کور / نوميالي / علامه سعيد افغاني او د لغمان اوسیدونکي قامونه او پرګنې

علامه سعيد افغاني او د لغمان اوسیدونکي قامونه او پرګنې

 





د مولوی داکتر محمد سعید « علامه * سعید افغانی » ليکنه


 



      بسم الله الرحمن الرحيم 


  دمولوي داکتر سعيد افغاني لنډه پيژندنه : 


  خـدايبخښلى مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني )  ( ١٣٠٠ ) هجرى شمسى  کال  کى دلغمان ولايت  دخير آباد په کلي کى وزيږ يده ،  هغه دخپل پلار مولوي عبد المجيد ساپي چه دخپل وخت له مشهور و مدرسونو څخه وو  دتير ګړوى دجامع جومات خطيب  او امام  وو ، او هم يى دنورومخورو  روحانيونونه  خپلى لو مړني زده کړې وکړى او ښايسته ښه ملا  شو .


وروسته بيامحمد سعيد دکا بل عربي دارالعلوم کى شامل شو ، کله چه په ( ١٣٢٥ هجرى شمسى ) کال کى ددغى مدرسې  نه فارغ شو ، په سر يى دمولوي پکړى وټړله شوه ، سمدستي په همدغه  مدرسه کى داستاد په حيث مقرر شو ،  او بيا  په کال ١٣٣٧ کښى دننګر هار  دنجم المدارس دمدرسى  دمدير په حيث وټاکل شو . 


      يو څو موده  دپو هنى  او روزنى دوزارت  دمسلکي تدريساتو  غړى شوو  او بيا بيرته  دنجم المدارس مدير  او وروسته  دحبيبى ليسى  ته ددينى  علومو دښوونکي په حيث وټاکل شو .  


      سعيد افغانى په ( ١٣٤٢ )  هجري شمسي  کال  مصر  ته  ولاړ  او تر ( ١٣٤٧ هجرى شمسي )  کاله پورې په ( جامع الازهر )  کښى دفلسفي او الهياتو په زده کړه بوخت و . 


      کله چى دوکتور مولوى  سعيد افغاني وطن ته  را ستون  شو ،  نو  لو مړى دعالي دارالمعلمين  داستاد  په توگه  دنده  تر سره  کړه  او بيا وروسته  دکابل  پو لتخنيک ته لاړ ز  او هلته  دوخت دمحصلانو او استادانو  ددموکراتيکو مبارزو  له لړى  سره دخپل  دينى  او مذهبى مقام  ساتلو  سره سم  يو ځاى شو  او د کابل  پو هنتون  داستادانو له خوا  دهغه  وخت  داستادانو اتحادي غړى او بيا  دپو هنتو نونو داستادانو د اتحاديى رئيس  مدستيال په تو گه انتخاب شو . 


مولوى  سعيد افغانى له بشري ټولنى سره له هر ډول توپير او تبعيض  پرته  مينه درلوده او دنړى والى سولې يو پيژندل شوى  مبارزوو،  په  زياتو نړيوالو هغو سيمينارونو کى  برخه  واخيسته  چى سولې  ته وقف  شوى وي  او پدى مبارزى کى يى  دابو علي سينا زرمى کاليزى جايزه تر لاسه کړه . 


      سعيد افغاني آن  دروانى پيړى څلورمې لسيزې  په پيل  کى څانکړى هڅى وکړى چى په هيواد کى دملى يو والى لپاره  ديو پراخه  ملى جپهى ضرورت خلکو ته  په گوته کړي او  هغه يو داسې ټولنيز پر مختگ  او ټولنيز بدلون  سره چى دبيعدلتى کمبله  ټوله  کړي مينه  درلوده ، په همدې وجه ( ١٣٥٢  هجرى شمسى ) کال کښى دقضا  عالي شورا  غړى او ورپسى دتميز د عالي محکمې رئيس  ( قاضى القضات )  شو ،  وروسته داسلامي  شـئونو  وزارت  په راس  کى وټاکل  شو ،  او بيا  دوخت  دملى  جبهى مر ستيال  او هم  دى علما ؤ  او روحانيون  عمومى مشر شو . 


            سعيد افغانى  د ( وه ديرش )  ټوکه کتابونه  او د دوه زرونه زيات  مذهبى ، فلسفي ، اجتماعي ، او ادبي مقالې ليکلى چه دانيس ،  هيواد ،  پامير  ،  کاروان ، ننگر هار ،  دکابل  مجله ، پيام حق ، قضا ،  او دهيواد  په نورو ورځپاڼو او مجلو کښى  خپاره  شوى دي .


      آثار او تاليفات 




  • شيخ الااسلام عبد الله  الانصاري  په عربي ژبه ، دچاپ کال : ١٩٦٧ مصر- قاهره



  • نابغة الشرق  سيد جمال الدين الافغاني ،په عرپي ژبه ،دچاپ کال ١٩٦٧  قاهره – مصر



  • دشرق نابغه  سيد جمال الدين افغاني ، په  پښتو ژپه چاپ کال : ١٣٣٥٥  داطلاعات او کلتور وزارت .



  • افغانستان ، تاريخآ وحضارتآ وکفاحآ په عربي  ژبه .



  • العقيدة الاسلاميه وآرا  المعتزلة والاشاعرة والماتريد يه واختلافاتهم



  • الاشارت  والتنبهات  ابن سينا ، په پښتو ژپه ، دچاپ کال: ١٣٥٩کابل – افغانستان  داطلاعاتو او کلتور  وزارت .



  • درسي کتابونه :


تفسير  ديولسم ټولگي  دشاګردانو  لپاره په پښتو او دري ژپه


عقايد درسي کتاب  ( دتعليم او تربيه  دوزارت لخوا )


منطق درسي  کتاب( دتعليم او تربيه  دوزارت لخوا )


اساسات اسلام به نگاه علم وفلسفه ددارالمعلين محصلينو ته  درسي  کتاب .


کلتور اسلام  از نگاه علم وفلسفه ،  په دري ژبه ، دچاپ کال :١٣٤٩ کابل افغانستان .


مختصر تاريخ افغانستان  ودول  متمدن اسلام . درسى کتاب دپولتخنيک  دمحصلين درسي  کتاب .


محمد صلى الله عليه وسلم  رهبر بزرگ اسلام ، دچاپ کال ١٣٦٣  هجرى شمسى  کابل – افغانستان





    • پلاروطنه  ملى جبهه او يا دلته  دټولنيزو ستونزو دحل لاره ، دچاپ کال ١٣٦٢ کابل –افغانستان



    • خطر جنگ هستوى ، په دري  ژبه ، دچاپ کال : ١٣٦٣ کابل-افغانستان



    • اندرز ها په درى او پښتو ژبه



    • آداب قاضى  په درى  ژبه  دقضا ً دکورس د محصلينو لپاره دعدلى وزارت لخوا چاپ شوى .



    • والصلح خير ، صلح او آرامش از ديدګاه اسلام  دچاپ کال :١٣٦٢ کابل – افغانستان.



    • تاريخ  تمدن اسلام  ، په درى ژبه ، دچاپ کال : ١٣٦٠هجرى شمسي  کابل- افغانستان.


 


      مولوي داکتر  سعيد افغاني  د دوه زرونه زيات مذهبى ، فلسفى ، اجتماعى ، او ادابى مقالى ليکلى چه د انيس ، هيواد ، کاروان، پامير ، کابل  مجله ،دپيام حق مجله ، دقضا  او نورو داخلى او خارجى نشراتو کښى په نشر رسيدلى دى .  


      مولوي داکتر  محمد سعيد  ( سعيد افغاني ) د « 1364 »دحوت په اوومه د(1985  فبرورى ٢٥ مه ) ددرى شپيتو  کالو  په عمر  دافغانستان  دطبى علومو  اکادمى په  روغتون  کښى ،  مهربان ،  خوا خوږى او تپاند زړه  ودريد . 


      په سبا  يى  په کابل  کښى  ،  دجابر  انصار  عليه  الرحمة دمزار  تر څنگ  ، دشهداى  صالحين  په هديره  کښى په  در ناوى خاورته وسپارل شو . 


      انا لله وانا  اليه  راجعون 


په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی


ګرانو لوستونکو! 


دکتور محمد سعید«سعید افغانی»په خپل کتاب کی چه (زما ژوند) په نامه يادیږی اوپه کال ( 1365 ) هجری کی خپور شوی په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی په لاندی ډول شرحه او معرفی کړی دی ۰ 


اول  : « ساپی  » 


په افغانستان کی د صافیو قوم یو لوی او مشهوره  قوم دی چه وایی ددوی اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلی دی او ددوی نسبی سلسله د پښتنو په قامونو کی په درانیو باندی ګډیږی، وایی صافی په غلجیو نه ګډیږی بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوی لری


دصافیو د قامونو غټی ریښی په لاندی ډول دی ۰


الف –  ودیر


ب –  ګربز


ج  – مسود


د « ساپیو »  د قوم پرګنی په ټول افغانستان کی خپری دی خودافغانستان په شمالی برخه کی ، کوه


«  ساپی » محمود راقی ، کو هستان ، او تګاب ددوی اصلی او مهم مرکزونه دی. ا و په مشرقی کی د کنړ «  ساپیان » شهرت لری او  هغه ځای دڅوکی په لسوالی ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په  دره ، د سر حد څخه  اخوا په سره کمر  او د کنر په نورو  سیمو کی اوسیری . ساپی  به کامه  کی لویه سیمه لری ، ساپی  په لغمان کی دعمرزیو ، سالاب  ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر اباد ، په سیمو کی هستوګنه لری ، په الینګار کی نازی هم «  سا پیان » دی ۰


وایی :  چه په کوزه پښتونخوا کی وزیر هم  په اصل کی  د ودیر صافیو یوه ریښه  او  مسود یی بله ریښه ده ۰


دلغمان  په  عمرزیو کی صافیان په دری پلرونو تقسیم شویدی ۰


۱ –  د خیر محمد بابا اولاده ده چه د خیر اباد کلی یی مرکز دی او لاندی ریشی لری۰


پایه خیل  ، یاسین خیل ،  تورخیل ،  ایاز ۰


2-   د عبدالمحمد بابا اولاده چه  په ادو خیلو  مشهور دی ۰


  3-د ابراهیم بابا چه په ابرهیم خیلو  یادیږی ۰ 


اوس په عمرزیی کی دخیر  محمد بابا اولاده  دیره ده .خلک عاجز او په اقتصادی  فشار  مواجه ، دی ولی دغه خلک ډیرزړه ور او په میړ انی شهرت لری .


دویم :   د ساک ( سهاک )


دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزی سیمو کی اوسیږی  او ددوی ریښی موسی خیل او شمشیر خیل دی اود افغانستان په نورو سیمو کی هم  هستوګنه لری ۰


دریم  –  تره خیل


دوی د لغمان ولایت د  د تندیو په کلی  کی اوسیږی  او  زیاتره یی  دکابل  شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کی هستوګنه لری  چه ددوی یو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچی باشیان وه او د پور اعتبار  خاوندان کڼل کیدل ۰


څلورم : رستم خيل :


ددوی څه میشته  کورونه د لغمان  د ارمل به قریه کی اوسیږی او څه نور یی کوچیان دی چه د  اوړی په موسم کی یخو سیمو ته  ځی او  په ژمی کی بیرته لغمان ته راځی ،  مالداری  او سودا ګری ددوی کسب دی ۰


پنځم – خروټی


دو ی دلغمان د عمرزیو د علاقی   په جنوبی برخه او د افغانستان په نورو برخو کی اوسیږی او ډیر مشهور قام دی ۰


شبږم : عبدالرحیم زي :


دلغمان ولایت د مندروړ په سیمه کی اوسیږی او په کابل کی هم کورونه لری په دوی کی ښه با همته خلک تیر شویدی ۰


اوم  -هودخیل :


دوی په  ود خیلو شهرت لری  او د لغمان د قرغیو  د ولسوالی په برخه کی لویه سیمه  لری  او په کابل کی د کابل شرقی خوا ته ، اوسیږی .


اتم – جبار خیل


دوی دلغمان د قرغیو  د ولسوالی په سیمه کی  معزز کورنی دی . په دوی کی   د قامی  ملی مشران اوتاریخی خلک تیر شویدی ۰


نهم – تره کی


دوی دلغمان  دولایت په ځینی سیمو کی میشته  او کوچی کورونه لری او اوښانو  او  څارویو په روزنه مصروف دی  او  د افغانستا په غزنی او قندهار کی شتون لری .


لسم – پشه ئي


دوی دلغمان ولایت تر څنګ  یوه کلی لری چه د  پشه ئي کلی په نامه یادیږی ،  دوی ځانته خاصه ژبه  لری چی  هغه  هم په پشه یی یادیږ ی  . دغه  ولس د الیشنک  د دری  په  لورو  برخو  لکه  دولت شاه  او فراجغان کی  هم  او سیری او  په پشه یی ژبه  خبری کوی ۰


يولسم  – هزار میښ


دوی دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کی پراته دی  او غریبکاره خلک دی ۰


دولسم – میچن خیل


دوی دلغمان د عمرزیو د علاقی شمال ته یو لوی کلی لری  دوي هری خوا ګر ځی او د نظرانی په ټولولو کی مصروف او دښه مهارت  خاوندان دی ۰ 


دیارلسم –  ناصر


دوی دلغمان ولایت د مندروړ د سیمی په جنوبی برخو کی   ، او همداغسی د کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کی اوسیږی  دا خلک  زړور او جنګیالی دی ۰


څوارلسم  – اکاخیل


دوی هم دلغمان د عمرزیو  دمنطقی  په شمالی برخه کی میشته او کورونه لری د اوښانو او رمو روزنه کوی  او د غره څخه لرګی راوړی او خر څوی یی ۰


پنځلسم – دیګان « دهکان »


دوی په  دری خبری کوی او کورونه یی د افغانستان  په نورو سیمو کی هم شته ۰


شپاړسم – محمد زي :


دوی ځای ځای کورونه لری او د محمد ځیو پا د شاهی کورنی په وجه  دوی هر چیری ښی آبادی  ځمکی  تر لاسه کړی دی ۰


اولسم   – ریکا ګان :


دوی دلغمان ولایت  د چاردهی په علاقه کی محدود کورونه لری  او  دکابل ریکا خانه ددوی اصلی مرکز دی .


اتلسم – عمرخیل


دوی دلغمان د  چاردهی ( شاه ګذربابا  او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کی زمینداره کورنی دی  او د کابل په میدان کی هم زیاتی ځمکی  لری ۰


نولسم – وریا خیل


دوی د لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقی په لر او بر کی هستوګنه لری او خلک یی کاریګر او دهقان کاره دی دوی د کابل په پغمان  او دبغلان دولایت په مر کز کی هم ځمکي  او کورونه لري .


شلم  – وردګ


دوی دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقی په  جنوبی برخو کی اوسیږی او په کابل کی د وردګو علاقه ، قام او حکومت مشهور دی  ، په دوی کی ښه د کار او میړان خلک تیر شویدی او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کی  د غازی محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده  دا قام تل په سیاسی جریاناتو کی  لاس او برخه لری ۰


یویشتم – تاجک ۰


دوی په لغمان او د افغانستای  په نورو ولایاتو کی اوسیږی ژبه یی دری ده۰ چی د فارسی ژبی  سره  سره لږ تو پير  لري .


وایی  دری د دربار څخه اخستل شوی  او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰


میرعلی خيل –دويشتم


دوی دلغمان د باد پښ  په علاقه او نورو سیمو کی اوسیږی ۰


درويشتم   – نیازی


دوی دلغمان د ولایت داعلينګار په سیمه کی پراته دی  ددوی کورونه د کابل جنوبی خواته هم شته ، وایی دوی د صافیو یوه ریښه ده۰


څوک  وائي : چي دوي مستانه  کورني ده .


نيازي په کندوز او خان آباد  کي هم ځمکي  او کورونه لري ، چي غټ کلي ئي ملرغي  نوميږي  نيازي  د پاکستان  د پنجاب په سيمه کي هم  ډير  شمير  او سيږي .  نيازي د تخار  ولايات  د تالقان  دمر کز او مربوطاتو کي لکه دقو لبرس په سيمه څير هم او سيږى ، خصوصآ په قو لبرس کى ډيرى ځمکى او کورونه لري .


څلورويشتم -اړوکی


دوی د لغمان د الینګار په منطقه کی اوسیږی او ددوی تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه  قامونه هم پراته دی ۰


پنځه ويشتم _ الکوزي (الکوځي)


دوی په لغمان کی لږی کورنی پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کی هم شته  او مشهور قام دی۰


شپږويشتم : سادات


دوی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کی ځای په ځای کورونه لری ، دوی ته میران او پاچایان هم وایی په لغمان کی خواجه ګان د ابو بکر صدیق ( رض ) «حضرات »او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰


اوه ویشتم – لطف الله خیل


دوی دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان  او هلته د سنګ توودی ( سنگ تودو)  د قریه اوسیدونکی دی.


اته ويشتم – بابکر خيل


دوی د لغمان ولایت د الینګار د سیمی مشهور خانان دی او په کابل کی هم کورونه لری  ، او درباری خلک ؤ .


نه ويشتم – نورستاني


په لغمان کی ددوی کورونه شته  خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لویه  ولسوالی ده چه اکثره یی په  ځانګری ژبه غږیږی ( سانسکريت ) ، دوی د امیر عبدالرحمن په زمانه کی تابع او مسلمان شویدی د امیر حبیب الله خان په دوره کي ددوي ډيري ښځي او نجوني دوينځو په توګه  دهغه دربار کښى  خدمتونه کول .چي د امیر امان الله خان په دوره کي آازادی کړل شوی ،


د نورستان  دخلکو بچیان د امیر عبدالرحمن  خان په دوره کی  دربار ته لاره پیدا کړه چه په دی اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکی وروزل شول چه بیا ورسته د افغانستان  په اجتماعی ، ساختمانی  سیاست او ازادی په ساحه کی لوی رول  درلود ،  امیر حبيب الله په لغمان کی د قلع السراج تعمیر او باغ اباد کړ ، دا ځای په ژمی کی د امير حبيب الله ژمنى پلازمينه و چى د بچی سقاو په وخت کی دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر  وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کی هم  میلی چړچی او شکار کولو چه اخر هم هلته د شپی له خوا په خیمه کی د یو نامعلوم شخص له خوا  وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰


ديرشم – درگي  :


دوی دلغمان ولایت په شمال شرق  د شمنګل په قریه  او د درګو د اوبو له پاسه کلو کی اوسیږی او کوچیان هم لری ۰


يو ديرشم – على خيل :


دوی د لغمان ولايت په شمال  شرق دشمنگل او صابره ډوپی کلي کی  اوسیږی او څه کورونه یی په کابل کی هم شته ۰


دوديرشم – ابراهيم خيل


دوی د لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کی شاو خوا میشته دی ۰


دري ديرشم – محمد خيل


دوی د لغمان  په ولایت کی هستوګنه لری ۰


څلور ديرشم – خيرو خيل


دوی   لغمان د ولایت د مندروړ په جنوبی ساحو کی پراته دی ۰


پنځه ديرشم – قولان


دوی لکه د کوچیانو په شان  کابل او مشرقی او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوی او د تجارت کسب یی درلود مګر اوس یی په کابل کی ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړی دی ۰


شپږ ديرشم – اهل هنود


دوی هم دلغمان ولایت د تیر ګړو په قریه کی ساکن دی  او هلته ځانله درمسال لری چه خپل دینی مناسک هلته اجرا کوی  دوی هم  تجارت پیشه دی او د تیرکړو په پخوانی بازار او اوس دلغمان په ولایت کی  دوکانونه لری۰


ګرانو لوستونکو!


دلغمان په ولایت کی اکثر خلک په پښتو خبری کوی  او په دوهمه درجه کی دری  ژبه ډیر ویونکی لری او نوری ژبی یی  لکه پشه یی او نورستانی او شاړی دی چه په اقلیت کی حسابیږی۰ 


     دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کی زیاتی مطالعی او څیړنی ته ضرورت لری  او په اقتصادی ، جغرافیوی او تاریخی مسایلو کی یی بحث پوره ریسرج غواړی ۰


      په عمومی لحاظ د لغمان په ولایت کی د قومونو مختلفی پرګنی پیدا کیږی او داسی معلومیږی چه د تاریخ په مسیر کی  په لغمان باندی ډیر مختلف  انقلابات ، تحولات او تطورات راغلی دی ، خو ددی ټولو سره سره باید ووایو چه  اوس هم دلغمان ولایت  اکثره کورونه د خټو ، پخی یا خامو خشتو کورونه دی چه بی د کومی نقشی ابادی  او په بی نظمه توګه عمومی حیات د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه  اوس هم هلته  اکثرا د قرن اولا د دوری  رسمونه ،رواجونه او عادت جریان لری ۰


دلغمان خلک د زیات طبعی ذکاوت لرونکی دی او خاوره یی د زراعتی او تخنیکی ښه بدلون لپاره اماده ده ۰ 


په ډیر تاسف سره باید وویل شی چه په لغمان کی د قامونو او پرګنو د نفوسو تراکم  ، بی کاری او بی غوری زړه سوزونکی ده چه د قدرت خاوندان باید ورته جدی او خاصه پاملرنه وکړی . پاي  


 


د مقالي  نوم  :  په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی


ليکوال   : د مولوی داکتر محمد سعید « سعید افغانی »


ټولوونه او کمپوزګر :  امين الدين « سعيدي »


خپروندي :  دحق دلاري کلتوري ټولنه  جرمني


پته  :saidafghani@hotmail.com


 







علامه *



« سعید افغانی »  د خـارق العاده  استعداد  په اساس  وشو کـولی  چه  پـه څلور نیمو کالونو کښی د « جامة الازهر پو هنتون » نه  خپله ( لیسانس ، ماستری او دوکتورا ) تر لاسه کړی او په خاص ډول  د جامة الازهــر پوهنتون استادانو او مسوولینو د ( دوکتورا )  ورکولو  په محفل کی  فیصله  و کړه چه « سعید افغانی » لکه  عــلامه  سید جمال الدین افغـان ، د اسلام  دین ته په  جهانی  ډول  خدمتونه  و کـــړ ، نو په دی اساس بر عــلاوه د ( دوکتورا ) دیپلوم ،  هغه  ته د « عــلامه » افتخار لقب هم  ورکــو ، چه پس له هــغه  تاریخ نــه  (  ۱۳۴۷هجری شمسی ) ،  سعید افغانی   د « عــلامه » افتخار نوم هــم تــر لاسه کـــړ .

تبصره نسته

  1. در لروبر افغانستان ګرانو دوستانو !
    استاد سعید افغانی صاحب ، زمونږ دګران وطن یو ډیر لوی او جهانی مشهور عالم او لیکوال دی ، زه فکر کوم چه د افغانستان په تاریخ کی ، لومړنی شخصیت دی چه په ( الهیاتو شق ) کی داګتری لری ، او دا هم د نړی د لوی اسلامی مرکز پوهنتون نه ، استاد افغانی صاحب ! په پولی تخنیک کی مونږ ته د اسلام درس ورکوه ، رښتیا هغه نابغه وه . د داسی شخصیتونه د افکارو د تحقق دپاره خاص ( اکادمیک ) مراجع باید فعاله شی . او زه لذت وړم چه دداسی نومیالی استاد مضامین دستاسو په نشراتو کی لولم . کور مو ودان انجیر سهاک د کابل نه

  2. Lar aw bar thah Salaamoonah pah kho aw sho hilo, dah baryaaw asmaanoon ki wrhaandi kawam. Khpaal Lwee aw ( khodaai paak ) nah mo baryaawi zjwanday ghwaarham thal wadaan da sokaalay sarah aosay. Takrhah aw weekh aosay. Dah pakhtano da bialtoon diwaal bah wranawoo lakah dah Barlin diwaal chi wa rhangid. Pah Salaamoono. Thar byaa.