ايا د وردګو په جلګه هم دولتي واکمني چليږي
په دې وروستيو کې په رسنيو په ځانګړې توګه انترنيت پاڼو کې داسې رپوټونه ډير خپريږي چې ګواکي په وردګو کې وسله وال طالبان ډير فعال شوي دي او حتې په ځينو کليو کې خلک اړشوي چې ددوي په وړاندې غبرګون وښيي يايې دايستلو په اړه پريکړه وکړي او يا ورسره جګړه وکړي . نه پوهيږم چې دا دسيمې دخلکو مجبوريت وبولو ، له طالبانو سره دخلکو ناخوښيي او که له اوسني دولت او نظام سره دخلکو مينه . خلک يې چې هرڅه بولي ښايي دولتي چارواکي يې له دوي سره دخلکو خوښي ،رضايت او له طالبانو کرکه وبولي ،خو ريښتيا خبره داده چې نه له دولت سره خلک خوښ دي او نه هم له طالبانو سره دومره کرکه لري چې په ټوليزه توګه يې په وړاندې کلک غبرګون ته اړشي . اصلا هلته حکومت دومره کمزورى دى چې خلک نه شي کولاي دولتي ځواکونو ته ريښتيني مالومات ورسوي ځکه دولت نه شي کولاي د دولت ضد کسان يا ونيسي او يايې هم مخه ونيسي . د بېلګې په توګه به له څو پيښو يادونه وکړو .
په دې وروستيو کې کابل ته په تلونکې لويه لاره څو ځلې دناټو ځواکونو په اکمالاتي کاروان بريدونه وشول مخامخ جګړې وشوې او په موټرو او ټانکرونو سربيره دخلکوډير شخصي مالونه وسوځيدل چې اوس حتې له يوه لوي کاروان پرته نه امنيتي کمپنۍ سفر کولاي شي او نه هم دولتي چارواکي داخو دکابل دروازه ده چې په دې ځاي کې شرايط او د ميدان ښار د حکومت واکمني تردې کچې وي له دې وړاندې په نورو سيمو او ولسواليو کې به څه حال وي چې نه پوليس شته، نه امنيتي کمپنۍ او نه هم دايتلافي ځواکونو درانه او زغره وال ټانګونه . په هرصورت ورځ تربلې په نوموړې سيمه کې ناکرارى ډيرېيږي او دخلکو ژونديې هم له ګواښ سره مخامخ کړى دى . په دې وروستيو کې له چک ولسوالۍ څخه کابل ته په لاره يو څارنوال دنامالومو وسله والو له خوا وتښتول شو او بيايې وروسته مړى وموندل شو چې په خورا بې رحمۍ سره وژل شوى و .
په همدې ډول له نومووړې پيښې څو ورځې وړاندې هغه غنم چې دجلکي سيمې ياد دايميردادو ولسوالۍ ته ليږدول کيدل په لاره کې هغو غلو ونيول چې له څو کلونو راپه دې دايميردادو ته په تلونکې لاره غلاوې کوي نه يې چامخه ونيوله او نه يې وپيژندل . وسله والو غلو ياد غنم چې په څو موټرو کې باروو په يوه نامالوم لوري يووړل او وروسته يې غوښتل چې نورو موټرو ته يې انتقال کړي . دموټرچلونکو په ويناچې غلو دوي هم ښه ډبولي و پيسې او نور شيان يې ترې اخيستې و ،خو وروسته بله ډله چې هلته دطالبانو په نامه ياديږي ورغلي او داموټر چلونکي يې له غلو څخه خلاص کړي دي . طالبان په دومره ډاډه زړه په سيمه کې ګرځي ، خو پوليس او حکومت ياهيڅ هغه سيمې ته نه شي تللاي او که ځي هم يوازې دځان ساتنه کوي نه له خلکو سره همکاري . په دې کې شک نشته چې خلک نور نه غواړي جګړې وکړې او يا دنورو دموقف دساتلو له پاره لکه د طالبانو دواک پروخت پيرې وکړي او خپل ژوندونه له لاسه ورکړي . که څه هم په ټوليزه توګه په ټول هيواد کې وسله وال طالبان دتيرو کلوپه پرتله پياوړي شوي ،خو په وردګو کې نيژدې ده چې حکومت وکړي .
دوي په کليو کې په ازادانه ډول ګرځي ، تلاشي کوي او خلکو ته دمرګ ګواښونه کوي چې په دولت او يانوروخصوصي بنسټونو کې له کارکولو ډډه وکړي که نه وبه وژل شي . ښايي دوردګو په امنيتي ناکراريو کې په نوموړي ولايت کې دچارواکو ادلون بدلون هم اغيز ولري . کله چې جنرال مظفرالدين دوردګو دامنيې قوماندان په توګه وټاکل شو دخلکو هيلې لاډيرې شوې چې ګواکي نوموړى د سيمې اوسيدونکى دى او وبه توانيږي چې يادو ستونزو ته دپاي ټکى کيږدي . خو اوس نه يوازې داستونزې له منځه نه دي تللې بلکې لاډيرې شوې دي . څو مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو ددايميردادو دپوليسو يو چارواکى وتښتاوه او له څو ساعتو وروسته يې بيرته خوشى کړى دهغه دوينا له مخې چې دى په هغه شپه څو ډلو ته سپارل شوى وو . خو وروسته يې هم چا پته ونه لګوله چې داطالبان څوک دي . ددايميردادو په ولسوالۍ خو داسې شپه نشته چې وسله والو پرې بريد نه کوي . ولسوالۍ ته نيژدي ډيرې کورنۍ کډې ته اړشوې دي ځکه نه غواړي هره ورځ په خطر کې ژوند وکړي . له کوچني اختر څوورځې مخکې هم دګوډه د ګاوکوش په سيمه کې وسله والو طالبانو دڅو پرلپسې ورځو له پاره تلاشي کوله او هغه کسان يې کتل چې په دولت او يا موسسو کې دنده اجرا کوي .دوي په دومره ډاډه زړه کارکاوه چې دخپلې واکمنۍ پروخت يې هم نه شواي کولاي . ځکه هغه وخت دوي د سيمې له خلکوهم ډاريدل ،خو اوس ځکه ورنه ويره نه لري چې دسيمې ټول اوسيدونکي يو ځل دطالبانو له خوا بې وسلې شول او بل ځل د قوماندان مظفرالدين له خوا چې اوس دوردګو دامنيې قوماندان هم دى .
دهمدې قوماندان په کلي کې هم وسله والو طالبانو دڅو ورځو له پاره په هغو کسانو پسې موټر پلټل چې په ميدان ښار او کابل کې يې په پوليسو کې کارکاوه . خو هيڅوک يې نه پيژني چې داکسان څوک دي ايا دوي حق لري چې خلک وځوروي ، موټر يې تلاشي کړي او ورته دوژلو ګواښونه وکړي .ټول پوهيږي چې دوي نامالوم او غير مسول وسله وال دي چې که پيسې په لاس ورشي نو غله دي او که پيسې نه وي نو طالبان چې دواړه کارونه ددوي په وس پوره دي . نو دولتي چارواکو ته په کاردي چې په وردګو کې او په ځانګړې توګه د جلګې په سيمه کې ياده لوبه پاي ته ورسوي . پوليس پياوړي کړي ځکه هلته پوليس ځان هم نه شي ساتلاى او که داسې نه شي کولاي هر څوک اړدي چې له دې وروسته له ځان سره وسله ولري او ويې ساتې چې بيا دحکومت په نامه دې کسانو ته چې اوس په ميدان کې ناست دي دا نه ښايي چې جلګه يا دايميرداد دحکومتي واکمنۍ يوه برخه وګڼي . دوردګو نوى والي ښاغلي حليم فدايي ته ښايي چې دسيمې وضعې ته دڅو محدودو کسانو له سترګيو ونه ګوري او په دې اړه له خلکو سره تماس ونيسي دهغوي ستونزې واوري او په اړه يې ګام پورته کړي . خلک نور نشي کولاي چې داحالت وزغمي .