کور / تازه خبرونه / افغان معيوبين له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي

افغان معيوبين له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي

 


په كندهاركې معيوبين وايې چې دژوندله ګڼوستونزو سره مخ دي اودروغوانسانانوپه پرتله دوه ګونى چلنديې تربل هرڅه زيات ځوروي .


دوي دمعلولينو د نړيوالي ورځي په مناسبت دكندهاردشهيدانو او معلولينوپه رياست كې راغونډسوي و.


معيوبينوغوښتنه لرل چې كه دولت اومرستندويه ټولنې ورته دكار او نورو بوختياوو زمينه برابره كړي نودټولني ديوه پياوړي ځواك په ډول كولي سي چې خپلي اقتصادي ستونزي پخپله حل كړي


دنړيوال سره صلېب دراپورله مخي افغانستان يوله هغو هيوادونو څخه دي چې زياته برخه معيوبين اومعلولين لري .


سره صلېب دغه شمېرپه افغانستان كې ۵،۲ تنه ښودلي دي .



بخلوااروپايي اتحاديه د افغانستان په يوولسو ولايتونو کې د معلولينو او معيوبينو دمرستې له پروژو سره د ١،٥ ميليونه يورو مرسته کوي .


په افغانستان کې داروپايى کميسيون دپلاوي رييس هانسيورګ کريتشمر ، ديوې خبري غونډې په ترڅ کې  ويلي چې دغه مرستې دفزيکي وړتيا، پوهنې ، ګرځنده زده کړو، دمهارتونو دپراخيتا ، معيشتي فرصتونو او ظرفيت جوړونې دڅانګې په پروژو کې لګول کيږي .


دنوموړي په وينا،يادې شوې پروژې به  په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ زېږديزو کلونو کې په کندهار ،ننګرهار ، کابل ، پکتيا، ، لغمان ، هرات ، بلخ ، جوزجان ، اروزګان ، پروان او زابل ولايتونو کې پلې شي


نوموړى وايي چې يادې شوې پروژې د ابرار،آى آر سي او دبرتانيا د ماشومانو د ساتنې د نادولتي مؤسسو له لارې پلې  کيږي.


بيکاري ، د روغتيايي اود روزنيزو خدمتونو کموالي هغه څه دي چې معيوبين اومعلولين ورسره په ورځني ژوندكې مخ دي .