“قلم، قدم او درهم” غوښتنه که “د حق، عدالت او قناعت”منل؟!
((ځينې زده کړې سړى نوکر کړي)) _ پښتو.
تېره ورځ مې په لر او بر ويبپاڼه (larawbar.com) کې د “مولانا خادم او نشنلزم” تر سرليک لاندې د ښاغلي عبدالغفور لېوال، چې اوسمهال په کابل کې”د افغانستان پوهنې مرکز” چلوي، ليکنه لوستنې ته غوره کړه.
ښاغلى لېوال ليکي:”نشنليزم….. يوازې سياسي مفکوره نه ده، بلکې يوه رواني غريزه هم ده. دغه رواني غريزه هغه مهال د يوې سياسي مفکورې په بڼه څرگندېږي، چې د سياست پوهنې، ټولنپوهنې او ولسپوهنې له معيارونو سره سم په ځانگړو چوکاټونو، کړنلارو او منظمو خوځښتونو کې ځاى نيسي“.
غواړم ووايم، چې دافغانانو په ملي واکمنۍ کې يوازې دوه وروستۍ پېړۍ او د روانې پېړۍ د لومړۍ لسيزې روان کلونه د دولتي ښکېلاک او بهرني يرغل د مخنيوي مهالونه ول او دي. نور ټول مهالونه له ملي پيدايښت سره د دين ، پت او خپلواکۍ ساتنې پر معيارونوپه پوره سرښندنه نښلول شوي او د نښلولو لړۍ يې اوس هم روانه ساتل شوې ده .
د انگرېزي ښکېلاکي پېرپررا پيلېدنې له ختيځ پوهنې نېولې ان تر لرغونپوهنې، تاريخ پوهنې، ژبپوهنې، دين پوهنې، سياست پوهنې، ټولنپوهنې او ولسپوهنې د هاند او هڅې ځانگړې ښکېلاکي کړۍ جوړې شوې، چې تر ننه يې د افغان ملي پيدايښت د ودې او پراختيا مخه ډب کړې ده.
په افغانستان کې له قاجاري، مغولي او قزلباشي لاسوهنو وروسته دغه ډب د ميرويس نيکه او افغان ځان احمدشاه بابا د لاروي افغان شاه زمان پر راپرځولو او ړندولو انگرېزانو جوړ کړى او شاه شجاع پرې شرمېدلى دى.
په شلمه پېړۍ کې روسانو وغځولو؛ نور محمد تره کى، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله پرې سرکوزي شول.
امريکايي، اروپايي،آسيايي او آستراليايي پانگوالو پرې د ټينگولو وحشي لوبې پيل کړې؛حضرت صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني او حامد کرزى يې پرې مختورن کړل . يعنې د ښکېلاکي”معيارونو” د ټولو بڼو( ختيځ پوهنې، لرغونپوهنې، تاريخ پوهنې، ژبپوهنې، سياست پوهنې، ټولنپوهنې او ولسپوهنې)”چوکاټونه، کړنلارې” او کړه ييز خوځښتونه ورته کارنده نه شول. يعنې ولس ونه منل ، ونړېدل او د چاپېريال جوړونې هيله يې هم تر سره کيدونکې نه ده.
وگورئ! افغانانو په ټولو ښکېلاکي پېرونو کې ښکېلاکي معيارونه او اندونه نه منلي او نه يې هم ښکېلاک ته ټولنيز ډگر پرېښى دى.
د حق، عدالت او قناعت له مخې دا ستره خطا او تېروتنه ده، چې دوزير بابا د لاروي ارواښاد مولينا قيام الدين خادم مليت ساتنه، مليت خپلونه او مليت هڅونه څوک نشنلزم (دملت پانگه ټولونه يا” قلم، قدم او درهم” پالنه ) ونوموي او ملي ارزښتونه له پان پانگواليزم يا پان پراگماتيزم سره ونښلوي.
په افغانستان کې د فردي، رواني او ټولنيزوغوښتنو معيار د دين ، پت او خپلواکۍ ساتنه ده، چې د يوې سياسي جوړونکې مفکورې په بڼه يې بېلا بېل رغنده ملي پړاوونه وهلي دي.
هغو، چې نسلاً نه ملت پېژندلى او نه مليت پېژني، د مارکس، انگلس، لنن، ستالين، ماهو، پروتستانو، پراگماتستانو او اگزيستانسياليستانو اغېز ړانده کړي او يا هم د سيد قطب، محمد قطب، حسن البناء او مودودي چغو کاڼه کړي، چې نه څه ويني او نه څه اوري.
دوى ټولو په افغانستان کې په بېلابېلواو گډو بڼو خپلې کړه ييزې هلې ځلې کړي ، خو د بدنيتۍ، جنگ ، کرکې اوپارونې پر لامل له ملي ارزښتونو ليرې او بې برخې پاتې دي. يعنې دا وس نه لري، چې خپلو اندونوته د محيط او چاپېريال جوړونې کاري هڅې وکړي ؛ ځکه يې واکمنۍ هم په هر تاريخي پړاو کې بې واکه او کاواکه پاتې دي.
دغو مسخه شويوڅېرو د پيسو او وسلو تر څنگه د قلموالو او فرهنگيانو په بڼه هم خپل ښکاره دريځ پټ کړى او د پردۍ پالنې له وېرې يې څرگندولى نه شي، خو د افغان ملي شتون او ملي پيدايښت پر تاريخي جبر مسخه کول غواړي.
په هغه ليکنه کې، چې “د مولانا خادم نشنلزم” نومول شوې؛ لولو، چې :”….، يوځل بيا ډېرو ملي مرشدانو ته اړتيا لرو، چې د خادم په څېر راپاڅېږي، په قلم، قدم او درهم ملت راويښ کړي …افغان نسل ته په تېر تاريخ تش وياړونه روزي نه ورکوي او په ادبياتو او سندرو کې د ملتپالنې او هېواد دوستۍ شعارونه کافي نه دي بلکې د افغاني ملت پالنې پر روحيه سمبال نسل بايد يو شمېر داسې عملي ميکانېزمونه رامنځ ته کړي، چې د هغو پر بنسټ وران افغانستان ودان او ځورېدلى ملت هوسا شي”.
پورتنۍ ليکنې ته کېداى شي څوک په يو راز او څوک په بل راز وگوري، خو غواړم ووايم، چې “تش”زور او ملنډې د روزۍ د پيدا کولو يوازنۍ لار نه ده او نه استاذمولينا خادم پردى ((قلم، قدم او درهم)) د يرغل لاندې خوښ کړي دي.
ارواښاد استاذ مولينا قيام الدين خادم د حق، عدالت او قناعت يا بسياينې پر رڼا”افغاني ملتپالنه” نه، بلکې افغان ملت او مليت ساتنې ته د دين، پت او خپلواکۍ ميکانېزمونه غوره کړي او ټينگار يې پرې هم کړى دى.
منم، چې”ځينې زده کړې سړى نوکر کړي”، خو دومره بايد پرې بې پامه نه شي، چې پر الهي احکاموحکم کول ترې هېر شي يا د بې پامۍ پر لامل هېوادني ادبيات او سندرې ملت او هېواد ساتنې ته ناکافي وبولي.
افغانانو خپل ادبيات او شاعران د خپل ملي او تاريخي شتون حکيمان منلي او هره څرگندونه يې ورته هر اړخيزتړون او ډاډمن لارښود دى؛ ځکه، چې د ښکېلاک په جوړ شوي معيار کې يې ځاى نه دى نيولى او د ولس تر څنگه يې خپلواک شتون خوندي کړى دى.
ارواښاد استاذ گل پاچا الفت د خپل مهال له پيلشويو ملنډو پرده پورته کړې او لاندې انځور يې ترې”افغان نسل” ته وړاندې کړى دى :
چا په يو راز چا په بل راز وليدم
زمـا اصلي راز اهــــل راز پېژني
استاد خادم د تېر پېر سړي پېژندلي او د هېواد له تاريخي او ملي پيدايښت سره يې نه يوازې خپله مينه او سپارښتنه”افغان نسل” ته ښودلې، بلکې لاندې ټينگار يې هم ور وړاندې کړى دى :
“متاسفانه زمونږ ځينې کسان ليا اوس هم نه ملت پېژني او نه مليت؛ دوى فکر کوي، چې اوسنى عصر د بين الملليتوب پر خوا روان دى؛ نو د مليت شعار بېځايه دى.”
“د پښتنو په دنيا کې، چې څوک د پردې لاندې يا بې پردې د مليت مخالفت کوي؛ نو يا غرض لري او يا نه پوهېږي.”
“زمونږ ځينې منورين داسې هم دي، چې په مليت ټينگ دي، دلايل هم واي، خو د مليت د ځينو يا ټولو مقاموماتو پابندي او تحقق نه مني. يعنې ملت مني، خو شرايط يې نه مني-(قيام الدين خادم، افغان ولس، ١٣٤٨ل_ ٤گڼه).
“جامعه او ټولنه په کولتور راغونډېږي او له نورو جلاکېږي”…”سود او زيان او گټه وټه د خپل ځان غوندې يو سړي سره لاسته راتلاى شي او تامينېداى شي؛ هيڅوک د بېگانه، پردي، نااشنا او د بل رنگ سړي پسې نه گرځي”.
” کومه ټولنه، چې په کولتور جوړه ده، پاتې ده او، چې په نورو ذرايعو جوړه ده، ړنگه شوې ده يا به ړنگه شي”
“څوک، چې ځان د چا په رنگ رنگين کړي، نو دغه ته بيا قومي خو دي نه پاتې کېږي، بلکې د بل ضميمه او جز وگرځي”(افغان ولس_١٣٤٨ل_٦گڼه).
“لازمه ده، چې پښتانه خپل ملي جوړښت ته جدي توجه وکړي او د هر قسم استعمار نه ورته نجات ورکړي”(افغان ولس_٤ گڼه)
رښتيا ده، چې: (( عزت په غوړيو کې نشته، په سړيو کې دى))_ پښتو.
((گرشاسب بابا خبره را لنډه کړې، چې يا سپېڅلى مرگ او يا سپېڅلى ژوند))_ حداد فرهاد