د كندهار پوهنتون د يو غني كتابتون خاوند شو
شپيته زره جلده علمى، ساينسى او نور ډول ډول كتابونه د كاناډا، جرمنى اونورو بهرنيو هيوادونو مرسته د كندهار له پوهنتون سره وشوه.
د پوهنتون د محصيلينو په وينا چه د يومحصل لپاره مطالعه ډيره اړينه ده اوموږ به اوس وكولاى شو چه ښه زده كړه وكړو او له دغو كتابونو څخه ښه ګټه پورته كړو.
بل پلو بيا استاد قدرت الله نظرى چه د كتابونو د ساتنى دنده په غاړه لرى. د ده په وينا د كتابتون يا كتابخانى مناسب ځاى نه لرو ترڅومحصلين په صيح توګه له دغوكتابونوڅخه ګټه پورته كړى.
همدارنګه د كندهار پوهنتون د ښوونى او روزنى يا تعليم اوتربيى د پوهنځى رئيس استاد عبدالرحمن بابي بيا وايی، چه په مرسته شويوكتابونوكښى ترډيره د درى او انګليسى ژبو كتابونه شامل دي، چه د ده په وينا ترډيره ځايه زموږمحصيلين حتى په درى ژبه هم نه پوهيږى. نوكه د پښتو ژبى د كتابونو خاوندان شو، دا به زموږ او زموږ د سيمى اوهيواد لپاره ډيره ګټوره تمامه شى او د ده په وينا چه پدى برخه كښى بايد پښتوپوهان ا وپښتوټولنې ترډيره كاروكړي.
همدا ډول يو تن محصل بيا وايی چه كه په يوتعليمى پوهنځۍ كښى د رشتو مطابق كتابونه موجود وي، دا به د يو محصل زده كړي ته نوره هم پياوړتيا وركړي.
د يادونى وړده چه د كندهار پوهنتون په 1369هجرى لمريزكال كښى د څلورو پوهنځيوپه جوړيدو سره په فعاليت شروع كړيده ، چه هم هغه مهال يوازى د طب په پوهنځي كښى څه تعداد محصلين درلودل. ولى اوسمهال په خپلو ټولو پوهنځيوكښى د پنځوسو ښځينه محصيلينى په ګډون ديارلس سوه تنه نارينه محصلين هم لري.