د کال غوره فرهنګيالی د خوشال بابا د سرو زرو په مډال ونازول شو

د لراوبر اداره | نوومبر 15th, 2008


د افغان کلتوري ټولنو جرګې له لوري په هېواد کې د کال غوره فرهنګيالي مډال ځوان ليکوال، شاعر او ژورنالست ذبيح الله احساس ته ورکړل شو.


د افغان کلتوري ټولنو جرګې پتېيلې چې هر کال به د هېواد په کچه د غوره فرهنګيالي په نوم يو فرهنګپال شخصيت ته د ستر خوشال بابا په نوم د سرو زرو مډال ورکوي چې د هېواد د کلتور او ژبې د بډاينې لپاره يې پراخې هڅې کړې وي.



ذبيح الله احساس چې د بلخ پوهنتون د انجينري پوهنځي محصل دی خو د هېواد په شمال کې يې د افغاني ادب او فرهنګ د پرمختګ لپاره ډېر اغېرمن او ګټور ګامونه پورته کړي دي. په بلخ او بغلان کې يې د لومړنيو پښتو مجلو د چاپولو لړۍ پيل کړې، په بغلان کې يې د چونغر او کوږچنار ادبي بهيرونو لپاره د ګڼو ځوانانو په راماتولو کې مرسته کړې، ځوانان يې هڅولي او اوسمهال دغه بهيرونه اوونيزې غونډې لري.
په بلخ کې يې د وزير محمدګل خان مومند بابا ادبي بهير بنسټ کېښود او اوسمهال د بهير په اوونيزو غونډو کې په لسګونو ځوانان ګډون کوي.
احساس د نورو فرهنګي او ادبي هلو ځلو تر څنګ په شمال کې د هېواد د تر ټولو معتبر او پياوړي خبري اژانس پژواک تکړه خبريال دی.
دغه ځوان د (زما د غرونو پناه ياره)، (دوه ښارونه) او (يوه نجلۍ) په نوم درې چاپي اثار لري، او د (هغه) په نوم د شعرونو ټولګه يې چاپ ته تیاره ده.
ددې تر څنګ يې د شمال په ټولو فرهنګي او ادبي غونډو او سيمينارونو کې فعاله ونډه اخيستې ده.
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګه چې ګڼې لاسته راوړنې لري د فرهنګي چارو مسوليت هم ددغه فرهنګپال ځوان پر غاړه دی.

Copyright Larawbar 2007-2024