په لسګونو ډول- ډول اسحلې او مهمات ډایاک ته وسپارل سوې
په میدان وردګ ولایت کې په لسګونو ډول ډول اسحلې او مهمات د ډایاک(بې وسلې کولو) پروګرام ته وسپارل .
نن دلړم په لومړۍ نیټه دمیدان وردګ ولایت امنیتي منسوبینو په سلګونو ډول ډول اسلحه او مهمات د ډایاک (بې وسلې کولو )پروګرام مسولینو ته وسپارل ، په جوړو شوو مراسمو کې ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي برسیره د ولایت امنیتي چارو منسوبینو او د ډایاک مسولینو برخه واخیسته، دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدایي د ملي امنیت د منسوبینو هلې ځلې وستایلې او په راتلوونکو کې ورته د چارو د ښوالي په اړه لازمې سپارښتنې وکړي ،همدارنګه ښاغلی فدايي د ولسونو څخه مننه وکړه چې د امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین او پیاوړتیا کې مرسته کوي.
دیادونې وړ ده چې ډایاک ته په سپارل شوو مهماتو کې لاندې شیان شامل دي
· دیارلس میله کلاشینګوف
· دوه میله راکټ
· دوه میله پیکا
· یوولس دټانګ ضدماینونه
· څلورسقر مرمۍ
· دولس دانې دبیم دوازه مرمۍ
· ۲۵۰ کیلو ګرامه انفجاری مواد
· د ۲۰۰ شااوخوا مختلف بمونه