کور / رسنۍ / د مرڅلې مجلې پرله پسې نهمه ګڼه تازه چاپ شوې

د مرڅلې مجلې پرله پسې نهمه ګڼه تازه چاپ شوې


له لرغوني غزني څخه د مرڅلې مجلې  نهمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د ځوان ليکوال او ژورناليست محمداشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتلې ده.
 
د مرڅلې پر له پسې نهمه ګڼه د (د دويم كال لومړۍ، وږى-تله ۱۳۸۷ لمريز كال) ګڼه چې په ۵۶ مخونو كې چاپ شوې ده، د ادارې له خوا پر خپرې شوې سرليكنې سربېره د استاد اسدالله غضنفر، سرمحقق نعمت الله اندړ،علم ګل سحر، ومان نيازي، صديق الله بدر، يونس برهان، هميم جلالزي، شېراحمد حيدر، اسدالله جلالزي،خادم احمد، ميرويس جلالزي، سيد حبيب وقار،نسيم پسرلي، وحيده ارينزۍ،دواخان مينه پال او ګڼو نورو ليكوالو او شاعرانو تاريخي ، ادبي، فرهنګي او علمي ليكنې، ژبآړې او شعرونه پكې چاپ شوي دي.

د مرڅلې مينه وال او درانه لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي.
 
په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ!

ګرځنده : 
 0776420594.
0707672277
                              
برېښناليک:
 mursala_gh@yahoo.com
aghairat@gmail.ccom
aghairat@hotmail.com
 

تبصره نسته

  1. زما سلامونه ومنئ که د نظري له بې غيرتيو خبر شى په دا خپلو غونډو به پښيمانه شئ زه د ملي ټلويزون يو کارکوونکى يم له نوموړي وپوښتئ چې ته ملي ټلويزيون ته راغلى دا کړي کارونه تا کړي که د کلتور وزير خرم د زړه په وينو کړي قسم درته يادوم تر نظري غوندي بې غير ته بې ننګه کندهارى پښتون به بيخي نه وي دده په ظاهري بڼه مه شئ ظعيفترين پښتون په پښتنو کې له هيوادمل بدتره انسان دى زه هيله من يم چې پښتانه پرې ونه غوليږي او په خوند يې وپيژني بيا غونډې ورته جوړه کړى متل دى بې اوماچه ځان مه خولې کوئ