کور / تازه خبرونه / قبایلی کډوال د دواړو خواوو څخه ډېر خپه دي

قبایلی کډوال د دواړو خواوو څخه ډېر خپه دي

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی د کډوالو په قول طالبان د حکومت پلویان وژنی او کلیوال بیروی خو پوځ بیا د کلیو بې ګناه خلک په بم وریو وژنی . د باجوړ سیمه چی یو ملیون نفوس لری ، دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) کسان مجبورأ ترې کډه سوي دي . دغو خلکو خپل ټول شته او جایداد تر شا پرې یښی او اقتصاد یې سخت زیانمن سوی دﺉ . یوې ښځي وویل چی موږ داسی یو لکه مړي چی خوځېږی او صرف په نوم ژوندي یو . کډوال وایی چی مسلسله بمباري روانه ده . هغوی وویل چی پر مځکه ۶- ۸ زره پاکستانی پوځیان مستقر دي خو طالبان سیمه کنټرولوی او پر الوتکو ډزي هم کوی . امریکا د پاکستانی پوځ دغه عملیات ډېر ستایی او د نورو جدی اقداماتو غوښتنه کوی . خو دې کار قبایل نور هم عصبانی کړي دي . یو نفر وویل چی حکومت او طالبان دواړه زموږ سره زورزیاتی او جبر کوی فرق یې دا دﺉ چی یو د آسمان لخوا او بل هم د مځکی لخوا موږ ځوروی او دا ټول د امریکا له لاسه . راپور زیاتوی چی د ژمي په رارسېدو سره به د ټولو اړخونو لپاره مشکلات څو چنده زیات سی . د پاکستانی پوځ ویندوی جنرال اطهر عباس وویل چی طالبان د ملکی خلکو څخه د سپر غوندی کار اخلی . ده زیاته کړه چی هغوی د ټانک ضد اونوري درنې وسلې لری چی د افغانستان څخه یې تهیه کوی . پاکستانی مقامات اوس مکررأ د افغانستان څخه د وسلو او وسلوالو د وراوښتو ادعاګانی کوی خو کابل تر اوسه هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی .