
پروفیسور عبدالخالق رشید : داطلاعاتواوکلتور وزیرغواړي ،دهندوستان دافغاني واکمنانانو فرهنګي اوتاریخي ویاړونه راټول اودبریښنایي رسنیوله لارې ېې دخلکو په واک کې ور کړي .
پوښتنه : اوریدلي مو دي چې دافغانستان داطلاعاتواوکلتوروزارت په دې وروستیووختوکې دخپلو فرهنګی نوښتونوپه ترڅ کې په یوه نوي کارچې ستاسې په مرسته له هندوستانه پیل کیږي لاس پورې کړی چې دهغه له مخې دغه وزارت اوپه ځانګړې توګه وزیرښاغلي خرم اوددغه وزارت نور ارکان اومرستیالان او درادیوتلویزیون مشر له دغه کار سره ځانګړې لیواتیا ښودلې ، هیله ده چې ددغې موضوع داهمیت په اړه په تاریخي اوفرهنګي لحاظ یوڅه رڼا واچوﺉ .
ځواب : ډیره مننه ، زه فکرکوم اوښایی هرهغه افغان چې دافغانانو دتاریخ اوفرهنګ په اړه مطالعه لري اویاغواړی ویې کړي ، هغه په دغه رمزباندې پوهیږي چې دافغانانو په تیره بیا دپښتنودتاریخ اوفرهنګ پالنې لپاره هندوستان یوازنې زانګو ده چې دلته یې تاریخ او فرهنګ په خورا ویاړ سره وده کړې او په هغه شان سره چې ددغه قوم پرتم اووړتیا وه خپله نښه ددغه هیواد پرلتوباندې پریښې ده ، جالبه خوداده چې تراوسه پورې ددغه پراخ هیواد په تاریخ اوفرهنګ کې ترټولو جالب او دپاملرنې وړ څپرکې بیاهم دپښتنو تاریخ اوشته والي دی چې ددغه هیواد له شته والي سره که څوک غواړي اوکه نه تل طرحه کیږي . په هندوستان کې دپښتون اوپټان کلتور خبره دومره لرغونې ده چې سریې ددغه هیواد په اساطیري ویاړونو لکه مهابهارت اونورو لرغونو آثاروباندې لګیږي. زه فکرکوم چې دایوه داسې اوږده رابطه ده چې دیوې دوو پیړیو ، یوه تمدن ، یوه مذهب اویوه کلتوري بهیرپه چوکاټ کې نه شي ایساریدای.زه په دغه اړه یوازې دومره ویلای شم چې له هندوستان اوددغه هیواد له فرهنګی وړتیاوو اومیراثونو سره زموږ رابطه تل داټکي په ډاګه کوي چې موږ له دوی سره دهنددنیمې وچې په فرهنګي هستیوکې مساوي برخه لرو. له ویدی سندرو بیا تراسلامي دورې پورې پښتنو په دغه خاوره کې داسې ژوندکړی چې دغه هیواد کله هم دوی ته په تاریخي اوفرهنګ لحاظ پردی نه وښکاره شوي ، ځکه یې دلته په تلپاتې فرهنګي ایجادیاتوباندې لاس پورې کړی اودهندي کلچر په هره برخه باندې یې خپله فرهنګ پاله نښه په خپله وړتیاسره پریښې ده .
ان چې خبره یې تراسلامي دورې پورې رارسیږي ، په دغه عصرکې هم پښتنو ددغه هیوادپه پرمختګ اوفرهنګ پالنه کې داسې برخه واخیسته چې پایله یې ددغه هیواد په اوسنې پرمختګ باندې ودریده. لودیانو دغه هیوادته پرمعنوي فرهنګ برسیره پټان سټایل معماري ورډالۍ کړه ، داګرې دتاریخي ښار بنسټ همدغو لودیانو کیښود ، هندوستان همدغې کورنې په تیره بیا سکندرلودي په یوه نړیوال رنسانس باندې ور مخه کړ چې دده په وخت کې دعلومو داسې برخه نه وه چې کارپرې ونه شو اویاده اودده دعصرپښتنووده ونه کړه . وروستۍ افغاني امپراتوري چې خپله اغیزه یې ددغه هیواد پرتاریخ اوفرهنګ باندې پریښوده هغه درانې امپراتوری چې نښې اوفرهنګي وړتیاوې یې نه یوازې ددغه هیواد پراسلامی فرهنګ باندې څرګندې دی ، بلک پر نورو فرهنګونو اودنورو فرهنګونواومذهبونو په وده کې یې برخه اخیستنه ددغه لوی هند د تاریخ پرمخ باندې څرګنده ده ، په رامپورکې دپښتنو نوابانو فرهنګی میراثونه او له هغې ډلې رضارامپورکتابخانه چې ( دکتابونو تاج محل ) ویاړیې دځان کړی ، داهم په هند کې د درانې دورې له فرهنګي تلپاتې یادګارونو څخه ده چې تراوسه پورې په هنري شتمنیو باندې ټول شمالي هندوستان سرلوړی دی .
پردې هم برسیره څنګه چې پښتنودهندوستان په سیاسي ، فرهنګی او په مجموع کې په معنوی وده کې برخه واخیسته ، همداسې پردغه خاوره له دوی څخه داسې تاریخی ـ هنري کلاوې ، دربارونه ، مزارونه او نورڅه پاتې دي چې نورنودلته دغه تاریخی میراث دطبعیی اونورو حوادثو دفشارله امله خپله وړتیا له لاسه ورکوي اوکیدای شي ډیرژردغه لږه برخه چې تراوسه دافغانې میراث په توګه پاتې ده هم له منځه لاړه شي ، له همدې امله زه داطلاعاتو اوکلتوروزارت دغه تاریخی کاراونوښت ته په درنه سترګه ګورم او دایوداسې کاربولم چې له یوه پښتون احساس څخه پرته هغه ته نه څوک زړه ښه کوي اونه یې غواړي اونه یې تراوسه غوښتی و ځکه نودغه کارچې باید دپښتنودفرهنګ هغه برخه چې تراوسه یې خپل هیواداوخلک نه دی پرې خبراوپه دغه هیوادکې خوره وره ده باید راغونډه شي . دایوملي رسالت دی اویوه ملي دنده چې باید لاپخوا ترسره شوې وای چې له بدمرغه نه وه ترسره شوې اوداطلاعاتو اوکلتورمحترم وزیرما ته په دغه اړه د زړه له کومي ډاډ راکړ چې دغه فرهنګي دنده به دیوه رسالت په توګه سرته رسوو.
پوښتنه : که لږ ددغو میراثونو دراغونډولو په تخنیک هم رڼاواچوﺉ .
ځواب : هو، په دغه برخه کې ترهرڅه دمخه یوه خبره دپاملرنې وړده اوهغه داچې دهندپه اوږدو اولنډوکې پښتنودخپلوواکمنیواونوابیوپه شپوورځوکې داسې قصرونه ، کلاوې اودربارونه جوړکړي ، چې تراوسه پورې حساس لیدونکی په یوکتوباندې ګوته په هنري لحاظ ګوته په غاښ کوي ، تاسې پوهیږۍ چې دشیرشاه سوري مقبره په خپله دهغه دتاج اوخول عملي انځورونه اومعماری ده ،مانا داچې دهغه مقبره په اصل کې دهغه دواکمنۍ تاج دی چې نومیالي واکمن سلیم شاه پرې جوړه کړه ،دا شان نوښتي هنر چې دنړۍ په هنرکې دیوه شهکارپه توګه منل شوی دی . داکار په هندکې هیڅ یوه واکمن نه ترشیرشاه دمخه اونه هم وروسته ترسره کړ ، کله چې دهند په یوه لرې پرته سیمه (سهسرام ) کې دغه هنري اوافغاني شهکارته سړی په یونظرسره په عینی توګه اویادفلم پرپرده وګوري ، رښتنی اوپه هیوادمین افغان خو لا څه کوې چې هغه پټ سترګې پښتون دښمنه به هم له شکه پرته خپل ګریوان ته سرټیټ کړي اوپه دغه ټکي به صادقانه اعتراف وکړي چې پښتون اوپښتانه واکمنان دتاریخ په اوږدو کې په فرهنګي لحاظ یعنی څوک ؟ اوس زموږ لپاره یوه مهمه فرهنګی دنده همداده چې دغه فرهنګ میراثونه که نورڅه نه شوکولای لږ ترلږ فلم کړو زما داڅو کاله یارانو ته ،دهمدغه کارله پاره خوله تڼاکې شوه ، دهرچا ترغوږو مې چې ورتیره کړه ، یوه هم په دغه برخه کې ځواني ونه کړه اونه یې دغه خبره دیوې جدي مسلې په توګه په پام کې ونیوه ، زه اوس په دغه برخه کې دغه ټکي ته هیله من شوی یم چې داطلاعاتو اوکلتوروزیرپه دغه برخه کې دخپل ملت دفرهنګ په وړاندې دخپل اوچت احساس له مخې په خپل دغه کارسره یوه تاریخي اوملي دنده ترسره کوي .
پوښتنه : که مهرباني وکړﺉ دهغوفرهنګي میراثوپه اړه یوڅه ووایاست چې په لومړي سرکې باید پرهغوباندې کمره ستړې شي اوله هغه وروسته پرې مستندو فلمونه دتلویزیون پرپرده راڅرګندشي .
ځواب : کله چې زه لومړی ځل داطلاعاتو اوکلتوروزارت ورغلم ،ددغه وزارت فرهنګپال معین فراهي صاحب چې کلونه کلونه مودادبیاتو په برخه کې دګډکارکولوملګرتیا درلوده ،اوپه دغومسایلو موپخواډیرې خبرې کړې وي اودهندوستان په فرهنګی اهمیت باندې ترهغوکسانوچې په دغه برخه کې ځانونه (کارپوهان) بولي دزړه له کومي باورمن و ، راته وویل چې زموږ ټول امکانات ستاپه واک کې دي ، مقصد په دغه کې دې هرڅه چې دې په زړه اوفکرکې دي ، موږ ته یې ووایه ،دملي تلویزیون له مشرزما له پخوانې دوست نظري صاحب سره مې هم خبرې وشوې ، له هغه وروسته چې مې له ښاغلي وزیرخرم صاحب سره ولیدل ، اوهغه ته مې خپله عریضه په لنډه توګه وویله اوپه هندوستان کې مې د فرهنګی ارزښتنونوپورتنې خبره ورته وکړه ، خدای شته چې دومره ورته جالبه وه چې راته ویې ویل ، وړاندیز دې همدا اوس ددندې ترپیل کیدو دمخه ماته پریږده ، زه په دې باوري شوم چې وزیرصاحب په دغه برخه کې له ماسره خپله مرسته نه سپموي ، زه لا هند ته سم نه وم رارسیدلی چې له مایې په دغه برخه کې دپوره جزیاتووړاندیز وغوښت ، ما هم په لومړي ګام کې ددغو تاریخی اوفرهنګی ځایونودفلم کولو په اړه خپل وړاندیز په لاندې ډول ور واستاوه :
نوی ډیلی هندوستان
د۲۰۰۸ کال دسپتمبر۲۶
داطلاعاتو اوفرهنګ محترم وزیرصاحب ته ،
ستاسی بریښنالیک دناصری صاحب له لیارې راورسید چې له شکه پرته د درناوی اوستاینې وړدی ، زه باورلرم چې دابه زموږ دمعاصرتاریخ په پاڼوکې لومړنی ویاړوي چې تاسودهغو دخوندي کولواوژوندي کولو په ترځ کې ګام اخلی ،دغه فرهنګی میراثونو لکه چې ما می په خپله کتنه کې هم یادونه درته وکړه نورپه هراړخیزه توګه دورکی او نابودۍ په درشل کې دي . خدای مونورهم وپنڅوه او په دغه برخه کې مو دلازیاتو بریو په هیله .
محترم وزیرصاحب ،
غواړم ستاسې معلوماتو لپاره په دغه اړه دالاندې معلومات ستاسو په واک کې درکړم : په دغه پروژه کې دالاندې څایونو ، واکمنان اودهغودمیراثونو خوندي کول دپاملرنې وړدی ،
۱- په نوي ډیلی کې داعلحضرت سلطان بهلول رح مقبره ، دهغې ترمیم او فلم اخیستنه ،
۲-په نوي ډیلی کې داعلحضرت سلطان سکندرلودی مقبره ، لودی ګارډن (باغ) فلم اخیستنه ،
۳- په نوي ډیلی کې دسلطان رضیی دمقبری لپاره ډبرلیک او فلم اخیستنه ،
۴- په نوي ډیلی کې دسلطان علاوالدین خلجی دمقبره ډیرلیک او فلم اخیستنه ،
۵-دنومیالی عارف بختیارکاکي دمقبرې فلم اخیستنه په مهرولی ، نوي ډیلی کې
۶- دسترټولوال اعلحضرت شیرشاه سورې مقبرې ته ډبرلیک او فلم اخیستنه ، دامقبره دبیهارایالت په سهسرام کې ده چې له ډیلی ځخه (۱۸۰۰) کیلومیره لرې ده ،
۷- په همدغه ښارکې دشیرشاه دپلار مقبره (فلم اخیستنه ) ،
۸-دپښتوژبې دنومیالی عارف اوشاعر ارزانی خویشکی دمزارفلم اخیستنه دغه مزار دبیهاردپټنې په ښارکې دي ، چې دشاجهان په زمانه کې جوړشوی ،
۹- داعلحضرت شازمان دمقبرې لپاره ډیرلیک او فلم اخیستنه دغه مقبره په پنجاب کې ده ،
۱۰- دامیرمحمد یعقوب خان دمزار فلم اخیستنه داهم په پنجاب کې ده ،
۱۱-دبهوپال دنوابې دتاریخی میراثونو خوندی کول ، دلته دآسیاترټولو سترجومات هم دبهوپال پښتنې نوابې جوړکړی چې دمعاصرې معمارۍ شهکاریادیږي ،
۱۲- دملیرکوټله دنوابې دمیراثونو خوندی کول او فلم اخیستل ، په پنجاب کې ،
۱۳- دټونک دنوابې دتاریخی میراثونو خوندی کول اوفلم اخیستل ، په راجستان کې
۱۴- په پانی پت کې دسلطان ابراهیم لودی دمقبرې لپاره ډیرلیک او فلم اخیستنه
۱۵- په نوي ډیلی کې دبلخی امیرخسرو دمقبرې لپاره ډبرلیک او فلم اخستنه
۱۶ – دنومیالی عارف میرزا عبدالقادر بیدل دمقبری فلم اخیستنه ،
۱۷- په سلګونو نورتاریخی او مذهبی ویاړونه لکه د نظام الدین اولیا مزار، سرهند شریف ، اجمیرشریف اوقطب منارشته چې زموږ اوهند په ګډومیراثوکې ستراهمیت لری ، چې کیدای شی داټول فلم برداری اودخپلوخلکواونویونسلونو له پاره راخوندی کړو…
یوه وروستۍ پوښتنه :
څه فکرکوﺉ چې دهیواد په دغوحالاتوکې چې یوه ورځ یې بلې ته نه ورته کیږي ، هرڅه دبدلون په درشل کې دی ، ان ویل کیږي چې داطلاعاتو اوفرهنګ په مشرتابه کې هم بدلون را روان دی ، که دغه وزیرچې اوس یې دغه کارته کلکه ملاتړلې له دغې دندې لرې شو، په دغه ترڅ کې به دغه کاربیا همداسې دیوه ارمان په توګه لکه چې تاسې هم اشاره وکړه اوهیڅوک درسره لاس په کارنه شول ، پاتې نه شي .
ځواب ، ښه خبره دې وکړه ، زه یوازې په دغه اړه دومره وایم چې داطلاعاتواوکلتور وزارت دملت وزارت دی ،چې یوڅوک دخپلې وړتیا اویا هم اړتیا له مخې پردغې څوکۍ باندې ګمارل کیږي ، داچې هغه بیاله دغه ځایه څه ډول کاراخلي ، دابیاهم دهغه ګمارل شوي کس په وړتیا اواحساس پورې تړلې خبره ده ، په هرهیواد کې دهغه هیواد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته ترهرڅه دمخه لازمه ده چې دیوې ټاکلې فرهنګي پالیسۍ له مخې خپله فرهنګی پالیسې دملت په وړاندې کیږدي،زموږ په هیواد کې هم خبره باید همداسې وې دغه وزارت باید دملت ملي اواسلامي اوافغاني فرهنګي ارزښتونه په جدي توګه په پام کې ونیسې اوله هغوڅخه دپردي فرهنګي تیري په وړاندې که په هره بڼه وي ننګه ددغې فرهنګي تګلارې اوپالیسې دنده ده اوتګلاره یې باید په دغه ترڅ کې روښانه وي .
ستاسې له پوښتنې سره اړوند زه په دې باوري یم چې داطلاعاتو اوکلتوردغه وزیر خوپه دغه برخه کې دخپل کاراوپلان له مخې دغه ملی اوفرهنګي ګام اوچت کړ اودغه ملي اوفرهنګی پروژه یې په خپل وار راپیل کړه ، داچې ترسره به شي اوکه نه ، ان که چیرې بل وزیرهم راځي ، دایوه خبره خو به وی چې ددغه کارپیل دښاغلي خرم اودهغه دټیم له خوا و شو، خلک تل په یوه ټولنه کې رښتینې قاضیان دی اوډیرښه قضاوت کوی . زه په دې باوریم چې دایوه اوږدمدتي پروژه ده چې نه یوازې یووزیراویونسل باید هغې ته ذمه واروي بلکه نسلونه باید په دغه ترڅ کې خپل رسالت په پرله پسې توګه ترسره کړي ، داسې لکه چې اوسنی وزیر په دغه ترڅ کې مخکښ شو.
پوښتنه ، تاسې ووې چې په دغه کارسره به دپښتنو واکمنانو اودهغو دهنري اوفرهنګي هڅو یوه له یاده وتلې برخه بیا دخلکو وریاده شي اوپه هغه فرهنګی واټن به پوه شي چې داوسنی پښتون اوهغه مهال پښتون ترمنځ ترسترګوکیږي . که دغه ټکی لږ روښانه کړﺉ …
ځواب : ګوره ، په دې نژدې وختوکې یوچا چې په ژوند کې دپښتنوپه لوړتیا داعتراف خوله نه پرانیزي په یوه ناسته کې پوښتنه راڅخه وکړه ، چې دهندپښتانه دافغانستان ترهغو ډیرمتمدن، فرهنګ پالي اونوښتګر وو ، ددې لامل څه دی . ماورته وخندل، لومړی خو مې دده دغه درک دده په مخ کې وستایه ، بیا مې ددغه ټکي لامل ورته داسې ووایه : (( هو، ددغواوهغو ترمنځ یوازې په فرهنګي لحاظ یودپاملرنې وړ توپیرلیدل کیږي، اولامل یې هم دادې چې په هرملک اوهروخت کې چې یوقام غواړي په یوه هیواد کې خپله وړتیا وښي ، دهغو لپاره داشرط ده چې دری څیزه ( خامه ، یاقلم ) ( شتنمۍ او دارایی ) او ( واک او مسوولیت ) یې په خپل لاس کې وي ، دافغانستان اوهندوستان دپښتنودفرهنګي وده خبره هم په همدغه ټکي پورې اړه لري ، په هندوستان کې ټولو پښتنوواکمنانو نوموړي دری توکې په پوره توګه په خپل واک کې درلودل ، پاچابه هم لیکوال و، هم په مذهبي عالم و، هم به سیاست پوه اوټولنپوه و ، همداوه چې د ژوند درمز یومهم رازیې په خپل واک درلود، دویمه خبره شتمني وه ، داسې شتمني ، چې دیوه هیواد اویوه بل قام دلوټ په ترڅ کې به نه وه موندل شوې ، نه داسې شتمنی چې دهغې بنیادبه پرلوټ اوظلم باندې ولاړو، تاسې وګورﺉ چې شیرشاه اودهغه پلار دومره جاګیردرلود چې نن هم پرهغه باندې دهندوستان په ملیونو ولسونه سوکاله اوآرام دي ، مانا داچې دوی شتمن څوک وو، اوپه سوال اولوټ باندې یې ګوزاره نه وه ، اودریم داچې واک یې په خپل لاس کې و، په خپلو خلکو ،دخپل هیواد په خلکو باندې یې دزړه له کومي باور درلود ، دیوه چا ایمانداري ته به یې کتل او یوه دنده به یې ورسپارله … داټول عوامل وو چې دهندوستان پښتنوته یې داسې فرهنګی اومدنې وړتیا ورپه برخه کړه چې ترننه پورې په سرلوړﺉ اودرنښت سره یادیږي . خو په افغانستان کې بیا خبره ددغو دریویادو شویو اصلونو برعکس وه ، پښتانه واکمنان وو ، خو قلم یې نه درلود هغه یې دبل چا په لاس کې ورکړی ، شتمنی خو یې نه وه ، اوکه به وه ، نوهغه به داسې څه نه وه لکه دهندوستان دپښتنوپه شان ،یوازې دومره څه به ورسره وو چې پاچا به له ځان سره ګرزول ، اویابه یې په پردیوخزانه دارانو ساتل ، واک اوصلاحیت یې هم دومره و چې ده یوازې دځان په باره کې فکرکولای شو…
ځکه نو په دغو اوهغو پښتنوکې دټولنیزې قانونمندې له مخې یوڅرګند توپیررامنځ ته شو، چې تراوسه پورې هغه نه شي تلافی کیدای .
زه فکرکوم چې که موږ لږ ترلږه په اوسنیوشرایطوکې دخپلودغو افغانانوپه لورورمخه کړو ، فرهنګی میراثونه یې وپیژنو موږ به په دې وتوانیژو چې دنوي نسلونو لپاره به مویوڅه د دوی دمخکنی پیژندنې په اړه ترسره کړي وي داسې که نورڅه نه وي چې کله خوداخبره ورسره پوښتنه نه وې چې :
یا هغه پښتانه نور وو دا څه نوردي …