کور / خبرتیا او پيغامونه / د کورنېو چارو وزير صاحب ته راغلي پيغامونه !

د کورنېو چارو وزير صاحب ته راغلي پيغامونه !

د کورنېو چارو وزير صاحب ته :: استاد بازمحمد

زه د خپل ېوخوږ دوست اوملګري اچی دوطن نه لرې په پردي هيواد او پردې واکمنې کې وسيږي کورته ورغلم چی دزړه خواله  ورسره وکړم داچی په هيواد کی جنګ دی حتئ دافغانستان په پلازمنه کابل کې ګډ وډي او بې امنيتي ده هره ورځ ځوانمرګي بريدونه کېږي ترور انسان وژنه انسان تښتونه غلاوې او نورې په سلهاوو بد کارونه او بد عملونه چی د ښاريانو تشويش اوتلوسه ېې زياته کړې پېښيږي زمونږ خبرې هم ددې ستونزو او پېښو په شاوخوا را څرخېدلې چی په دی کی د کابينې د وزيرانو دتغيراوتبديلې خبرې منځ ته راپرېوتې٠

 دوست می راته ووېل چې ولسمشر حامد کرزي د اوو کالو په واکمنې کې ېو ښه کار چی کړې هغه د حنيف  اتمر د کورنېو چارو د وزير په صفت دهغه ټاکل دي دائې هم زېاته کړه چې د کرزي صاحب دا ټاکنه په وخت نه ده ځکه په وطن کې حالات ډېر نازک او لړزانه دي او په دی اوو کلو کې دکورنېوچارو په وز ارت کې دشمن داسې ريښې او جرړلې زغلولي چه پاکول ېې نه يوه مياشت نه دوه مياشتې بلکې کلونه وخت غواړي خو بيا هم ناوخته نه دې هغه مسلکي پوهه اوتجربه چې اتمر صاحب لرې له ده سره په ورسپارلشو و دندوکې مرسته وکړي کله چې مې دوست راته د حنيف اتمر په هکله دهغه دپاک نفسې د وطن اوخلکو سره دمينې خبرې کولې زما زړه ېې هم د ځان مل کړه ٠

 ولسمشر حامد کرزي چې د حنيف اتمر په شان پوهه مسلکي او تجربکار کسانو ته دی دمسلک او پوهې په نظر کې نيولوسره وظيفه ورکړي باورکول پې ستونزه ده   که دحنيف اتمر مقرري   د کرزي دانتخاباتو دبريا ليتوب کمپاېن نه وي اوپه رښتيا ولسمشرد جهادي کړېوو را وتی وي اګر چې دابله ستونزه ده چې زړه ته نه وليږي سره لدی د زړه له کومي ورڅخه ممنه کوم  او دښاغلي حنيف  اتمر  صاحب ته د نوې پرمسوليته او د ستونزو ډکې وظيفې د ورسپارولو په هکله مبارکي وايم زه مې ددوست او ملګري په خبرو باور لرم چې ستاسې پوهه او صداقت به تاسې بري ته رسوي او افغانان همدا ارزو لري چی تاسې خپله ټوله انرژي او توان دهيواد د ملي ګټو په ساتولو   دملي پوليسو په روزولو اوتربيه کولو مصرف کړې چه نه يواځې د کابل په شهر کی بلکې دافغانستان په هره ولاېت اوهره ولسوالې کی خلک ارم ژوند او خوب وکړي که بيامونږ او تاسې نه ېوو خو ښې خاترې او ښه کارنامې  به مو اينده نسل ته په ېادګارېاتې وي،يوه خبره چی  می له ېاده ونه وځي هغه داده چې نن د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ګڼو معلوماتو او اسنادو له مخې (٦٠٠٠٠)ښاريانوته دځان دساتلو دپاره د وسلوقانوني اجازه نامې ورکړل شوي دي دا په دې معنئ چه په پوليسوعتماداو باور نه لري اوداټول وسلوال کسان  په وسلوالو ډلو او تنظيمونو کی تنظيم دي او دکابل دښار دنظم او امنيت دساتلو دپاره که غلط ېې نه کړم (٧٠٠٠)پوليس لروچی دوسلوالو ګروپونو په انډول ډېر کم رقم دې که چېرې دا وسلوال کسان بيا ېاغيان شي او دشهر کوڅو ته راووځي بيا نه مسلکي پوهه اوتجربه څه کولاې شي او نه ملي پوليس که وزيرصاحب غواړ ې  خلکو ته خدمت وکړې او  په خپلو دندو کې بريالي اوسې،دقاچاقو مخه ونيسې،انسان وژنه  انسان  تښتونه ورکه کړې دا وسلې که راټولول ېې ستونزې هم ولري باېد راټولې شي  له دې ېې بله لاره  نه شته که دا کار وکړې بيا مو برې خپل دي ٠






ښاغلى اتمر مبارك، خو كار درڅخه غواړو ! :: هيوادوال


تر هر څه وړاندې درته احترامات او درناوي وړاندې كوو. هيله ده، ويې منئ!

ښاغلى وزير صيب!
په كورنيو چارو وزارت كې ستاسو ټاكنې بيا يو څه خلك اميدوار كړي او ددغه وزارت په پښو ددرېدو هيلې يې غوړېدلي دي! كاش چې تاسو له مخكې دغه وزارت ته غوره كړاى شوي واست، ځكه اوس ايله شپږ مياشتې پاته دي او په دې لنډه، تنګه موده كې به خپل اوږد مهالي پلانونه پلي نشي كړاى!

ښاغلى وزيرصاحب،
پر دې پوهېږو، چې تاسو ته  مخكې ډېر خنډونه پراته دي! ډېرو ننګونو سره مخ ياست او مخ به شئ! د قانون ماتوونكي به ډېرې چيغې ووهي خو خداى پاك دې توفيق دركړي، چې له دغو ننګونو او چېلنجونو څخه بريالي ووځئ!

درانه وزير صيب،
وخت مو ډېر نه نيسم، خو يو څو موضوعاتو ته اشاره كول به بې ځايه نه وي، هيله ده چې پام ورته واړول شي:

اول: تر ټولو لومړى بايد  هغه وسلې راټولې كړئ، چې د ځينو قومندانانو لخوا د كابل په شاوخوا سيمه كې د ورانكارو لاسونو ته لوېدلي دي. دغه وسلې د ځينو قومندانانو لخوا  په قصدي توګه وېشل شوي، تر څو ورانكاري پياوړي شي او د اړتيا په وخت كې په مركز بريد وكړاى شي.

دوييم: د امنيې قومندانان مو ټول په پيسو ټاكل شوي او هره چوكۍ او پوسته مو په ډالرو خرڅه شوېده. د ولايت هر قومندان مو چوكۍ په ټېكه كړي او له پنځوس زره ډالرو نه يې تر يولك او شل زره ډالرو پورې پرې وركړيدي. دوۍ د ولايتونو له امنيې قومندانيو څخه تجارت خانې  جوړې كړي، تر څو خپل سر وباسي او د ګټې په هيله د بې ګنا افغانانو وينې او غوښو ته كيني!

درېيم: پوليس مو ټول د جنګي ټوپكمارو له ډلو څخه راوستل شوي. نه اصول پېژني او نه قانون يواځې پيسه پېژني او دغه يې مذهب او قانون دى! دوۍ بې له دې چې تربيه شي، د پوليسو مقدس يونيفورم ور اغوستل شوى. هيله ده ددوى روزنې ته پوره پام وشي!

څلورم:ډېر پخواني مسلكي او وطندوست پوليس په يوۀ نامه او بل نامه تقاعد ته اړ اېستل شوي. دوۍ كې ډېر داسې پوليس شته  چې د خدمت هيله لري  او كولاى يې هم شي. اميد دى،هغو ته بيا دخدمت زمينه برابره شي كه نه نو له تجربو څخه يې ګټه اخستل  ډېر ضرور دي!

پنځم:په پوليسو كې ټول توكمونه پام كې ندي نيول شوي او توكميزه نا انډولي پكې شته ده. هيله ده، چې له دغې ادارې نه يوه ملي اداره جوړه كړل شي! ځكه د كورنيو چارو وزارت غټ مشكل دا دى، چې د هېواد غټه توكميزه ډله  دغه وزارت پردى  ګڼي، ځكه دغه توكم  په  وروستيو كې په يوه او بل نامه له دغه وزارت څخه وېستل شويدى.

شپږم : په هېواد كې د ګرانۍ وجه  د لويو لارو د بندښت او پر دغو لارو باندې د پوليسو په جامه كې د غلو شتون دى. دغه وسله وال د تېرو پاټكيانو په څېر كارونه كوي او موټروانان شكوي او پيسې ترې اخلي! هيله ده،د لويو لارو په پوستو باندې پوه، مسلكي او وطندوست پوليس وګومارئ!

اووه م:په ځينو سيمو كې هغه پخواني ټوپكماران  او اوسني پوليس له عامو وګړيو سره ډېر بد چلندكوي.د القاعده او طالب په نامه يې وهي او رټي! ددې مخه بايد په كلكه ونيول شي.داسې ليدل شوي، چې بګړۍ په سر او څادر په اوږه وطنوال د همدغو وحشيانو له لاسه بندي شوي، وهل شوي او لوټل شويدي.

ښاغلى وزير صيب،
په پاى كې بايد ياده شي،چې تاسو ښاغلي د ولس په حساسيتونو ښۀ خبر ياست! د دولت او حكومت تشې اونيمګړتياوې مو هم درك كړيدي. هيله ده، چې پاسنيو او ځينو نورو موضوعاتو ته  چې دلته ندي يادې  شوي جدي پام وكړئ .

يو ځل بيا درته مباركي وايو او هيله كوو،چې كورنيو چارو وزارت  له شخصي منګولو څخه وباسئ او ملي يې كړئ!